د خاورو لاندې


د ۲۰۰۲ م راهیسې یو تجارتي کمپنۍ، د سیټیلایټ (سپوږمکۍ) په مټ، د افغانستان په لکونو عکسونه پوځي افسرانو د لیدو لپاره اخیستل.
شا و خوا ۱۲ کاله وروسته، د شکاګو پوهنتون څېرونکې “جیل شټاین” څرګنده کړه چې په دغو عکسونو کې د افغانستان لرغونې سیمې د پوهانو لپاره د معلوماتو یوه سرچینه کیدېشي. هغې د حکومت نه د دې عکسونو د لیدو اجازه واخیسته او ۴۵۰۰ لرغوني ځایونه يې ورته په نښه کړل.
د شټاین سره امریکې او د افغانستان څېړونکو د سېټیلایټ عکسونو “سکېن ډاټا” نه علاوه د پوځي ډرون الوتکو له خوا اخیستل شوي تصویرونه هم وڅېړل. دوی سره پخواني پوهان هم مله دي چې پخوا يې افغانستان د لرغونو ځایونو په کیندنو کې يې لاس کوو. په دغو عکسونو کې دوه زره کاله پخواني کاروان سرایونه او ویالې چې په زمکه يې څوک نشي لیدای، په نښه شول.
په ۲۰۱۵ م کې د امریکې خارجه وزارت د شټاین ډلې ته ۲ میلینه ډالره او هغو عکسونو ته لاس رسی ورکړو چې د نورو په پرتله زیات واضح دي.
دوی د افغانستان په جنوب کې ۱۶ او ۱۷ میلادي پېړیو ۱۱۹ کاروان سرایونه رابرسیره کړل چې د یو بل نه په ۲۰ کلومیټر فاصله کې پراته وو. دغه فاصله به په اوښانو یوه ورځ کې تر سره کیده. هر یو سرای د خاورو دیوالونه لرل چې دواړو غاړو ته يې د فټبال میدان هومره ځای پریښودل شوې و. دلته به په سوونو انسانان او زرګونو اوښان ایساریدل. دغه سرایونه د اصفهان نه واخلې تر ډېلي جوړ وو. دغو کاروانونو د هند نه وریښم، قیمتي کاڼي، مسالې او لرګی، چیني لوښي او وچ مهیان وړل راوړل. د دې کاروان سرایونو د جوړولو هدف دا و چې په تجارت کې ځنډ پیدا نشي.
تر اوسه دا باور و چې په ۱۶ پېړۍ کې کله پرتګال د اروپا تجارت ته د هند سمندرګي لاره وښودله نو بیا څوک د زمکې د لارې مرکزي ایشیا ته نه تلل. خو ۱۰۰ کاله وروسته هم پارس نه په زمکه تجارت جاري و.
په شمال کې د ” بلخاب” په غاړه ۲ زره کاله پخوا ودانۍ جوړې وې خو دغې سیند لاره بدله کړه نو خلک هم ترې کډه شول. په دغې سیمې کې پخوا ۷۷ ځایونه په نښه شوي وو. خو د شکاګو ډلې ۱۰۰ نه زیات لرغوني ښارونه او کلي وموندل چې ښایی یو وخت دلته بې شمیره خلکو ژوند کوو. په دې پلټنو د وریښمو د لارې په ټاکلو کې به هم لاس وشي.
په ۱۹۷۰ م کې امریکاې او افغان لرغون پوهانو د “ویلیم ټروسډېل” په مشرۍ، د سیستان او هلمند ۴۰ زره مربع کلومیټر سیمې په سروې لاس پورې کړې و. خو په ۱۹۷۹ م کې د روس په حملې دغه کار وځنډیدو. ټروسډېل اوس ۸۷ کلن او د دغې ډلې سره د سیمو په پیژندلو کې مرسته کوي چې ۱۵ زره عکسونه او نقشې ورسره دي.
دوی د ” پارتي سلطنت” ۲۰۰ نه زیاتې سیمې په نښه کړې چې د لومړي میلادي پېړۍ نه پاتې وو. په دې کې د د ویالو نښې وې چې زر کاله يې دا زمکه خړوبوله. د سیستان په یوه دره کې دوی د بیلا بیلو مذهبونو ودانۍ هم ولیدې چې پکې بودایی سټوپې، ذردشتي اورتون، او یوناني عبادت ځای شامل وو.
په سیتلایټ عکسونو کې د “شهرغلغله” چار چاپېره د کر زمکه او پکې خال خال شګلن غونډۍ ښکاري. دا ښار په یو مربع کلومیټر کې جوړ او دیوال ترې تاو و. د دیوال نه بهرکنده او ورسره د کورونو او د هدیرو نښې دي. بیا په دایره کې یو بل دیوال او د دې دننه هم کنده ده. ورپسې د یو لوی ودانۍ نښې دي چې په ۲۵ میټر لوړ غونډۍ جوړه وه او پکې د یو جومات او ۱۰۰ کوټو نښې دي. زیاتې کوټې ګومبدي او ورباندې د ګچ (خاورې پلستر) ښکلا نښې دي. دیوالونه د پخسې او ځینو ځایونو کې پخې خښتې هم کارول شوي دي.
په دغو عکسونو څرګنده شوه چې طالبانو د افغانستان لرغوني سیمې نه وې ورانې کړې. برعکس د طالبانو د کنټرول نه بهر سیمو کې زیات ځایونه ویجاړ شوي دي چې د شمالي ټلوالې په لاس کې وې. اوس هم دغو ځایونو ته لا زیات خطر جوړ شوې دی. د سړکونو، پلونو او د معدنیاتو لپاره کیندنو نه علاوه، د لرغونو ځایونو غیر قانوني سپړدل او د توکو لوټل پکې جاري دي.
دغو سیمو ته د نور تاوان د مخ نیوي لپاره شټاین یو جغرافیایی سیسټم جوړوي چې د افغانستان د لرغون پوهنې اداره او د کابل پلتخنیک ترې ګټه واخلي. دا به د مرکزي ایشیا نورو ملکونو لپاره هم یو ماډل وي چې راتلونکي کې يې کارولې شي.
صفیه حلیم
له ویبپاڼو
د خپریدو نېټه.۲۶ مې ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *