د یونان په “خیوس” نومې ټاپو کې د یوې تیږې په اړه روایت دی چې درې زره کاله پخوا نابینا شاعر “هومر” به ورباندې کیناستو. د ده په لاس کې ” لایره ” (بربط) ساز او د “ایلیاډ” داستانونه يې زمزمه کول.
هومر په ۸۵۰ ق م کې ژوندی و او د آیونیا څو جزیرې دعوا کوي چې دی هلته زیږېدلې و.
“ايلياډ” د دوو ملکونو “سپارټا” او “ټراى” ترمنځ د جنگ کیسه ده چې سبب يې د یوې ښځې تښتول وو. “هیلینا” د ” زیوس” لوروه او د مینې اسطورې ” ایفرو ډایټي” غوښتل چې هغه پیریس سره واده وکړي. پیریس یو ځل اعلان کړې و چې ” ایفرو ډایټي” د ټولو اسطورو نه ښکلې وه نو ځکه هغه پرې مهربانه وه. خو هیلینا د “مینیلاس” باچا سره واده شوه. ایفرو ډایټي پیریس ولمسوو او دا يې وتښتوله. “مينلاس” خپل ورور او د مایسیني باچا “اگامیمنن” ته خواست وکړو چې د “ټرای” د ورانولو لپاره یونان نه جنګیالي راټول کړی. بیا د سپارټا نه یو لښکر ټرای ته ځي چې پکې لوی او مشهور اتلان شامل وو.
د ټرای جنګ شا و خوا ۱۰ کاله روان و او د انسانانو نه علاوه، د اسطورو زامن، پهلوانان او ځینو خدایانو هم پکې ګډون کوو. دغه داستان د انساني فطرت ټولې کمزورۍ، بدګوماني، سازش، بدل اخیستل او سپکاوي یوه هنداره ده. د ټرای وروستۍ جګړه د اګامیمنن او د ” ایکلیز” نومې اتل ترمنځ وشوه چې پکې ایکلیز وژل کېږي. په دغې جنګ کې یو نامتو پهلوان “یولیسیز” هم شامل و. له بري وروسته دی د خپلو ملو سره بیرته روانېږي. خو ۱۰ کاله په لاره سرګردان شي. د ده بل نوم ” اوډیسیاس” و چې دوېم داستان ” اوډېسي” ته يې نوم ورکړې شو. یولیسیز ته په لاره کله خپل مله بغاوت کوي، کله يې بېړۍ په اوبو لاهو شي، کله د دېوانو او بلاګانو سره جنګېږي. په دې کې د اسطورو، جادو گرو او د بلاګانو کیسې ډېرې دي. د زمکې په تل، په اسمان او د “اولمپس” په سپېڅلي غر اوسېدونکي اسطورې پکې خپل رول لوبوي.
لس کاله وروسته یولیسیز خپل ملک “ايتیكا” ته راستون شي. هلته يې مېرمنه “پينيلوپي” او نور خلک د ده په راتلو خوشالي کوي او داستان دلته ختم شي. په اروپای ژبو کې د “اوډېسي” نوم د یو اوږد او له پیښو ډک سفر لپاره د تشبیه په توګه کارېږی.
په دغه داستانونو کې د اولمپس اسطورې هم د یو بل سره ناندرۍ ایرۍ وهي. زیوس کله یو او کله د بل اتل مرسته کوي. اپالو د یوې فاجعې د سزا لپاره د طاعون وبا زمکې ته ورواستوي. وړې اسطورې د انسانانو په خواست زیوس ته زارې کوي او هغه یو طوفان یا سیلاب راولي. ایفرو ډایټي، د جنسي هوس او د ښځو او سړو تر منځ د ناروا اړیکو پړه ګڼل کېږي. یو وخت داسې حال راشي چې زیوس ټولو اسطورو ته امر کوي چې د انسانانو په جنګ کې دې مداخله نه کوي.
په یونان کې درې ډول شعر ويېل کیده چې حماسی (جنګي) غمژن(تراژدي) او خندوونکی (کامیډي) وو. منظوم داستانونه د ښارپه لارو کې مسلکي ناظمانو زمزمه کول او خلکو به له اورېدو وروسته ورته پېسې ورکولې. هر ناظم ته چې داستان پورا یاد و، شهرت به يې ترلاسه کړو. ښایی هومر په دغه کار کې تکړه و یا خلکو دده له غږ او وېنا نه خوند اخيستو.
د ایتهنزپه یوه لویه میله کې د دغه داستانونه د ډرامې یا تهېټړ لپاره وکارول شول. په دې ټولو مرحلو او د وخت په اوږدو کې د داستان ځینې برخې هیرې یا ورکې شوې او نوربه پکې ورزیاتیدې. هم هغه راهیسې ” ایلیاډ” په څو بڼو کې ولیکل شو. په ۳ ق م پېړۍ کې په څرمنې او پپایرس (کاغذ) يې څو برخې ولیکل شوې او په اسکندریه کې د “ایلیاډ” یوه مستقل کاپي جوړه شوه. د دې د ژبې په تحلیل څرګنده شوه چې داستان د ۷۶۰ نه واخلې تر ۷۱۰ ق م یوناني ژبې کې موجود و. کله چې روم په ۱۴۶ ق م کې په یونان حمله وکړه نو د ایلیاډ داستان اروپايی ژبو ته کډه شو.
د ۹ او ۱۵ میلادي پېړۍ تر منځ لیکل شوي د ایلیاډ متنونه تراوسه پاتې دي چې موندل او ساتل يې ګران وو ځکه ټولو کې څه نا څه توپیر و. تر ۱۹ پېړۍ هومر د “ایلیاډ” خالق ګنل کېدو. خو د نورو متنونو موندل، په دې کې شک څرګندو ځکه په ایلیاډ” کې بیان شوي پیښې له ميلاد ۱۲ پيړۍ وړاندې هم ولسي داستانونو کې موجود وو. د چاپ د اسانتیاو سره لیکونکو دغه ټول متنونه راټول او د یوناني نه نورو ژبو ته واړول. د هومرمتن اصل وګڼل شو ځکه په یوناني کې د آیونیا د جزیرو نورې لهجې هم ورګډې دي.
په ایلیاډ کې د اتلانو جنګي وسلې، جامې او د ځایونو جغرافیه دومره په تفصیل بیان شوې ده چې لرغون پوهانو د ترکي په اناطولیا کې د “ټرای” ښار کنډوالې وموندلې. په وروستي ځل “ټراې” په ۱۲۰۰ ق م کې ویجاړ کړې شو. د ټرای بل نوم “ایلیم” و چې د دې ښار بنسټ ایښونکي باچا نوم و.
ایلیاډ په مسدس بڼه کې ۱۵ زره ۶ سوه او ۹۳ بیتونه لري چې حماسي شعر دی. دا وروسته په ۲۴ کتابونو کې ولیکل شو. اوډېسي هم ۲۴ برخې لري او د ۱۲ زره ۱۱۰ شعرونو مسدس دی.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۳ نومبر ۲۰۱۷ م