جوپان


د لرګي ډولۍ چې پخوا به پکې ښځې د یو ځای نه بل ته وړل کیدې.
جوپان (چوپان) د لرګي یو صندوق چې یوه غاړه به يې بنده او بله پرانستې وه. په دې کې به دوه کسان یو بل ته مخامخ کیناستلې شول. دغه صندوق یا ډولۍ به د لرګي په څلورو ډنډو ټینګ و چې یو یو کس په خپله اوږه اوچته کړې وه.
د شته منو کورنيو او د شاهي ټبر میرمنو لپاره به شانداره جوپان جوړېدو چې پکې مخمل توشک یا بالښت او د وریښمو پردې ځوړندې وې. دا جوپان به د بهر نه هم ښایسته کړې شوې او په لرګي کې به مهین کار شوې و.
خپل خسر به يې ناز واخلي
په جوپان کې به يې سپره کي ( ولسي سندره)
د تانګې، بګۍ او ګاډۍ په راتګ جوپان کې تګ راتک لږ شو. دا به یواځې په ځانګړو موقعو لکه واده به يې کاروو. وروسته د ناوې د وړلو لپاره مخصوص شو.
یو روایت دی چې پخوا به جوپان دواړو غاړو ته پرانستې و او ښځو به ترې د پردې شا ته نه سېل کولې شو. بیا څو پیښې داسې وشوې چې پیغلې د یوې خوا نه به په جوپان کې کیناستې، پرده به يې راښکله او د بلې غاړې نه به وتښتیدې. هم هغه راهیسې جوپان کې یوه خوا به بنده وه.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۵ مې ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *