ډاکټرعبد الغنی جلالپوري

?


د افغانستان د دریو امیرانو مشاور، لیکوال او ژباړن عبد الغني د “حبیبیه” ښوونځي له لومړیو استادانو نه و.
امیرعبدالرحمن د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې غوښتل چې افغانان د اروپاي ډول تعلیم د لارې ساینس او ټیکنالوجي زده کړی.
په ۱۸۹۵ م اپریل په میاشت کې امیرخپل زوی نصرالله خان انګلستان ته د خپل نایب السلطنت سردارنورالله خان سره ورواستاو. یو میلمستیا کې هغه د طب د یو مسلمان محصل، عبدالغني سره وپیژندل.
عبد الغنی په ۱۸۶۴ م کی د پنجاب په جلالپورجټان کی زیږېدلې او څلور نور وروڼه يې لرل. ده د (انګریز) حکومت په لګښت کیمبرج پوهنتون کې د طب زدکړې کولې. خو د ترکي خلافت په پلوي لیکنې يې د هند په ورځپاڼو کې خپریدل. سردار نورالله خان هغه ته په افغانستان کې د کار بلنه ورکړه.
په ۱۸۹۶ م کې ډاکټرعبدالغني کابل ته لاړو او څه موده اميرعبد الرحمن د انګرېزي ژبې منشي و. بیا خپل پلاراو دوه وروڼه مولوي نجف علی او مولوي چراغ علی يې کابل ته وبلل. امیر حبیب الله مولوی نجف علی ته په شاهي مدرسه کې د سبق ښودلو دنده وسپارله او یو وخت امان الله خان (امیر) هم د ده شاګرد و. د کابل د چوب فروشي جومات په مدرسه کې د ریاضي او جغرافيې مضمون هم ورزیات کړې شو چې ډاکټر عبد الغني ورته نصاب جوړ کړو. بیا په نورو جوماتونو کې هم دغه انتظام وشو او شا و خوا ۳۰۰ ماشومان يې د درس لپاره په صنفونو وویشل. د ملک په نورو ښارونو کی يې داسې ۱۳ مکتبونه پرانستل او د معلمانو د روزنې لپاره یو دارالمعلمین جوړشو. ځینودرباریانو عبدالغني ته د شک په سترګه کتل ځکه ده ۹ کاله انګلستان کې تېر کړي وو او د اردونه علاوه په انګرېزي او فارسي هم پوهیدو. انګریزان لیکي چی عبدالغني د امیرعبدالرحمن کشر زوی محمد عمر ډېر نازوو نو ځکه مشکوک و. یو کال وروسته هغه پنجاب ته په چوټۍ روان شو نو پولیسو په جلال اباد کی د میاشت نه زیاته موده په توقیف کی وساتلو. د ده سامان يې ولټوو او چې څه ثبوت يې تر لاسه نکړو نو خوشې يې کړو. دی د افغانانو په چلند دومره ناهیلې و چی په لاهور کې د انجمن حمایت اسلام په اسلامیه کالج کی استاد شو. امیرحبیب الله، ډاکټرعبدالغنی ته د معذرت دوه لیکونه ورواستول چې د مسلمان په توګه، اسلامي مملکت کی د خدمت نه غاړه نشي غړولې. عبد الغني د خپلې دندې نه استعفا ورکړه او بیا کابل ته لاړو. هغه وخت ده ۵۰۰۰ شاګردان د ازموینو د لارې مسجد ښوونځو کې واخیستل. په ۱۹۰۳ م کې “حبیبیه مکتب” رسمي پرانستل شو. شا و خوا ۴۰۰ شاګردان چې په مسجدونو کې يې سبق وئېلو، د دې مکتب په لوړو صنفونو کې کیناستل.
د عبدالغني مشر ورور مولوی چراغ، حافظ احمد الدین اوعبد الغني پرله پسې د حبیبيه مدیران و.
د جالندهر مولوی محمد حسین او د پیښورمولوی غلام محی الدین هم په دارالمعلمین کی درس ورکوو. محمد انوربسمل د مکتب د مجلې “انجمن ادبی” مدیر و. قاری عبدالحق خان سلیمانخیل ارغندیوال د اسلامیات استاد و او د لومړنیو صنفونو لپاره يې درسي کتابونه لیکل. د حبیبیه یو بل استاد میر قاسم نعمانی وروسته په سراج الاخبار کی کارکوو او د “امان اخبار” مدیر شو. سید احمد خان لودین قندهاری د فارسي، عربي او ریاضي استاد و. ده د “طریقه تدریس” په نوم کتاب ولیکلو چې افغانستان کی د استادانو لپاره لومړی رهنما و. د بنو مولوي محمد مظفر خان مروت چې په هند کی يې سبق ویلې و، ریاضي او جغرافیه ښودله. وروسته امیر له خوا زنداني اوهلته د کولرا په مرض مړشو. امیرحبیب الله خان د افغانستان لومړی شوری (پارلیمان) جوړکړو او خپل ورور نصرالله خان یې مشر وټاکلو. ډاکټرعبدالغني د دې شوری غړې او په اړه يې لیکي چې هلته هر چا ته د وېنا ازادي وه او د برطانوي پارليمان نه زیات ډسپلن يې لرلو.
حبیبیه مکتب سره په افغانستان کې د کتابونو او د چاپ موادو اړتیا پېدا شوه. ډاکټرعبد الغنی په کابل کې د “دارالترجمه و التالیف” په نوم یوه اداره جوړه کړه چې مولوی محمد حسین جالندهری او د لاهور مظفرخان پکی ډیر فعاله وو. مولانا عبېدالله سندهي چې ۷ کاله په کابل کې و، لیکي، “د مکتب حبیبیه ټول انتظام د هند د وګړو په لاس کی دی. د کله نه چې حبیب الله خان خپله توجه د علوم و فنون د اجرا لوري ته اړولې ده، د برصغیر د استادانو یوه ډله په کابل کی مېشت او په دوی کی زیات پنجابیان دي.”
ډاکټرعبدالغني د مشروطه غورځنګ یو فعال غړې و چې په افغانستان کې د شاهي جمهوریت جوړولو لپاره غونډې کولې. سره له دې چې د ګوتو په شمیر کسان دغه غورځنګ کی شامل وو او پخپله امیرته يې څه تاوان نه رسوو، خو هغه د دې مشران ونیول. د عبد الغني “بیت العلوم” به د شپې هم فعال و او منهاج الدین ملا امیرته لمسون وکړوچې هلته د د ده خلاف سازش روان و.
په مارچ ۱۹۰۹ م کی ډاکټرعبد الغنی او د هغه وروڼه بی له تحقیق زنداني شول. د دوی هر څه يې ضبط او میرمنې يې په کورکی نظر بند کړې. د هند اخبارونو د استادانو د خوشې کولو لپاره اپیل وکړو. په ۱۹۱۱ م کی ډاکټرعبد الغنی پخپل سپیناوي د زندان نه امیرحبیب الله ته لیک ورواستاو چی که هغه پارلیمان ته د کار موقع ورکړې وای نو ممکن د منګلو بغاوت نه وی شوی. د ده د قید موده ټوله ۱۱ کاله وه چې په دې دوران د هغه ۱۴ کلن زوی عبد الجبار په کابل کی ووژل شو. د عبدالغنی یو ورورغلام حیدرپه پنجاب کې خپله زمکه خرڅوله او قید وروڼو ته څه نا څه پيسې وراستولې. په زندان کې دغو درې واړو وروڼو د قران په حفظ، ددې انګریزي ژباړې او په شاعري وخت تیراو.
په ۱۹۱۹ م کې د امیر حبیب الله مستوفي د هندي استادانو د غرغرې امرجاري کړو خو امیر پرې دستخط نه و کړې چې څو ورځې وروسته پخپله لغمان کې د ښکار په خیمه کې ووژل شو. د ده زوی امان الله خان پرتخت د کیناستو سره ټول استادان خوشې کړل. مولوی محمد چراغ بیرته پنجاب ته لاړو خو عبدالغني او نجف علی د امان الله خان د شوری غړي وټاکل شول. محمد حسین جالندهري د تعلیم او نصاب د کتابونو مدیرشو. د افغانستان د اداره تصنیف و تالیف د ده ۱۳ کتابونه خپاره کړل چی ۵ يې ژباړې وې. په ۱۹۱۹ م کې د راولپنډۍ د خبرو لپاره ډاکټرعبد الغني د افغانستان استاځیتوب کوو. انګریزانو هغه ته د کمشنرعهده ورکوله خو دی د انګریز سره د کار نه کولو پخپل اصول ټینګ پاتې شو. په ۱۹۲۰ م کې کله چې عبد الغفار خان (باچا خان) کابل ته لاړو نو د خپلواکۍ لپاره د “پښتنو لیګ”( ډله) جوړکړو. د دې څوغونډې د ډاکټرعبدالغني په کورکی وشوې او د ترنګزو حاجي صیب هم پکې شامل و. د “لیګ” دغه نوم وروسته د هند مسلمانانو د خپل سیاسي ګوند لپاره وکاروو او “مسلم لیګ” يې جوړ کړو.
ډاکټرعبد الغني بیرته پنجاب ته لاړو خو ورور نجف علی يې کابل کی پاتې شو. د ده زوی عبد المجید نجفي او نمسی حافظ عبدالمجید د ظاهرشاه تر وخت په کابل کی و. کله چې نادرخان د افغانستان باچا شو نو هغه ډاکټرعبدالغني ته په انګرېزي ژبې د افغانستان د مستند تاریخ لیکلو دنده وسپارله. د دی لپاره افغانستان حکومت ورله ۲۵۰ روپي او ورور مولوي چراغ ته د معاونت لپاره د میاشتې ۷۵ روپې معاش ورکوو. دا کتاب په ۴ ټوکو کې چاپ شو. د دې نه علاوه هغه د مرکزي اېشیا تاریخ هم ولیکلو او څو نور يې وژباړل. دی د نادرخان په وخت هم افغانستان ته ورتلو او په ۱۹۴۳ م کې يې له نړۍ سترګې پټې کړې.
صفیه حلیم

سرچینې
۱. د مشروطیت غورځنګ په افغانستان کې. پوهاند عبد الحی حبیبي. ژباړن عبد القیوم حکیمزی. د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه. جرمني. ۱۳۸۳ ل- ۲۰۰۴ م. دانش خپرندویه ټولنه. ۷۵ او ۷۶ مخ
۲.ډاکټر عبد الغنی (جلالپوری) ۱۸۶۴-۱۹۴۳م. عبد القدیر نجفی. مکتبه معارف نجف. ملتان روډ لاهور. ۱۹۸۹م.
۳.تزک عبد الرحمانی. (اردو ژباړه) پروفېسر عزیز محمد بګټي- شاد خپروونکي. کوټه. ۱۹۰۴ م.۲۴۴ مخ
4. A Review. Political situation in Central Asia. Dr. Abdul Ghani. Khosla Bros. Lahore.
د خپریدو نېټه- ۱۵ دسمبر ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *