مچنوغزه – مچوغنه


د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې کې ځينو شپونکو سره اوس هم دا ساده وسله لیدل کېږي.
په پښتو کې دوه ډول تلفظ کېږي، “مچوغ نه” او “مچ نوغزه”. دا د لیندې ابتدایی شکل و چې یو پړي یا مزي تر منځ کاڼې کېږدي. د پړي دواړه سرونه د یو لاس په ګوتو ونیسي، څو ځلې په سر تاو کړي او بیا یو پړې چې خوشې کړي نو کاڼې په پوره زور لیرې خپل هدف وولي.
د کاڼي د زمانې انسانانو د ښکار له ځناورو غوښې نه علاوه پوټکې هم تر لاسه کړو. له هغه يې ځان ته جامې، پېزار او د ښکار وسله جوړول چې مچوغنه هم هغه وخت رواج شوه.
د پړي په منځ کې د کاڼي د ایښودلو لپاره د څرمنې یوه پلنه ټوټه يې ورزیاته کړه او کاڼي يې د کارتوس په شکل وتوږل. د نړۍ په هر ګوټ کې د تیږې د زمانې اثارو کې دغسې تراشلي کاڼي موندل کېږي.
مچوغنه په ټولې نړۍ کې انسانانو کارولې ده، بې له آسټریلیا چې هلته د ښکار لومړۍ وسله ” نېزه” وه.
تر ټولو لرغونې مچوغنه د جنوبي امریکه “پېرو” په ساحل وموندل شوه چې ۲۵۰۰ کاله پخوانۍ وه. د مصر د “توت انخامون” فرعون په مقبره کې هم یوه مچوغنه د ۱۳۲۵ ق م نه پرته وه.
د حضرت داود علیه السلام په اړه روایت دی چې هغه په خپلې “مچوغنې” جالوت پهلوان ووژلو. د دې زکر په تورات او انجیل کې هم شته. مچوغنه د “شپون لینده” هم نومېږي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۲۷ اپریل ۲۰۱۸ م

2 Comments

Add a Comment
  1. آغلي حليم سلامونه وړاندي کوم
    Just a note. In Western Pashto dialect they call it مچلوغزه , pronounced much-law-ghza.
    I read your article about orange =کرنه. I wish in the article you will elaborate about its pronouciation. Is it pronounced as کرنه= زراعت؟.
    په درناوي
    کربت

    1. مننه د مچلوغزه تلفظ به مضمون کې ورزیات کړو. کرنه ( کر+ نه…په وزن لکه زرکه یا کرښه) تلفظ کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *