د ماشومانو هغه لوبه چې په زمکه، ونه دېوال یا تیږو کرښې راښکل وي. ځینې خلک د “شلغاتې-ټوپڼۍ” نوم یو ځای د دغې لوبې لپاره کاروي. خو “ټوپڼۍ” د لمدې خټې نه جوړیده چې ماشوم به په زوره زمکې ته ویشتله او سوری به پکې وشو.
د شلغاتو لپاره د سکارو یوه ټوټه، د چونې هوار کاڼې او یا ماته کودړه بس وي. لوبه د دوو لوبغاړو ترمنځ وي چې په کور کې یا بهر خپل خپل ځای وټاکي. د دالان یوه خوا او بله او یا د کوڅې یو ګوټ او بل. بیا دواړه د خپلې سیمې په پټو ځایونو کې په سکاره یا کودړې وړې وړې کرښې راښکي. دغه شلغاتي وي.
کله چې دواړه ښه ډېر لیکې ووهې نو د دوی د موندلو او شمېر مرحله پېل شي. د مخالف په سیمه کې د لیکو موندل او په هغوی خط راښکل لویه ننګه وي. کله یو لوبغاړې د مخالف نور کرښې نشي موندلې نو بس يې کړي. هغه وخت مخالف ورته د پټو کرښو ځایونه ښایی چې ده نه وو موندلي او ټولې لیکې وشمیرل شي.
بیا بل لوبغاړي د خپل مخالف په شلغاتو پسې لټون کوي. هم هغسې پاتې او پټ لیکې شمیرل کېږي. د چا لیکې چې زیاتې وې هم هغه بریالی وي.
په ماشومتوب کې د باران په ورځ یا د اوړي په غرمه کې چې له کوره د وتلو اجازه راته نه وه، دا لوبه مو ډېره کوله.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۳ جون ۲۰۱۸ م