جمامه یا جومیا په افغانستان کې “ترتیزک” نومېږي. د دې پاڼې پلنې او لږ ترخې وي نو د نور ساګ (سابه) لکه شړشم او پالک سره یو ځای پخوي.
جمامه د ګوپي (ګلپي) د ټبر بوټې دی چې په یو نیغ کاسني ډنډر ولاړ، څانګې نه لري او پاڼې يې لږ سپین بخن وي. د دې وړوکې سپين-کریمي ګل چې ورژېږي نو وروسته یو وړوکې پلۍ کې د شړشم په شان زړي وي چې رنګ يې سور او بیا تور شي. دغه زړي تر ۵۰ في صده غوړ لري چې په هند کې ترې غوړ وباسي او د “تارامیرا” تیل په نوم کارېږي.
د جمامې لاطیني اروپای نومونه “یوریکه” او “روکوله” یا براسیکه دي. انګریزي کې “راکټ” په هندي کې ” تارامیرا” او په عربي کې ورته “جرجیر” وایی. دا بوټې ډېرې اوبه نه غواړي. دا د مراکش نه واخلې تر سوریا، لبنان او ترکي په خواړو کې کارېږي.
په میداني سیمو کې د دې بوټې د ژمي په سر کې کري او سپرلی کې راټولوي. په غرونو کې دا سپرلي په سر کې کري او بیا د اوړی په اخر کې يې راټولوي.
د جمامې غوړ د بندونو درد لپاره مالش او د ویښتو د سپږو وژلو لپاره کارېږي. خو بوي يې سخت تریخ وي نو ځکه خلک يې نه خوښوي.
د روم او یونان شاعرانو د جمامې په اړه قصیدې لیکلي دي. هلته داسې باور و چې د جمامې ساګ جنسی توان زیاتوي. هم دغه باور وروسته مسیحیت ته هم کډه وکړه او پادریانو په راهب خانو کې د جمامې په کرلو بندیز ولګوو.
جمامه په پښتو ولسي سندرو کې هم یادېږي.
جمامې وخت د دیدن تیر شو،
په اوردې پریوځه دا شینکي زیړي ګلونه
جمامې بوټې دې لوی مه شه،
چې ټولوم دې زړه مې کاندی ازارونه
زه به یې څنګه ټولومه جمامې!
تا ولې دانې کړې دي، وړې وړې
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲ اپریل ۲۰۱۸ م
جمامه تراتیزک نده جرجیر او تراتیزک ځانته شی دی او جمامه ځانته او ترامیرا لا پکی دریم شی دی