د چین تر ټولو پخوانی کتاب چې پکې د ۲۵۰۰ کلونو نه زیاتې مودې تاریخ او تبصرې لیکلي دي، “آی چینګ” یا “آی جینګ” نومېږي.
دا کتاب د ۱۰۰۰ او ۷۵۰ ق م ترمنځ د چین په لوېدیځ کې د “ژو” سلطنت د مذهبي چارو رهنما و. د ۵۰۰ ق م نه تر ۲۰۰ ق م پورې کله چې په چین کې کورنۍ جنګ روان و، دغه کتاب کې د کایناتو، د ستورو او لمر په اړه معلومات ورزیات شول. په دې کې یو لړ فلسفیانه تبصرې ولیکل شوې چې ” ۱۰ وزرې” نومېږي. په ۲ ق م پېړۍ کې په ۵ کلاسیک کتابونو کې آی چینګ هم شامل و.
په ” آی چنګ” کې یو ډول د پال کتلو طریقه کاروي چې د ۹ پورې شمیرو نه ۶ نمبر پخپله خوښه وټاکي. دغه شمیرې د شپږو اړخونو ستوري (هیکساګرام) شکل کې په داسې ترتیب کېږدي چې د ” وېن باچا ترتیب” نومېږي. لومړي دوه هیکساګرام “چیان” او “کون” د اسمان او د زمکې نښې وې. د دې هدف خپل ځان، نړۍ او د تقدیر په اړه پوهه وه. دغسې هره شمېره یو نوم لري او دغه نومونو په یو ځای کولود دې مانا په کتاب کې لټوي. د هرې نښې نه د یو نه زیات مانا راووځي. هم دغه علم د پښتنو په سیمو کې د “تعویذ، ساختونو او د کوډو په شکل کې اوس هم رواج لري.
په آی چینګ کې لیکلې معلومات له پېړیو راهیسې د بحث او ناندریو وړ وو. د دې متن زیات وخت د اخلاقیات او د ښو کړنو لپاره یو رهنما ګڼل کېده چې د کنفیوشس او د “ټاو” دین بنسټ جوړوي. د ګڼوعقیدو، کاروبار، ادب، هنر او روان پوهنې بنسټ، د دې کتاب په اخلاقي فلسفې ولاړ دی. په چین کې د ” یینګ” او “یانګ” (منفي او مثبت) ځواک د ژوند په هر ډګر کې مهم ګڼل کېږي او د دې سرچینه هم د آی چینګ نه اخیستل شوې ده.
په آیچینګ کې د “مېټا فزیکس” (ما بعد الطبعیات) په اړه معلومات په لوېدیځ کې د عالمانو لپاره په زړه پورې وه. زمونږ له سترګو پناه هم یوه نړۍ ده او په هغه کې نورمخلوق وسي. دغه باور ځینو نورو مذاهبو کې هم شته چې مسلمانان ورته د “نوري” او “خاکي” نومونه ورکوي.
د دې کتاب ترټولو زوړ متن د بانس (بمبو) په لرګي لیکل شوې د د ۳۰۰ ق م نه پاتې ده. دا په ۱۹۹۴ م کې رابرسېره شوه او شنګهای میوزیم کې پرته ده.
د چین نه علاوه آیچینګ په جاپان کې هم شهرت لرلو او ۱۵۰ مختلفو بڼو کې ولیکل شو. د دې ترټولو لومړې ترجمه په ۱۷۳۰ م کې لاطیني ژبې کې وشوه چې سل کاله وروسته جرمني ته واړول شوه. په ۱۹۲۳ م کې د دې وروستۍ جرمني ژباړه ترټول اغیزمن ګڼلې شي چې وروسته بیا انګریزي ته هم واړول شوه.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۲۶ فروري ۲۰۱۸ م