د دې نوم سره د کلیوالو ماشومانو جینکو خلې به له خندا ډکې شوې. هیڅوک د “باڼيچغ” ټکي په مانا نه پوهیدل خو دا د خوشالۍ او د میلې اعلان و.
د وړوکي او لوی اختر نه علاوه د “جنډو په میله” کې هم باڼيچغ ودرول شو. د کلي په یو کورکې به د دې “دړه” پرته وه. د یوې لوی ونې کلکه “تنه” به يې د غولي په منځ کې په زمکه خښه کړه. د دې په سر کې به د اوسپنې په لوی میخ یوه لویه ګول دړه ټک وهل شوه. د دغې دړې دواړو خواو ته به يې پړې واچاو چې لکه د تلې ښکته ځوړند و. په دغې زانګو کیناستل ګران وو ځکه تخته به پکې نه وه. د دغو دوو پړو په منځ کې به ماشوم ځان ځای کړو. په لاسونو به دې دوه پړی کلک ونیول.
په کورونو کې به یو لوی هلک یا تکړه میرمنې یو پړې په لاس وګرځاو، د دې په سرلګیدلي لرګې به ورو ورو تاو شو. ” ځان کلک کړۍ.” ټول به په چغو شول او پړو ته څرخ ورکونکي به وروستۍ زور ولګوو او پخپله به یوې ډډې ته ودریدل. هم هغې سره به دواړوغاړو ته پړی په هوا شول او د باڼي چخ د منځ لرګی به په “چواڼ” وګرځېدو. دواړه ماشومان به په هوا شول، خېټه به يې رانه یوړه او یو عجیبه – د ازادۍ احساس راته وشو- لکه چې مارغان به يې کوي.
د باڼيچغ نه غورځیدل به زمونږ لپاره یوه لویه غمیزه وه. د دې لپاره نا چې یو ماشوم به خوږ شوې و یا لاس او پښو نه به يې وینې روانې وې. بلکه د دې لپاره چې د باڼیچغ د سورلي نه محروم پاتې شو.
د وړو کلیو په میلو کې به یو کس داسې باڼیچغ ولګوو چې څلور یا شپږ ماشومان به پرې کیناستې شول. د یو پېر لپاره ” یوه پېسه” به يې اخیسته.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۵ جون ۲۰۱۵ م
Der kh’. 60 kala pas de bia ozangolam
ډیرښکلي څه ته مو اشاره کړې وه ، دغه لغت یوازې ارواښاد راحت زاخیلي په کونډه جنۍ کې راوړی دی ، ما بل ځای نه دی لیدلي ، پوهیدم چې د ماشومانو دطبعی زانګو ده ، خو اوس خبره نوره هم راته ښه روښانه شوه .
درناوي
رشید