ګردنر لوښي
ګلابي، اناري یا نیلا رنګ چیني لوښي اوس هم د افغانستان په ډېرو کورونو کې شته چې په بیخ کې يې په فارسي “ګردنر” لیکلي وي. خلکو به روسي لوښي بلل.
د روس لومړۍ چیني لوښو کارخانې په ۱۷۴۴ م کې سینټ پیټرزبرګ کې کار پېل کړو چې یواځې شاهي ټبرلپاره يې کار کوو. په ټول یورپ کې هغه وخت د لوښودوه کارخانې یوه په جرمني کې او بله ویانا کې وه.
فرانسس ګارډنر(ګردنر) د انګلستان اوسېدونکې او په ۱۷۵۸ م کې د روس د باچا په بلنه ماسکو ته لاړو. دی مسلکي بینکر اود لوښو جوړولو په هنرنه پوهېدو. خو دی په ټول روس کې وګرځېدو چې د ښه کیفیت پورسلین (چیني) خاوره “کاولین” او “کوارټز” سرچینې پیدا کړي. په روس کې مسلکي کولالي په یو پوهنځي کې زده کېده. که چا د سوچا لوښو کارخانه پرانسته نو هم دغه پوهنځي به ورته ” جواز” ورکوو.
په ۲۴ فروري ۱۷۶۶ م ګارډنر له دغه پوهنځي اجازه واخیسته او د ماسکو سره نزدې ” ډیمیټروو” ولسوالۍ په “وربیلکي” کې يې خپله کارخانه جوړه کړه. ده خپل مشر زوی یورپ ته واستاو چې د لوړمعیار جرمني او فرانسوي لوښو نمونې راوړي. په ۱۷۷۰ م کې هغه خپلې کارخانې ته روسي کولالان وګومارول. د دوی د روزنې لپاره د جرمني یو هنرمند “یوهانس کېسټنر” راوبللو. هغه د روزنې نه علاوه په کارخانه کې د روس شته منو لپاره ګران بیه لوښي هم ډیزاین کول. په ۱۷۷۵ م کې ده د ۵ کاسو یو سیټ جوړکړو چې ورباندې د روس او ترکي د جنګ (۱۷۶۸- ۱۷۷۴م) نندارې انځور وې. دغه سیټ د شاهي لوښو په پرتله ښه کیفیت نه لرلو خو یو نوښت و.
د ګارډنر په لوښو جرمني او فرانسوي ډیزاین جوړېدل چې کاسني (پرپل) او طلاي رنګ يې لرلو. د روس ایمپراتور “کاترین” د لوښو شوقینه وه او کله چې د خپل زوی پال لپاره یوه ماڼۍ جوړوله نو د نويو لوښو ټېکه ګارډنر ته ورکړې شوه. په دغه سیټ کې ۱۵۰۰ کاسې، غورۍ، قابونه، د میوې طشتونه، پیالې، د چایو او کافي چاینکونه او ګلدان شامل وو. د دې لوښو شین او فیروزي رنګ د ګارډنر نوم هرځای ډنډوره کړو. د ګارډنر په کارخانه کې د ډول لپاره وړې مجسمې هم جوړیدې چې جرمني نه يې کاپي کول. د ښکارنندارې، د مڼو یا د خرېړو ټوکرۍ، د وړې جینې مجسمه چې ګل به يې په لاس کې نیولې و او دغسې د ډول توکي نوابانو اخیستل. په ۱۹ پېړۍ کې د نپولین نه د جنګ ګټلو په ویاړ د ګارډنر په لوښو د دې بریاو انځورونه جوړېدل. د چاپ د اسانتیاو سره د روسي اشرافو فیشن هم بدل شو. دوی په لوښو د کروند ګرو، اهنګرانو، کولال، ننداف او د مزدورانو انځورونه غوښتل. د پوځیانو او کروند ګرو د کوټ رنګونه به په نیلا او فیروزي رنګ کې جوړېدل او بټنې به يې طلاي رنګیدې.
دغه شهرت په مرکزي اېشیا کې مسلمان امیرانو ته هم ورسېدو. هلته د ژوندي وجود انځورونو ممانعت و نو د ګارډنرهنرمند ورته د ګلونو یوه دسته په شوخ ګلابي رنګ لوښو انځور کړه. په روسی لوښو به د اشرافو نوم او مونو ګرام ټاپه کېدو. خو د مرکزي ایشیا لپاره جوړ شوي لوښو د ګارډنرنوم په روسي کې ولیکل شو. دغه مونوګرام یو تاج او دوه څانګې په یو کاسني فیته سره تړلي وو.
د ګارډنرپه شهرت د ماسکو په ” ژېل” سیمې کې وړو کارخانو د هغه له لوښو ډیزاین کاپي کول. دوی په روس کې دغه لوښي نشول خرڅولې نو په پټه به يې مرکزي ایشیا ته وراستول. د لوښو بازار تودولو لپاره دوی په عربي ټکو “ګردنر” ورباندې ټاپه کول. د جاپان کارخانو چې ترهغې په نړۍ کې خپل لوښي ګران خرڅول، د “ګردنر” له شهرت ګټه واخیسته او پخپلو لوښو يې هم دغه نښه وهله. د کابل په بازار کې د ګردنر لوښي اصل کې په جاپان کې جوړېدل. دوی د ګلابي نه علاوه، نیلا او زرغون رنګونو کې هم سیټونه جوړول چې له نورو به ګران وو.
سوچا (چیني) لوښو کې ډوډۍ خوړل یواځې باچاهانو خپل حق ګڼلو. د چین او جاپان ایمپراتور و او که د روس زار، د هند مغل وو او که د یورپ نوابان، ټولو په دې معامله کې یو زهنیت لرلو. ګارډنر پخپلې کارخانې کې دا زهنیت ختم کړو او عامو خلکو ته يې سوچا لوښي جوړ کړل. هم هغه راهیسې د ده نوم د چیني لوښو سمبول شو. په ۱۸۹۲ م کې ګردنر په کاروبار کې تاوان وکړو او خپله کارخانه يې په یو روسي خرڅه کړه. د روس د انقلاب نه وروسته د کارخانې نوم “ډیمیټروف” ښار ته واړول شو. دلته د ولس لپاره ارزان او ورسره ګران بیه لوښي دواړه جوړېدل.
د ۲۰ پېړۍ په وروستیو کې کمیونزم د سقوط نه وروسته دغه کارخانې ته بیا خپل نوم ” ګارډنر” یا ګردنر ورکړې شو او اوس هم پکې لوښی جوړېږي.
صفیه حلیم
د نیلا پیالۍ د عکس لپاره د یاسمین حسین مننه.
د خپریدو نېټه-۱۹ دسمبر ۲۰۱۷ م