ولور- واج او بدل
ولور هغه پېسې، سره زر، پسونه او مال وي چې یوې جینۍ د واده په وخت د هغې پلار، نیکه، تره یا ورور د زوم نه اخلي.
ښځې لکه د پسونو خرڅول د قبیلوي ژوند یوه برخه وه. په هغه ټولنه کې ښځې، لکه د څاروي په یو بل خرڅول چې درانه کارونه يې کولې شول، لکه اوبه راوړل، لرګي پرېکول، غوجل پاکول او داسې نور. څومره چې جینۍ په کار کې تکړه وه، هغه هومره لوړ ولور به يې ورته ټاکلو. د پیغلې، کونډې، ښایسته او د بدرنګې د ولورخپل حساب وي.
“واج” د ولور هغه ډول دی چې منقول او غیرمنقول شیان د نغدو په بدل کې ورکوي. لکه د پېسو په ځای پسونه، غوا میښې او یا زمکه. دا زیات په کوچیانو کې رواج لري.
داج یا دهېج د هند په لویه وچه کې هغه کالي پتري او د کور توکي وي چې ناوې ته د واده په وخت د هغې پلار ورکوي. د هند په پښتنو کې دغه رواج اوس هم شته.
د ولور نه ځان خلاصولو لپاره یوه لاره دا وه چې د “بدل” ودونه وشي. یو هلک چې ولور نشي پوره کولې نو په بدل کې د ناوې ورور ته خپله خور ورکړي. که د جینۍ ورور نه وي نو پلار ته يې په نکاح کړي. په افغانستان کې د جنګونو په وخت داسې هم کېده چې دوو سپین ږیرو خپلې لوڼې یو بل ته په نکاح کړې. یا یوځوان خپله کونډه مور د خپلې ناوې پلار یا مشر ورور ته په بدل کې ورکړه.
پښتانه چې مسلمانان شول نود شرعي ” مهر” حکم وشو. “مهر” د ښځې حق وي او هغه يې پخپله خوښه ټاکلې شي. پښتنو دغه مهر د “ولور” سره برابر کړو او د ښځې خرڅول هم هغسې پاتې شو. د دوی په قبیلوي ژوند کې د ښځې مقام د بدلولو لپاره جرګې هیڅ رول نه دې لوبولې ځکه واده یو شخصي معامله ګڼل کېږي. عجیبه خبره دا ده چې ډېر لوستي او روڼ اندي خلک هم ولورته بد نه وایی. ان تردې چې تعلیم یافته ښځې هم کله کله ډېر په ویاړ وایی چې زما ولور دومره و، ” زه يې مفته نه یم ورکړې”. په هرې ټولنې کې داسې ناوړه رواجونه وو چې د وخت په اوږدو کې يې د بدلولو لپاره ګامونه اخستي دي. تر ټولو مهم رول د پارلیمان وي چې د بې انسانیته رواج د مخنیوي لپاره قانون جوړکړي.
د انسان خرڅول یا د هغه بیه ټاکل د انسانیت سپکاوی دی.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۲۰ جنوری ۲۰۱۸ م
صفیه حلیم خور ډیره مننه درڅخه کوو چې هر وخت تاسو هیوادوالو ته ښایسته معلومات خپاره کړي دي