د شلۍ زور


د ۲۰۰۵ م په سپرلی کې د څو نورو همکارانو سره غزني ته لاړم. د سهارلس بجې وې نو د پلان سره سم د محمود غزنوي روضه او باغ فیروزه لیدو ته ورغلو.
د تاریخ پروګرامونو لپاره هرمناسب ځای کې مې مرکې کولې او یو ټیپ راسره و. د سلطان محمود غزنوي په مقبره د دعا نه وروسته د دې د جوړښت او تاریخ په اړه مو خبرې کولې. د روضې په لویه دروازه یو منجاور د مالګې د خانک سره ناست و چې ما ورته پام ونکړو. څو ځوانان مې ولیدل چې روضه کې ګرځیدل. له هغوی مې دغه ذیارت ته د راتلو سبب وپوښتلو. نورو ځان رانه ورک کړو خو یو ځوان چې ورمېږ (څټ) يې په مفلر کې تاو کړې و، راسره په خبرو شو. وئیل يې زما څټ درد کوي او دلته راغلم چې د ذیارت مالګه واخلم. ما ترې پوښتنې پېل کړې چې سلطان محمود خو یو باچا و، نه چې دروېش. هغه وئیل چې زموږ پرې عقیده ده، هغه ښه سړی و ځکه خو پرې زیارت جوړ دی. ما ترې پوښتنه وکړه چې سلطان محمود په هندوستان ۱۷ حملې کړې وې، هلته يې یو مشهورمندر وران کړې و، نو په دې څه معلومات لرې؟ هلک لا د جواب لپاره خله جوړوله چې ناببره منجاور په چیغو شو، ” تاسو د مشایخو توهین کوئ، کفر واېئ، …” په ذیارت کې موجود ټولو منجاور ته کتل. ما سره مل یو کس ورته ووېل،” بابا هغه د تاریخ خبره کوي، دا خو سپکاوی نه دی.” بابا نورهم په قهر شو، ” تاسو د کوم ځای يئ؟ ولې د زیارت توهین کوئ؟ هغه شیبه څټ خوږې ځوان او ملګړو يې پښې سپکې کړې. نصیر احمد چې د فارسي یوه لوحه يې راته ژباړله، ژر د منجاورسره پر زمکه کیناستو او د هغه لاس يې ونیولو. په یوه شیبه کې د منجاور لهجه بدله شوه. ډېر په نرمه يې ووئیل، ” خورې خفه نشې… تاسو زمونږ میلمانه يئ…دا ستاسو خپل ځای دی…” زما پام شو چې مایکروفون هم هغسې زما لاس کې د سرې رڼا سره پاتې او هر څه په ټیپ کې ریکارډېدل. زه هم ښکته کیناستم او مایکروفون مې بابا ته ونیولو. پوښتنه مې ترې وکړه، د څومره وخت نه دلته په روضه کې منجاور يې؟ هغه ناارامه شو او نصیر زما د لاس نه مایکروفون واخستو او هم هغه پوښتنه يې ترې وکړه. منجاور څو خبرې وکړې او بیا مونږ ورو ورو بهر راووتلو.
نصیر نه مې پوښتنه وکړه، ” په بابا دې څه دم واچوو؟ په خندا شو، وېل يې هېڅ هم نا… بس یوه شلۍ (۲۰ افغاني) مې ورکړه.”
وروسته مې خپل ټیپ کې ثبت شوې خبرې ټولو ته وغږولې. د ټېپ په شیشه، د بابا په غوبل د غږ ستنه ۹۰ درجې ته لوړه او بیا د ۵ ثانیو په وقفه ۳۰ ته راښکته کېده. د شلۍ زور مې په هغه ورځ پخپلو غوږونو واورېدو.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۷ نومبر ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *