په سانسکرت کې اپیم ته “ردهي” او “هردیه” وایی چې د جادو لپاره به دا نوم کاریدو. په پښتو کې “رېدي ګل” هم دغه سانسکرت نه راوتلې تورې دی چې مانا يې ” جادوی ګل” کېږي.
“رېدي ګل” د نړۍ هر ګوټ کې را ټوکېږي. خشخاش (د اپیموتخم) ۵۰۰۰ کاله پخوا د کاڼي زمانې استوګن ځایونو کې هم وموندل شو. د سویتزرلینډ-جرمني او اسپانیې په ۱۷ لرغونوهدیرو کې ۴۲۰۰ ق م اپیمو ډوډه رابرسیره شوه. تراوسه څوک په ډاډ نشي ویلې چې د اپیمو په نشه انسان کله خبرشو.
داسې اندازه ده چې د میسوپوټیمیا خلکو په ۳۴۰۰ ق م کې په لومړی ځل د دې ځنګلي بوټي په کرلاس پورې کړو. د سومیریا خلکو به اپیم د “هلګل” یاني د خوشالۍ بوټې په نوم یادوو. د یونان د ځینو اسطورو په سر د ریدي ګل تاج یا په غاړه امیل و. په ۱۳۰۰ ق م کې د لبنان خلکو اپیم په کشتیو کې یونان، قبرص، کارتیج ته د خرڅ لپاره وړل. له دې ۲۰۰ کاله وروسته په قبرص کې هم اپیم کرونده پېل شوه او د دې شیره راټولولو لپاره د تېره څوکې چاقوان جوړیدل.
لومړیوانسانانو اپیم په مذهبي نمانځنو کې کارو او ملایانو به د ناروغۍ یا درد د ختمولو لپاره د یوې معجزې په توګه خلکو ته ورکوو. په مصر کې به اپیم یواځې ملایانو، جادوګرو او جنګیالو کارولې شو. یوناني حکیمانو به اپیم اېشول او ناروغ ته به يې د دې لوخړه په پوزه د راښکلو ویل. کله به يې په پومبه کې تاو په غاښ کې ورته کیښودو چې لیاړو کې حل شي. د درد ځای یا په زخم به يې په ټوکر کې تاو تود اپیم ټکور ورکوو. د “هیملاک” زهرژن بوټی سره به يې اپیم ورګډ کړل چې مجرم به يې پرې وژلو. دا باورهم و چې اپیم د زهرو درملنه ده.
ابن سینا پخپل کتاب “القانون فی الطب” کې د اپیمو د ګټو سره دا یو ذهرژن بوټې ګڼي. دا د کولرا، نس ناستي او هم دغسې د ټوخي، نمونیه، سل دق، ساه لنډي، روماټیزم او د اعصابو تکلیف یا بې خوبۍ لپاره اکسیر ګڼلې شي. که د خفګان مریض يې وخوري نو لږ وخت پرې خوشاله وي. کله چې د دې اغیزختم شي نو بیا مریض لا زیات خفه وي، غصه او نورحالتونه ورته پیدا کېږي.
دا د نړۍ یواځینې بوټې دی چې په میلینونه انسانان پرې وژل شوي دي. خو هم هغسې د بې شمیرو انسانانو ته يې نوې ژوند ورکړې دی.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۸ جنوري ۲۰۱۸ م