د یوې وړې کیمرې لپاره مې په انټرنیټ کې لټون وکړو. د هرې کیمرې د تصویر سره د دې ځانګړنه او بیه هم لیکلي وو. دغه لټون ۱۵ مینټه و خو کله چې د خپل فیسبوک پاڼه مې پرانسته نو پرله پسې د کیمرو خرڅونکو پاڼې را ښکاره شوې. په اي- میل کې هم د کیمرې اشتهار راته په انتظار وو.
دا هر څه څنګه کېږي؟
په سوشل میډیا (ټولنیزو رسنیو) کې تاسو خپل ځان تریو برید پټ ساتلې شئ. د بیلګي په توګه “فیسبوک” کې خپل دیوال نړولې شئ، چېټ او د ملګري پوسټ د لیدلو نه بندولې شئ، څوک د ملګرتیا نه ایستلې یا بلاک کولې شئ. فیسبوک هم درته د محرمیت (پرایوسي) ډاډ درکوي. خو بیا هم هغه کمپنۍ ستاسو معلومات لیدلې شي چې فیسبوک ته پېسې ورکوي. تر دې خو د فیسبوک چارې د زغملو وړ دي ځکه که څوک اشتهار یا اعلان کتل نه غواړي نو هغه په ځان بندولې شي.
اوس لویه ستونزه په فیسبوک کې داسې “اېپس” دي چې نه یواځې ستاسو د شخصیت تحلیل کوي، بلکه ستاسو او د ملګرو په اړه معلومات راټولوي. دا معلومات په راتلونکي کې په تاسو د اغیز لپاره کاروي. د بیلګې په توګه انتخاباتو کې یو کاندید درته د بل په پرتله غښتلې ښایی چې رای ورته ورکړئ.
په برطانیې کې د الیکټرونک میدیا سرپرسته اداره د یوې کمپنۍ، “کیمبرج اینالیټیکه” په اړه پلټنې کوي چې دوی څرنګه په امریکه کې د ۵۰ میلینو خلکو شخصي معلومات ترلاسه کړل او بیا دا يې د صدر ټرمپ د انتخاب لپاره وکارول. دغې کمپنۍ په پټه ځینو ملکونو کې د سیاسي ګوندونو نه پېسې اخستې چۍ د دوی مخالف بدنامه کړي او خلک ورله رای ورنکړي.
دغې کمپنۍ لکه د استخباراتو او کارکوونکي يې لکه د جاسوسانو کار کوو. د فیسبوک مشر د خپل ځان سپیناوی په دې وکړو چې هغه له دې نه و خبر. د کمپنۍ مشر وویل چې دوی هغه ۵۰ میلینه حسابونه پاک (ډیلیټ) کړي دي. خو اوس دغه بدنامۍ نورو ملکونو ته هم کډه کړې ده.
په فیسبوک د یو ملي یا سیاسي شخصیت په اړه لنډه ویډیو چې شل کاله پخوا دده چلن څنګه و، د پام وړ وي. خلک داسې ویډیوګانې لاس په لاس پخپلو پاڼو شریک کړي او هغه د چا خبره چې ” ریښتیا راځي نو دروغو کلي وران کړې وي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. اپریل لومړۍ ۲۰۱۸ م
good analysis