په ۱۳ جولای ۱۸۱۳ م د سیکانو او درانیانو ترمنځ دا لومړی مهم جنګ و چې د “چچ” او “حضرو” جنګ په نوم هم شهرت لري.
په ۱۸۱۱م رنجیت سنګ د کشمیر د نیولو لپاره د دې وړو ریاستونو، بهیمبر، راجوړي او “کولو” حمله وکړه. د ۱۸۱۲ م په پای کې محمود شاه درانی خپل وزیرفتح خان د یو لښکر کشمیر ته ورواستاو چې شاه شجاع ګرفتار کړي. هلته وزیرعطا محمد خان د شجاع خلاف بغاوت کړې و. د دې موقع نه رنجیت سنګ هم ګټه واخیسته. هغه فتح خان سره په ملاقات کې ورته ووېل چې د سیکانو مخالفت دې پریږدي. د کشمیر د نیولو لپاره يې ورته د خپلې پوځي مرستې وړاندیز وکړو. فتح خان دا خبره ومنله او د دیوان محکم چند په مشرۍ د سیکانو یو وړوکې لښکر په دې شرط ورسره مله شو چې د چور(غنیمت) په مال کې به درېمه برخه د سیکانو وي. دواړو پوځونو د جهلم نه مارچ پېل کړو. کله چې دغه ګډ لښکر پیرپنجال غرونو ته ورسیدو نو دیوان محکم چند د راجوړي راجه سره خبرې پېل کړې. د یو لوی جاګیر په بدل کې کشمیر ته د رسیدو لپاره ترینه غرونو کې خوندي لاره وغوښتله.
دغه وخت فتح خان بې صبره شو او خپل باتجربه جنګیالي چې د غرونو د جنګ عادت وو په سختو واورو کې په منډه کړل. د محکم چند دسته د راجه په مرسته په لنډه لار غرونو نه ووتله او د افغانانو سره یو ځای کشمیر ته ورننوتل. د شیرګړ او هری پربت په نیولو کې د سیکانو دوه کوماندانان جوده سنګ کالسیه او نهال سنګ اټاري د افغان ځواک سره ملاتړ کوو. په کشمیر کې وزیرعطا محمد خان مقامت ونکړو او فتح خان په سرینګر کې واک تر لاسه کړو. کله چې د غنیمت مال ویش کېدو نو فتح خان محکم چند ته سکوټ انکار وکړو چې دوی په جنګ کې څه توره نه وه کړې. رنجیت سنګ د فتح خان په وعده خلافي په قهر شو. شاه شجاع له دې ویرې چې فتح خان به يې کابل ته یوسي او هلته د شاه محمود ذنداني شی، محکم چند ته ځان وسپارلو چې لاهور ته يې بوځي.
رنجیت سنګ د عطا محمد خان ورور جهانداد خان سره خبرې اترې پېل کړې چې د اټک کلا دار و. ترهغې په دې سیمه کې د سیکانو هیڅ ځواک نه و او دوی د اباسین نه وراخوا د افغانانو په خاوره د ورتلو جوګه نه وو. خو دراني او بارکزي پخپلو کې د یو بل سرونه ماتول او د دوی ځواک وېشلې و. جهانداد خان د سیکانو له خوا د یو لوی جاګیر په ژمنه د اټک کلا سیکانو ته وسپارله. هغه په کلا کې۷۰ توپې، د توپو ۴۳۹ ګولې، واړه هاوان، ۳ نیم زره من غله او ۲ نیم سوه من مالګه هم سیکانو ته پریښودل. د دیا سنګ په مشرۍ د سیکانو یو کنډک د اټک کلا ته ورننوتو. د سیکانو نامتو جنرل هری سنګ د دیوان دیوی داس او د خپلو سپارو دستو سره یو ځای ورته راغلو. کله چې په کشمیر کې فتح خان خبر شو نو په اپریل ۱۸۱۳ م کې د ۱۵ زره سپارو سره د “پکهلۍ” د لارې اټک ته ورسېدو او کلا نه چاپېره مورچې جوړې کړې.
رنجیت سنګ ورته تیاري کړې وه. هغه دیوان محکم چند او کرم چند چاهل د سپارو، توپو او پلي دستو سره اټک ته ورواستاو. دیوان محکم چند د افغانانو د کیمپ نه ۱۳ کلومیټر لیرې پړاو وکړو. دوی د لوی جګړې نه ډډه کوله او وړې دستې به يې ورواستولې چې افغانانو به ورباندې ټوپکې او توپې تشې کړې. محکم چند پوهېدو چې افغانان د ګرمۍ زغم نه لري او ژربه غرونو ته پښې وباسي. تر جولای د فتح خان سره بارود په ختمیدو او جنګیالي يې ستړې شول. د پښتونخوا نه ورغلي مجاهدین خپلو کورونو ته لاړل. هغه وخت د “وېسا” کلي یو پنډت حسن ابدال ته لاړو او سیکان يې د دې نه خبر کړل. سیکانو د “ملو” کلي نه په دوی حمله وکړه. د “چنګلۍ” نه لوی شمېر پښتانه د دې ناڅاپه حملې د تمبولو لپاره ورغلل خو ” وېسا” لارې کوڅې له مړو او زخمیانو ډکې شوې.
په ۱۲ جولای محکم چند د اټک نه ۸ کلومیټرختیځ کې د اباسین پرغاړه “حضرو” کې د جنګ نغاره وډنګوله. هغه خپل سپاره په څلورو برخو وویشل. د یو مشري هری سنګ، بل ګورمک سنګ، درېم کرم چند او د څلورم يې پخپله کوله. د سیکانو د توپخانې مشریو پښتون غوث خان و. هغه د پلی ځواک مخې ته چاپېره توپونه ځای په ځای کړل. د افغان پوځ د سپارو مشري دوست محمد خان کوله. فتح خان د سپارو دسته په سیکانو واستوله چې د توپو د سختو ډزو له کبله بیرته په شا شوه. دویمه حمله د دوست محمد له خوا وشوه او د سیکانو څو توپې يې ونیولې نو د هغوی په لښکر کې ګډوډي پیدا شوه. محکم چند په یو هاتي(فیل) سپور شو او سیک سپارو یوه لویه حمله وکړه. په سخت جنګ کې د دوست محمد د وژل کیدو اوازه ګډه شوه نو فتح خان میدان پریښودو. د دوی په لښکر کې ګډوډي جوړه شوه او ټولو کابل ته مخه کړه.
اخوا کشمیر هم د سیکانو لاس ته ورغلو او رنجیت سنګ سیکان په دې بري دومره خوشاله وو چې په امرتسر، لاهور او نورو لویو ښارونو کې تر دوو میاشتو د چراغان امر وکړو.
د پشتنو شهیدانو لویه هدیره په “وېسا” کلي کې ده. چچ او حضرو کې بې شمېره قبرونه دي چې په ځینو جنډې ولاړې وي. هغه چې د صوابۍ او نورو ځایونو نه ورغلي وو، خپلوانو يې مړي یوړل.
سرچینې
۱.پنجاب او پښتانه (سکهه شاهي دور) خواجه محمد سائېل-بهادر کلې. پېښور. ۷۴-۷۵ مخ
۲.دامن اباسین- د اټک د یو مردم خیز سیمې تاریخ- سکندر خان. جون ۱۹۹۳ م. د ۷۲ نه تر ۷۹ مخ.
د خپریدو نېټه- ۱۱ دسمبر ۲۰۱۷ م