تاسو کې ډېر به اوس جغ نه پېژني. ځکه چې “کولبه” يې نه ده لیدلې. كه کولبه هم نه پېژني نو غنم او جوار يې نه دي لیدلي. او اوړه نه پېژني ځکه تیاره ډوډۍ (برګر) له بازاره راوړي.
که څوک جغ نه لږ خبر دی نو هغه بیا جغونډی نه پېژني.
د پښتو دغه متل مې په یو مضمون کې ولوستلو چې که “جغ نه شې نو جغونډی خو به شې. خدای شته د کلي غوایی راته رایاد شول. یو “برګی” او بل ” توری” نومیدل. جغ هغه لوی لرګې و چې ورلاندې دواړه غوایی ولاړ وو. دغه جغ سره به “یوه” او د یوې سره ” غاښوره” نښتې و. غاښوره د لرګي لوی لوی غاښونه وو چې خاوره به يې اړوله. د یو غوایی سره هم “کولبه” کېده چې د یوې سره به يې “ماله” تړلې وه او لکه د تیره رمبي به يې خاوره اړوله.
د جغ لپاره به يې د ولې (بید) لرګی کاروو ځکه دا به سپک و. خو یوه به يې د توت یا د شوي نه جوړوله، ځکه هغه به دروند او کلک و.
جغونډی به هم د سپک لرګي نه جوړو و چې جغ ته به يې اچولې و او د دواړو غوایانو سرونه به ترې بوټ راوتلي وو.
جغ د انسان خېټه مړوله نو ځکه د کار شی و. هغه کس چې کسب يې زده و یا کار به يې کولې شو، جغ په شان و. هغه چې دومره تکړه به نه و، نو ورته به يې ویل چې که جغ نشوې نو جغونډې خو به شې. یاني هغه هم د کار شی دی.
صفیه حلیم
سرچینه- د مشتاق مجروح یوسفزي مضمون ” باد” پاڅون مجله. جنوری- فروری. ۲۰۰۷ م