د کوهاټ نه واخلې تر وزیرستان په دشتو کې هر ډول “ځوزان” (کیکټس) بوټي شنه کېږي. د دې پرېړ پاڼې او څانګې د هوا نم راکاږي چې ورباندې وده کوي.
د دغه بوټي یو قسم ” میزرې” دي او د لرغونو وختونو نه ورکزو ترینه پڼې، ټوکرۍ، بوڼ او رسۍ جوړولې. هم د دې بوټې په بیخ کې د دې میوه ” پمنکي” په اوړی کې شنه شي.
نوي راټوکیدلي واړه پمنکي لکه د پیاز، بادرنګ او کاهو خام خوړل کېږی او په سلاد کې يې کاروي. کله چې غټ شي نو تریخوالې پکې پیدا شي. بیا د غوښې قیمې سره یا هسې يې پخوي. ځینو سیمو کې ورته “پاونۍ” او ځینې يې پمنې بلي. په هندکو کې ورته “چونګا” وایی.
پمنکي لکه د کریلې خپل تریخوالي له کبله د ډېرو خلکو نه خوښېږی. خو حکیمان دا دواړه د شکرې (شوګر) د مرض لپاره ګټه ور ګڼي. په کلیو کې د شنو پمنکو اوبه د دارو په توګه سهار په نهره خلک څښي.
تر اوسه په پمنکو ساینسي څېړنې نه دي شوي. په دشتو کې د سړکونو او د ودانیو له کبله دغه ګټه ور بوټې هم په ورکیدو دی.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۲۹ نومبر ۲۰۱۷ م