د بلخ ولسوالۍ نه ۴۰ کلومیټر شمال لوېدیځ کې د یو پخواني ښار کنډوالې لږو خلکو لیدلي دي.
په ۱۹۶۹ م کې روسي او افغان لرغون پوهانو د آقچې سیند نه ۲۰ کلومیټر شمال ختیځ په جوزجان ولایت کې هغه سیمه وسپړدله چې ” دلبرجین” نومیده او تر ۱۹۷۷ م دلته د دوو زرو کالو تاریخ يې رابرسیره کړو. د دلبرجین بنسټ د پارس هخامیني باچاهانو( ۵۵۰ نه تر۳۳۰ ق م) په ۵ ق م پېړۍ کې د یو دفاعي کلا په توګه کیښودو چې ګول شکل کې جوړ و. د اسکندرحملې نه وروسته دا د هغه سیمې د حاکم استوګنځای شو.
“یوکریټایډس” د ۱۷۱ ق م نه تر ۱۳۵ ق م د یونان باختر یو مهم باچا و. په ۱۵۰ ق م کې ده یو ښار د “یوکریټیډیا” په نوم اباد کړو چې ممکن هم دغه دلبرجین و ځکه ښار په دودیزه یوناني مستطیل شکل کې د ګول کلا چاپېره جوړ و. ددې په جنوب او ختیځ کې د پخسه (خام) خښتو جوړ یو بل سره نښتي د خلکو کورونه و چې د ښار مرکز، معبد او ماڼۍ ته يې لاره وه. په شمال ختیځ کې عبادت ځای او د دفاعي دېوال نه بهرخندق و. په دیوال کې د غشي ویشتلو لپاره سوري، او په فاصله کې ورباندې د څار لپاره څلورګوټیزه کوټې جوړې وې. په لومړی میلادي پېړۍ کې د کشان واکمن(ویما) له خوا د پخواني دیوال نه بهر ۸-۱۲ میټرغټ او ۱۵-۲۰ میټر لوړ یو بل دېوال جوړ شو چې هم هغسې د څار برجونه يې لرل.
د دلبرجین معبد د یونان باختر دورې له رنګین انځورونو ښایسته کړې شوې و. په یو دیوال د ۲ یا ۳ ق م دغبرګولي اسطورې نقش و چې روم او یونان د دین نښه وه. کیدیشي دغه معبد په لومړی سر کې د یونان د “غبرګولي وروڼو” په ویاړ جوړشوې وي. د اغزنو اوږدو پاڼو نقشونه هم وو چې په منځ کې دوه زمري یا غوایان جوړ او یو طلسمي مارغه د دوی د پاسه الوتلو. په یو دېوال د برهمني دین شیوا او پاروتي سره سره د “نندني” غوایی انځور د ۵ میلادي پېړۍ نه پاتې و. د برهمني دین دغسې نقاشي د تاجکستان په پنجکنت کې هم رابرسیره شوه. په سپین، تور او سور رنګ کې دا انځورونه وروسته په بودای دین کې هم ورګډ شوي وو. د خټو په رنګ کې به يې چونه او د بوټو سلېخ ورګډو. هم هغه وه چې کله سلیخ ورژیدو نو رنګونه هم ورسره پریوتل.
په ۷ میلادي پېړۍ کې د چین راهب خوان زانګ پخپلو یادښتونو کې د “تپوسه” ښار ذکرکوي چۍ کیدېشي د دلبرجین پخوانی نوم و. د بلخ نه وروسته په دلبرجین کې لوی شمیرخلکو ژوند کوو. هم هغه وه چې د ښار له دیوالونو بهرهم بې شمیره ودانۍ جوړې شوې. هلته د یو تنور نښې شته چې خټین لوښي به پکې جوړیدل. د مجسمو ټوټې او ځینې سکې هم وموندل شول.
د دلبرجین تر ټولو مهم هغه ډبرلیکونه وو چې ورباندې باختري ژبه په یوناني لیکدود ولوستل شوه. خو څه تاریخي معلومات اخیستل ترې ناممکن وو ځکه مات او سولېدلي وو. په یو باندې یواځې د کشان باچا “ویما” نوم لوستل کېدو. په یوې ډبرې ۱۰ لیکې او د ۲۰۰ نه تر ۲۲۰ ټکي د لوستلو وو. ” د غښتلیو، شاهانو شاه لوی ویما (تکپیسو) کشانه، د سمې لارې بادار دغه انځور “اویسو” (خدای) ته جوړ کړو. ده په کلا کې مېشت او د هغوی ملا ته، چې دلته د ښکار مشردی، امر کوي چې خانقاه ته هر څوک ورتلې شي، عبادت دې په خپل دود تر سره کړي.”
په بل ډبرلیک، ۲۴ کرښې دي او په هر یو کې ۵۰ ټکي دي. ښایی ټول به ۱۲۰۰ ټکي وي چې په باختر کۍ تر اوسه دومره زیاته لیکنه په یو ډبرلیک هم نه دي موندل شوې. داسې ښکاري چې د کلا اوسېدونکو به د دېوال نه بهر له یوې چینې اوبه اخیستې چې یوه “باولۍ ” ورسره جوړه وه. خو یو وخت دغه اوبه وچې شوې یا د چینې نه خلکو ویالې وکیندلې نو په کلا کې دننه د اوبو کمی پیدا شو. بیا د ویما باچا په امر په کلا کې ورته کوهی وکنستل شو. له دغې کوهي به اوبه په خپل واراخیستل کیدې. په لوی ډبر لیک د دغې پیښې تاریخ دی.
د نیټې او د باچا د صیفت نه وروسته لیکلي دي چې، ” دلته اوبه ډېرې وې خو خلک يې پاک نه وو، نو ځکه “اوویسو” خدای ترینه کډه کوله. بیا د پخوانۍ چینې نه د اوبوایستلو لپاره د “اوجېنی” نه مسلکي خلک راوستل شول. د”مودېن” په سرپرستۍ دلته کوهی وکنستل شو. د پخوانۍ چینې نه تر کلا يې اوبه واړولې او دا کوهی پرې جوړ شو. د سمې لارې باچا “ویما” د پاکو اوبو ورکولو لپاره “لیاګو” مشر (میرآب) وټاکلو. ویما زباني دا امرهم کړې دی چې زما د چینې نه به څوک ویاله نه وباسي ځکه په دې به د اوبو بهیرکم شي. ” اوخموداني” ملا به د باچا لپاره ددې کار څارنه کوي. د تجارانو مشر دا باچا ته ورډالۍ کړل. ”
دا متن څو خبرو ته اشاره کوي. یو دا چې د اوبو وېش یوه ستونزه وه چې حل شوه. دوېم د کوهي د کنستلو لپاره يې د هند د مدهیا پردیش ” اوجېن” نه مسلکي خلک ورته ولیږل. د چینې اوبه له زمکې راووځي او هر څوک د دې لاره نشي معلومولې. د کوهي جوړول هم د هر چا کار نه دی. د هغه وخت په ټولنه کې د میر آب، ملا او د تجار حیثیت پرې واضح کېږي. تجار د کوهي جوړولو لګښت ورکوي، میرآب يې په خلکو وېشي او ملا يې څارنه کوي.
دلبرجین د هغه تمدن یوه بیلګه ده چې پکې د هر دین خلکو په ارام ژوند کولې شو.
صفیه حلیم
سرچینې
۱. د مرکزي ایشیا د تمدن تاریخ. دوېمه برخه.یونیسکو خپرونې ۱۹۹۶ م. جې. هرمتا. ۴۲۲ – ۴۲۵ مخ.
۲.د افغانستان د ملی میوزیم کیټلاګ.۱۹۳۱ م نه تر ۱۹۸۵ م. ټیسوټ فرانسس.یونیسکو خپرونې.۲۰۰۶ م
۳.د لرغونې افغانستان ګزیټېر. ۱۹۸۲ م. واریک بال. ۲۶۵- ۲۹۵ مخ.
د خپریدو نېټه- ۱۸ فروري ۲۰۱۸ م