سینځل


د سرو بیرو رنګ، شکل يې د زیتون او چې وې خورې نو د خوږو وچو اوړو خوند لري.
سینځل په اروپايي ژبو کې روسي زیتون یا “اولیسټر” نومېږي. په فارسي کې سنجد، په چترالي کې “سنجور” په بلتي کې “سارسنګ” په ګیلګتي کې “غونډاور” او په شینا کې “ګونېر” نومېږي.
دا د زیتون د ټبر ونه ده چې په وچوغرونو کې پخپله راشنه شي خو د ونې یو قلم نه هم بل بوټې جوړېږی او ډېرې اوبه نه غواړي. دا ونه ټول کال شنه وي او څاروي د دې پاڼې په شوق خوري نو ځکه مالدارۍ لپاره کرل کېږي. د دې درې قسمونه دي چې د حجم او رنګ په حساب يې خلک پېژني. تر ټولو لوی میوه يې خلک په ژمي کې د خوړلو لپاره راټولوي. د سینځل ونه په اوړي کې ګل سمسوروي چې د شپې يې خوشبوی تر لیرې خپور وی. ددې وچ ذیړ ګلونه خلک په کورونو کې د خوشبوی لپاره ساتي.
د شاتو مچۍ سینځلو په ګلونو مړېږي نو ځکه “ګبین ګر” يې پخپلو باغونو کې کري. د سینځل میوه په ډېرو ځایونو کې ضایع شي ځکه د نورو میوو په شان اوبه یا خوند پکې نه وي. د دې بوټې ژر وده کوي او په لږ وخت کې هر ځای راټوکیدلې وي نو ځکه باغبانان يې په کنټرول کې ساتي.
په دودیزه توګه د غرونو خلک سینځل د دارو په توګه کاروي. د وچ ټوخي او د مرۍ (ستونې) د ناروغیو لپاره درمل ګڼي. په ژمي کې د ساه لنډۍ ناروغانو ته د غوزانو سره سینځل یوځای خوړلو لپاره ورکوي. د وچو پوندو، لاسونو او د مخ د پوست غوړ ساتلو لپاره د سینځل مېده ګیټکې (هډوکې) په تیلو کې ګډ کړي او د کریم په توګه يې کاروي. په ایران کې د بندونو د درد (روماټیزم) مریض ته اوړه شوي سینځل په شودو کې خواړو لپاره ورکوي. د نوروز په موقع د “هفت سین” په دسترخوان هم سینځل ږدي. سینځل د افغانستان نه علاوه، روس، آسټریلیا او شمالي امریکا کې هم کېږي. زمونږ په سیمه کې د سینځل په اړه نورې ساینسي څېړنې پکار دي چې خلک ترې ګټه واخلي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۰ فروري ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *