هاتي دره


د مالاکنډ او د مورې غرونو په منځ کې یوه دره او بانډه د “شاه کوټ” په نوم مشهور دي. ددې بانډې په جنوب لوېدیځ کې د زلم کوټ (زلمی کوټ) سره نزدې “هاتي دره” (پیل دره) ده. دا د غرونو په منځ کې ۶ میله لاره تنګه لار ده چې پلن والې يې ۷ میټړ نه زیات نه دی. یو روایت دی چې د غرونو په منځ کې دغه لار په کشان باچاهانو په وخت کې د هاتیانو د تګ راتګ لپاره جوړه شوه. دا هاتیان به بره د غره په سر د باچا ماڼۍ ته سامان ورلو. په غونډۍ د هغه وخت د کلا نښې اوس هم شته چې په تیږو تراشلې یو لوی میدان لري. په دغو تیږو کې جوړ سوري د ستنو لپاره وې چې دوېم چت پرې ټینګ و. د کلا چاپېره د تیږو حفاظتي دېوال او د اوبو لپاره یوه وړه ویاله جوړه وه چې پکې د پخې خټې پایپونه لګول شوي وو. د کلا نه شا و خوا شنې درې او د “پلۍ” کلې ښکاري.
شاه کوټ د کشان وختونو پاتې نوم دی چې د کنشکا په وخت په ۴ میلادي پېړۍ کې اباد و. د خټو پایپونه دلته د یو پرمخ تللي تمدن نښه ده چې د بره چینو اوبه يې ښکته په خلکو وېشلې. د مردان او تخت بهۍ نه مالاکنډ او سوات ته ورتلونکي بودایی زایرین به دلته هم ورتلل. دا یواځینی لاره وه چې سوات يې د شا و خوا نورو سیمو سره نښلوو.
په ۱۸۹۶ م کې د انګریزانو له خوا سوات ته د نوي سړک جوړېدو وروسته چې ورباندې د دوی پوځ دیر او چترال ته ورتلل، دغه لاره متروک شوه. د دې لارې د لرغونتوب په اړه لومړي ځل د مهاراجه رنجیت سنګ یو جنرل “کورټ” په ۱۸۳۹ م کې لیکنه وکړه. ځایی خلک وایی چې دلته د بودا د قدم نښې هم وې چې خلک به يې زیارت ته ورتلل. په ۱۸۹۶ م کې د دیر او چترال سیاسي استاځي، ایچ اې ډین لیکي چې د شاکوټ په لوړو یو ځای پلنه تیږه پرته ده چې د بودا د پښو خاپې لري.
په دغې کلا تر اوسه سمې څېړنې نه دي شوي او ځایی خلکو پخپل مخ دلته کنستون کې پخوانۍ سکې، د کور لوښي، ګاڼې او دغسې نور توکي موندلي وو. اوس سوات ته نوې سړک (موټروې) لپاره یو ټونل جوړېږي چې امکان دی، ورسره د شاکوټ دغه لرغونې نښې ورانې شي.
صفیه حلیم
سرچینې
۱.هاتي دره ( مضمون) محمد عثمان مردانوي- آرکیالوجسټ. پاڅون مجله. جولای.اګست ۲۰۱۱ م. ۶۳ مخ
۲. د “ډان” ورځپاڼې رپورټ. ۹ اپریل ۲۰۱۷ م
د خپریدو نېټه. ۱۵ اپریل ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *