بهاماله


په ۲۰۱۷ م کې د پښتونخوا په هریپورکې د نیروانه په حال د بودا ترټولو لویه مجسمه وموندل شوه.
دغه سیمه “بهاماله” نومېږي او په ۱۹۲۹ م کې جان مارشل او سفیان ملک دلته په لومړي ځل کیندنې وکړې. کال وروسته دوی پکې د صلیب (اهرام) په شکل یوه سټوپا او نور بودایی توکي وموندل. دغسې ډول سټوپا یواځې د بودا په ویاړ جوړېده او د هغه یو تبرک به پکې ایښودل کیده. جان مارشل په ۱۹۳۰ م کې اندازه لګولې وه چې دغه کنډوالې د ۱۲ میلادي پېړۍ دي. وروسته د یونیسکو له خوا دغه ځای د نړۍ وال میراث اعلان شو. له ۲۰۱۵ م د خیبر پښتونخوا د لرغون پوهنې څانګې دلته بیا پلټنې پېل کړې او اخر دوه کاله وروسته د سټوپا لویدیځ کې په یوه خونه کې د غځیدلې بودا (مهاپاری نیروانا) مجسمه وموندله چې مخ يې ختیځ لوري ته و. دغه مجسمې لپاره یو ۱۵ میټر اوږد پلیټ فارم (دکانچه) جوړه وه. مجسمه ۱۴ میټر(۴۸ فټ) اوږده او سريې ورک و خو په تش ځای کې د غبرګې سپوږمۍ هالې جوړې وې. دا ډول جوړښت په ګندهارا کې پخوا چرې نه و موندل شوي. په سټوپا کې د خزانې په لټون د غلو د لاسه ورانې شوې وچې د مجسمې ګس لاس او پښې ته يې زیان رسولې و.
د مجسمې سره د بودا واړه خټین سرونه هم پراته و. د خټو نه مجسمې جوړول او بیا دا په اور کې پخول په ۳ میلادي پېړۍ کې رواج شول. د دې نه وړاندې مجسمې به يې له تیږو جوړولې. د سټوپا چاپېره ۱۹ نورې وړې سټوپې هم رابرسیره شوې چې د منښتې (نذر) لپاره به خلکو له خوا جوړیدې. د دې نه علاوه ۵۱۰ نورو توکو کې د اوسپنې میخونه، کونډی، د دروازو بندونه، د ویښتو کلپونه، د مسو توکي او ۱۴ د وروستی کوشان دورې (۴ او ۵ میلادي) سکې شاملې وې. په عقیق د هندوانو لکشمي دیوي نقش لرونکي مهرونه يې هم پیدا کړل. په دغو توکو د کشمیري جوړښت اغیز لیدل کېږي. پخپله دا اهرامي سټوپا د کشمیري سټوپو ته ورته دی.
بهاماله د ټیکسلا یوه برخه وه خو ددې له نورو ښارونو توپیر لري. د پخوانو څېړنو د نتیجو برعکس دلته په ۳ میلادي پېړۍ کې بوداي عبادت ځای جوړ شو. دا په دې سیمه کې د کوشاني واک اوج و. سره له دې چې د ټیکسلا له خوا اداره کیدو خو د اباسین په لویدیځه غاړه د موقعیت له کبله په غرونو کې کشمیر ته زیات نزدې و. ښایی د دې ځای هنرمندان له هغه ځای ورغلې وي. هغه امریکای لرغون پوهه پروفیسر ډاکټرمارک کینویرچې په اوسني څېړنه کې شامل دی، د ژوندو توکو(لرګی-ټوکر-هډوکي) نمونې د کاربن تحلیل لپاره له ځانه سره وړي دي. له دې به معلوم شي چې دا ځای په لومړی ځل کله اباد شو.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۱۲ جنوري ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *