عزیز ډېرۍ


د صوابۍ د “ګواټې” نه ۱۲ میله جنوب کې عزیزخان ډېرۍ په خوا په بل نوم پېژندل کېدو.
د اباسین د سیلابونو له کبله د زرګونو کالو راهیسې خلکو د عزیز ډېرۍ په لوړو، ژوند کړې او د دې نښې په شا پرېښي دي. د سیند سره سره دغسې نورې ډېرۍ د یو بل نه په لږه فاصله موجودې دي. دامان ډېرې، زرکوټ ډېرۍ، خانانو ډېرۍ، ګومبت ډېرۍ، ګنګو ډېر، تورډېر، سالانو ډېرۍ، ماکیا ډېرۍ، ناکلا ډېرۍ، برکي ډېرۍ، چپي ډېرۍ، ګلو ډېرۍ او شیخ ډېرۍ. په دې ټولو کې د مسلکي خلکو کورونه وو چې د خپل هنر لپاره مشهور وو. د مجسمو جوړونکي، کولالان، زرګران، پخ او ترکاڼان د خپل ټبر او خپلوانو سره به دلته میشت وو. کورونه وو. د دوی د لاس جوړشوي توکي به اشنغر، مردان او سوات کې خرڅیدل.
په ۱۹۶۷ م کې یو برطانوي لرغون پوهه د عزیز ډېري سروی وکړه چې د ۲۰۰۰ کالو تاریخ پکې پټ و. خو د ساینسي پلټنو نه وړاندې ځایی خلکو پخپل مخ سرپکې کیندنې پېل کړې. تر څو چې حکومت څه ګام اخیستو، عزیز ډېرۍ چورشوه. بیا د ۷۰ م په لسیزه کې د پیښور لرغون پوهنې ادارې له خوا پکې پلټنې وشوې چې یوه لویه او درې وړې سټوپې يې پکې وموندلې. د یو خانقاه نښې هم وې چې دېوالونه يې لوړوو. د ۳۰۰ شا و خوا مجسمې او ۱۱۰۰ سکې، زړې میچنې، لنګرې او د لوښو کوډرو دلته د یو مصروف ژوند حال ویلو. په یوې کټوۍ کې ۵۳۲ سکې وې چې د کشان، ساساني او د هندو شاهي دورې نه پاتې وې.
د ودانیو په منځ کې لارې او د کورونو مخ ته برنډه وه. په چتونو کې د لرګي پاتې نښې وې. په ځینو ودانیو کې د مرمرو تیږه کارول شوې وه او یوځاي په پوڼیو د اوسپنې په میخونو مجسمې خښې وې چې د چونې او د نورو تیږو نه جوړ وو. په مجسمو د روم او د یونان اغیز لیدل کېږي. د بودا د ژوند کیسه په تیږو کې توږل شوې وه. په لوښو کې د اوبو څښلو جامونه، منګي او چاټۍ وې. په یو چاټۍ کې د چونې شتون ښودله چې دا د ودانیو د رنګولو لپاره يې کاروو. په یوه کوټه کې د خښتو فرش و چې ورباندې چونه مښل شوې او بیا د پاسه پرې سور او شین رنګ کې د برسنډې ګلونه جوړ وو. داسې ښکاریده چې کوټه د عبادت لپاره وه ځکه د بودا یوه لویه مجسمه پکې پرته وه. د دې کوټې سره جوخت د راهبانو د دمې لپاره دکانچه هم جوړه وه.
د اوسپنې میخونو ښودله چې دوی به لرګي ورباندې یو بل سره نښلول. د مرتبان په شکل جوړ یو تعویذ ددې تر ټولو نایاب موندنه وه. د غزنوي دورې سکې هم خلکو وموندلې چې ښایی د مسلمانانو د راتلو نه وروسته هم دا ډېرۍ اباده وه.
د صوابۍ شا و خوا په بودایی کنډوالو کې اوس هم داسې منظم وسله والې ډلې په غیر قانوني کنستون لیدل کېږي چې هر کال د میلینونو ډالرو لرغوني توکي بهر ملکو ته خرڅ کړي.
صفیه حلیم
سرچینې
۱.تلی پیرونه- شاه نظر بینوا. ۱۹۹۹ م. ملت ایجوکیشنل پرنټرز لاهور. ۵۹ -۶۲ مخ
د خپریدو نېټه- ۱۱ جون ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *