دهند په لویه وچه کې په یو زیارت یا خانقاه خلکو ته وېړیا ډوډۍ ورکول “لنګر” بلل کېږي.
دا دود کله نه پېل شو، معلومه نه ده خو د بودایی او برهمني دین “دهرمشاله” یا “دهرم ستره” د عبادت ځای سره نزدې هغه ځای و چې پکې مسافرو یا زیارت کوونکو ته ډوډۍ او د شپې تیرولو ځای مفت ورکړې کیدو.
په ۷ میلادي پېړۍ کې چینایی راهبانو د هند په لر و بر کې په بوداي خانقاو کې داسې پخلنځي ولیدل چې خلکو ته يې ډوډۍ پخوله. د مسلمانانو د راتګ سره په هغو زیارتونو د “لنګر” دود پېل شو چې نامتو مشایخ پکې خښ وو. په ډېلي کې د نظام الدین، اجمېر کې غلام محی الدین چشتي، د لاهور علی هجوېری، د ملتان بهاوالدین او فرید الدین ګنج شکر نه علاوه ډېرو نورو مزارونو کې یا هره ورځ او یا په اوونۍ کې یو ځلې لنګر وېشل کېږي. د سیکانو ګورونانک هم دغسې لنګر جاري کړې و چې اوس په ډېلي کې ددوی لویه ګوردواره هره ورځ ۵۰ نه تر ۷۰ زرو خلکو ته لنګر ورکوي. د امرتسر په ذرین معبد کۍ یو لک خلک هره ورځ لنګر خوري. هلته ټول کارکوونکي عام رضاکاران وي.
د پښتنو په سیمه کې هغه لوی مشایخ چې پخپل ژوند کې يې لنګر وېشلو، له مړینې وروسته هم د ده ځای ناستو یا اولادونو دغه دود په ځای ساتلې دی. د “هډې ملا” لنګر چې هغه پخپل ژوند کې پېل کړې و، تر اوسه روان دی. هم دغسې د رحمان بابا د زیارت لنګر چې هره ورځ ۱۰۰ شا و خوا خلک پکې ډوډۍ خوري. په نوښار کې د ” کاکا صیب” لنګر، د څمکنو د ” میا عمر” لنګر کې هم بې وزله خلک ډوډۍ خوري.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۷ دسمبر ۲۰۱۷ م