د کوټې زلزله


په ۳۱ مې ۱۹۳۵ م نیمه شپه کې د کوټې د پوست افس دېوالي ساعت ستنې په ۲ بجې او ۳ دقیقو ودریدې. په نورو دریو مینټو کې زلزلې ښار په بل مخ واړو او شور زوږ په چیغو او ویر واوختو. هغه چې له ړنګو ودانیو ژوندي ووتل، د خپلوانو په لټون وو خو په تیاره کې يې څه نه لیدل. ۴ مینټه نورې وړې زلزلې هم روانې وې او اخر په سپېده چاود کې خلکو په کنډوالو کې سترګې وغړولې.
د کوټې ګورنرهاوس او څو پخو ودانیو نه علاوه بل یو ځای هم روغ نه و پاتې. د چاوڼۍ څلورمه برخه کورونه کنډوالې اوهغه چې په ځای ولاړوو، چتونه او دیوالونه يې چودېدلي وو. د بروس (جناح) روډ ټولې هټۍ ړنګې وې. د پوځ مخابراتي سیسټم، ټیلیګراف او د ټیلیفون تارونه پرېکړی او د بهرنۍ نړۍ سره د کوټې رابطه څو ساعته ختمه وه. پوځي انجینرانو په بیړني توګه ۱۸ ساعته کار نه وروسته د ډیره اسمعیل خان او کوټې ترمنځ مخابرات دوباره بحال کړل. د هوای ځواک مرکز ترټول زیات تاواني شو. پوځي ګودام کې پروت اکمالات زیانمن شو. په ۲۷ کې ۶ الوتکو کار کوو. د کوټې او قلات ترمنځ ټول کلي ړنګ وو.
د برطانوي پوځ د شاهي کنډک مجلې په نومبر ۱۹۳۵ م په ګڼه کې لیکي، “ټول ښار د زمکې سره یوشوې و. هرې خوا ته مړي پراته وو چې په لمرکې خوسا (سخا)کیده. د ښارټول ګاډې د ړنګو ودانیو نه د زخمیانو په ویستلو لګیا وو. د مړو د راټولولو لپاره د پوځ هرې ډلې ته خپله سیمه په نښه شوه… ۵۰ کسان د قبرونو کیندلو لپاره يې واستول. خو مړی دومره ډېر وو چې دا شمېره يې ۱۰۰ کړه.”
د لومړۍ اندازې ترمخه زلزلې ۲۰ زره خلک وژلي، ۱۰ زره ترې ژوندي پاتې او ۴ زره ټپیان وو. خو د وخت د تیرېدو سره د مړو شمېره زیاتېده. د اروپایانو او هندی مسیحیانو مړي يې د چاوڼۍ په هدیره کې د پوځیانو له خوا کیندل شویو قبرونو کې خښول. د زیاتې شمیرې له کبله پادري به خپله دعا لنډوله چې ژر ورباندې خاورې واړوي. د هندوانو او سیکانو مړي يې چټک شمشان ګهاټ ته سیزلو لپاره وړل. د مسلمانانو مړي په ډله یزو قبرونو کې يې خښول. د ناروغیو د خطر له کبله پوځ ښار وتړلو. حکومت په بیړه کوټې ته دارو وهلي نقابونه ورواستول چې د ژغورنې ډلې پرې پوزې وتړي. د ژوندو لپاره د تمبوانو یه ښارهم جوړشو.
هغه وخت د زلزلې د کچ معلومولو وسایل نه وو خو وروسته څرګنده شوه چې د رخټرپه کچ دغه زلزله ۷ اعشاریه ۷ وه. ددې مرکز د کوټې نه ۱۵۳ کلومیټر لیرې علی جان سیمه وه. کوټه د چمن او چلتن د غرونو بیخ د پاسه اباد دی چې په منځ کې چود(درز) لري. په ۱۹۳۵ م کې د زمکې په حرکت د چمن د زمکې تل د چلتن په بیخ کې پر زمکه وختلو او دغه زلزله يې پېدا کړه. کوټې ته نزدې ټولو سیمو کې او ان ترآګرې هم دغې زلزلې زمکه ولړزوله. د دې زلزلې په زور، یوه ورځ وروسته په ۲ جون مستونګ، قلات او منګوچار کې هم کورونه ړنګ شول.
۱۹۳۵ م د زلزلو کال و. لیبیا، ترکي، ایران انډونیزیا، سوډان، پاپوا نیوګني، تایوان او یونان کې هم په زلزلو زرګونه خلک ووژل شول. خو د کوټۍ زلزله بې څارې وه چې ۶۰ زرو نه زیات وګړي پکې مړه او ژوبل شول. تر اوسه په نړۍ کې چې څومره لوی او ویجاړونکي زلزلې راغلي دي د کوټې زلزله په ۲۳ نمبر ده. په دغې سیمې کې یو کس هم داسې نه و چې دغه زلزلې پرې اغیز نه واي کړې. د ځاني تاوان نه علاوه د خلکو دکانونه او کاروبار ته لوی زیان ورسیدو. ډېرو خلکو له ښاره کډه وکړه چې د هندوانو شمېره پکې زیاته وه.
د برطانوي افسرانو بال بچ په یو ځانګړي الوتکه کې له کوټې وویستل شول. هغه کوټه چې د زلزلې نه وړاندې “وړوکي لندن” نومیدو، بیرته خپل حالت ته رانغلو. له هغه وخت ښار والۍ دا قانون ومنلو چې په کوټه کې درې منزله کور به نه جوړېږي. په ۲۱ پېړۍ کې د دې ښار خلکو هغه قانون هېر کړې دی. خو دا معلومه ده چې د دې سیمې د زمکې تل به بیا حرکت کوي، دا چې کله؟ معلومه نه ده.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۷ نومبر ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *