د بیدِل قبر


په ۱۸۵۷ م کې د انګریز خلاف پاڅون (غدر) نه وروسته انګریزانو د غچ اخیستو لپاره د زاړه ډېلي نه بهرټول ځایونه ړنګ کړل. د جمنا سیند دواړو غاړو ته هدیرې او کورونه يې وران او د ګوتو په شمېر تاریخي ودانۍ پخپل ځای پریښودل. د بیدِل په شان د ډېرو مشهورو خلکو قبرونه ورک شول.
میرزاعبدالقادر د ” بیدِل دهلوي” په نوم هم شهرت لري. دی په ۱۶۴۲ م کې د پټنې په عظیم اباد کې زیږدلې و او د مرکزي ایشیا د چغتای قام د ارلاس ټبرترک و. د بیدِل پلار میرزا عبدُالخالق د تصوُّف په حلقه کې شامل و او دده د مړینې په وخت عبدالقادر د ۴ نیمو کالو و. دوه کاله وروسته د ده مور هم وفات شوه او د ده پالنه د ده تره میرزا قلندر په غاړه شوه. هغه وراره په مکتب کې داخل کړو. د لسو کالو په عمرکې يې قران، صرف و نحو او نورې دیني زدکړې تر سره کړې. یوه ورځ تره يې مکتب ته ورغلو نو هلته دوه استادانو یو بل ګریوان ته لاس اچولې او د شاګردانو په وړاندې يې یو بل ته بد رد ویل. د استادانو په دغه چلن میرزا قلندر خپل وراره له مکتب وویستلو او د لویو عالمانو کتابونه يې ورله ورکړل چې پخپله مطالعه وکړی. عبد القادر د “حکمت” زده کړه هم وکړه او څه موده نورو ښارونو کې تیرولو نه وروسته په ۱۶۸۰ م کې ډېلی ته لاړو. هلته نواب شکر اللہ خان ورته یو کور په ۵۰۰۰ روپۍ واخیستو او د ورځې ۲ روپۍ وظیفه (زیره) يې ورله ورکوله. دا هغه زمانه وه چې یو مسلکي کس به د ورځې ۵ آنې ګټلې. بیدل به د حکیمي داروګانو په خرڅولو هم ځان ته نفقه ګټله. ده ۴ ودونه کړي وو او ۴۱ کاله وروسته يې یو زوی عبد الخالق وشو.
بیدل د اورنګزیب زوی شهزاده اعظم په دربار کې د فارسي پېچلي شعر لپاره مشهور و. شا و خوا ۱ لک او ۴۷ زره شعرونه لري چې په ۱۶ غونډ ترې جوړ شول. مرزا غالب او علامه اقبال دواړو د بیدِل له شعر الهام واخیستو. دی په زاړه ډېلي کې اوسېدو او په ۴ صفر ۱۱۳۳ هجري (۱۷۲۰ م د دسمبر ۵) پخپل کور کې په لویه تبه مړ شو. ده د خپل قبر لپاره د جمنا سیند پر غاړه یو ځای چبوتره (څپر) جوړه کړې وه. د ده په قبر هرکال د صفر په ۴ نېټه “عرس” کېدو. خو بیا په ډېلي کې د نوي سړکونو او ودانیو ځنګل راوټوکېدو او د بیدل قبر ورک شو.
په ۱۹۴۱ م کې حسن نظامي د درګاه قلی خان کتاب په اردو وژباړلو او پخپلې مجلې کې يې په څو ټوکو کې خپور کړو. حسن نظامي د خواجه نظام الدین د درګاه متولیانو خپل و. د بیدِل د قبر په اړه د ده هم تلوسه وه نو لوستونکو نه يې پوښتنه وکړه چې که چا ته د دې معلومات وي. یو کس د پلواری مولانا شاه سلیمان ورته خبر ورکړو چې د بیدِل قبر د پرانه قلا مخې ته د ملک نورالدین یارپران د زیارت سره دی. په دغه ځای کې ۳۰ شا و خوا نور قبرونه هم وو. نظامي هلته پخپله ورغلو، د مقبرې هیڅ نښه پاتې نه وه خو ده باور لرلو چې بیدِل به په هم دغه هدیره کې خښ وي. ده د حیدراباد نظام ( اووم آصف جاه) ته خبر ورکړو او هغه ورته ۲۰۰۰ روپۍ ورواستولې چې په یو ځای يې د خښتو ټیټ دېوال تاو کړې شو. په شناختي يې د بیدل د مړینې نېټه او ورسره د دکن د نظام نوم هم کنده شول. خو په هند کې ځینې خلک شک کوي چې د بیدل په قبر اوس (متهرا روډ) سړک تېر شوې دی.
په اوسني مقبره چې “باغ بیدل” نوم ورته ورکړې شو، ۵ کتیبې په بېلا بېلو ژبو لګول شوي دي.
صفیه حلیم
سرچینه
۱. حیات بیدل و دیګر مضامین. ډاکټر امانت- الله آباد. ۱۹۸۰ م
د خپریدو نېټه. د مې لومړۍ ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *