د کابل رادها


چـار گرد قـلا گشـتم…پــاي زيب طلا يافتم
پاي زيب طلا از کيـست؟…از بي بي رادو جان است
از بي بي رادو جان است
مانا
د کلا چارچاپیره وګرځېدم…طلايي پانزیب مې پیدا کړ
طلايي پانزیب د چا دی؟…د رادو بي بي جانې دی
د رادو جانې بي بي دی

په افغانستان کې دا مشهوره سندره به ډېرو خلکو اوریدلې وي. په دې کې یاده شوې ” رادو جان” د شلمې پېړۍ ” رادها” د دیوان نرنجنداس، لور وه.
نرنجن داس په ۱۸۶۷ م کې کابل کې زېږېدلې او د ګوتو په شمېر له هغو هندو کورنیو نه و چې د افغانستان په هر حکومت کې دنده تر سره کوله. دی د لوړې طبقې ځینو نورو هلکانو اميرچند، موتي سنگه او داسې نوروسره په حربي پوهنځي کې سبق وویلو. وروسته د پوځ په بیلا بیلو عهدو نه اخر بریګېډیر(برګټ) شو.
په هند کې “دیوان” د نوابانو او راجګانو د مشر وزیرعهده وه. د امیرعبدالرحمن په حکومت کې نرنجن داس مالي چارې په غاړه لرلې نو ځکه دغه لقب ورته ورکړې شو.
رادها د هلکانو په پوځي لباس کې د خپل پلار سره غونډو او د دربار میلمستیاو ته ورتله. خلکو به “رادو” او “رادو جانه” بلله.
دی د امیرحبیب الله خان په واکمني کې هم د مالیې وزیراو د هغه د لومړۍ شورا یو غړې و. وروسته يې نه یواځې له دندې وشړلو بلکه څو کاله پخپل کور کې تر څارنې لاندې بند و. وایی چې په ده خپلې لور “رادها” امیر ته شکایت کړې و. ممکن دی د مشروطه غورځنګ په غړو کې شامل و نو کیدېشي “رادها” د هغې حال امیر ته وویلو. د امان الله خان په وخت کې دی ورخوشې کړې شو.
نرنجن داس به تل به په پوځي یونیفورم کې ګرځېده چې تر څنګ به یې یوه توره هم ځوړنده وه. دی د راولپنډۍ د غونډې لپاره علی احمد خان سره مله و.
کله چې افغان پلاوې په ۱۹۲۰ م کې برطانوي هند ته ورسېده او مذاکرات پيل شول، له ښاغلي دیوان نه غوښتنه وشوه چې خپله توره لېرې کړي او بیا دې د مذاکراتو کوټې ته داخل شي. دیوان ورته وویل “موږ دلته د دې لپاره نه یو راغلي یو چې انګریزانو ته خپله وسله تسلیم کړو، بلکې د دې لپاره راغلي یو چې انګریزان زموږ د هېواد استقلال په رسمیت وپېژني”. هغه له خپلې تورې سره په مذاکراتو کې برخه واخیسته.
کله چی د امان الله خان په ضد د سقاو بغاوت وشو نو دی کندهار او بیا د هند د لارې اطالیې ته لاړو. د دیوان هم د خپل ټبر سره هندوستان ته کډه وکړه.
په افغاني ټولنه کې هندوانو او سیکانو ته په یو ځانګړی نظر کتل کېږي. د دوی لنګ، چوتی، پګړۍ، دال چپاتي، او ژوند ژواک د ملنډو وړ وي. هندوانې مخ نه پټوي نو کله چې په لاره روانې وي، ځوانان د دوی زورول خپل حق ګڼي. د رادها په اړه هم دغسې نظر موجود و.
او دختر دیوان بی بی رادو جان
لاله را قسم دادم که رادو را نسوزان
دا شعر ناشناس هم ویلې دی چې پکې د رادها یو عاشق د هغې د دیني عقیدې یاني د مړي سېزل یاد کړي دي.
د ظاهر شاه په حکومت کې سپین سرې رادها یوځل بیا افغانستان ته راغله چې د یوې غونډې عکس يې پاتې دی. هغې په یو واده کې هم ګډون وکړو او چا پرې راپور ولیکلو، ” رادو جانه په دولسو بجو د واده مراسمو ته راغله چې قیمتي لباس یې په تن و: په چپې اوږې باندې یې توربخن کشمیري شال پروت و، د ښي لاس په ګوتو یې د صندل له لرګیو جوړې شوې تسبیح وې او دانه دانه یې اړولې، ته وا په ذکر بوخته ده. هغې به سپین ږیرو ته د “تاسو” او ځوانانو ته د “ته” خطاب کاوه…، البته هر کس غوښتل چې له هغې سره روغبړ وکړي. د سر وېښته یې د غاښونو غوندې تک سپين شوي وو.”

صفیه حلیم
له ویبپاڼو
د خپریدو نېټه- ۲۵ نومبر ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *