دغه لوی سړک د پټنې نه تر پیښور شا و خوا ۲۶۰۰ کلومیټر اوږد او د هند ۸ لویو ښارونو نه تیرېدو.
انسان کله چې د خپل تګ لپاره د اس او د غویی یا خرو په وسیله د لرګي ګاډی او تانګې جوړې کړې نو هم هغه وخت د لارې د پخولو انتظام هم وشو. په هند کې شا و خوا ۳ زره کاله پخوا داسې سړکونه موجود و چې په لویو تیږو او ګټو به يې جوړول. هغه وخت د دوی تجارت د سمندر نه علاوه پر سړک زیات کیدو.
د یونان یو سفیر میګاستینیز چې په پټنې کې د موریه شاهي سره يې ۱۵ کاله تیر کړی وو، د یو لوی سړک حال راکوي. دی لیکي چې چندرګپت موریه د سړک د ساتنې لپاره ډېر خلک په کار لګولی وو. دغه ته به يې اترا پات( شمال ته تلونکې لاره) ویل. دا سړک د لویو تیږو نه جوړ و چې اسونه او ګاډي به ورباندې په اسانه ورتلې شول.
د دغه سړک په هر میل کې یو مینار و چې ورباندې د فاصلې نښه او د لوری (سمت) نوم لیکلې وه. سیوري لرونکو ونو نه علاوه، کوهیان، د پولیسو تاڼې او سرایونه پرې جوړ وو. په ۳ ق م پېړۍ کې اشوکا تر بلخ دغه لاره وغځوله.
خو هغه وخت دا سړک ۳ میټر پلن و چې یو د غوایی ګاډې پرې تلې شو. وروسته د خلکو تګ راتګ پرې زیات شو نو دا ۱۰ میټر پلن شو چې دوه ګاډي پرې تیرېدای شول. سړک جوړیدل د تجارت سره سره د یرغلګرو کار هم اسانه کړو او د دوی لښکر به په لږ وخت کې هند ته رسیدای شو.
په ۱۶ پېړۍ کې شیرشاه سوري د پخواني سړک د ترمیم سره سره دا ختیځ کې د سنار ګاون او لویدیځ کې تر پیښور د بیرته جوړولو امر وکړو. د شیر شاهي سړک د جوړیدو لویه مرحله په لاره د اوبو په ویالو او سیندونو پلونه جوړول وي. د ګڼو ځنګلونو او غرونو تر منځ لاره جوړول، د خلکو نه د هغوی زمکؤ اختیار لپاره دعوی او د بیوروکراسي د لانجو سره هم د شیر شاه سړک جوړ شو چې ۲۰ میټړ پلن و نو ځکه به يې ورته “شاهراه اعظم” ویل.
د دې سړک په دواړو غاړو يې ونې وکرلې او هر ۸ میله کې یو “کاوس مینار” یا د فاصلې مناره جوړه وه. دغو منارونو د “ډاکخانې” کار هم ورکوو. دغو منارو سره جوخت د څاروو او انسانانو لپاره د اوبو کوهي او باولۍ جوړې وې. ځینو ځایونو کې کاروان سرایونه هم وو. یوه بیلګه يې د اکوړي سره نزدې کاروان سرای و چې پکې د هندوانو او مسلمانانو لپاره د اوبو دوه بیل کوهیان جوړ شول. وروسته مغلو هم دلته د محصول دفتر جوړ کړو.
د شیر شاهي سړک یوه ټوټه اوس هم د ټیکسلا سره نزدې د یادګار په توګه ساتل شوې ده. هم دغسې د پيښور نه دوه میله ختیځ کې یوه باولۍ اوس هم ښکاري. انګریزانو د ۱۸۳۳ م نه تر ۱۸۶۰ م شیر شاهي سړک قیرکړو. هغه وخت د دې په هر یو میل يې ۱۰۰۰ روپۍ لګښت وشو.
صفیه حلیم
سرچینې
۱. د سړکونو تاریخ- د لرغونې زمانې نه د موټر تر دور. ایچ. آر جیکبسن. د جارجیا پوهنتون د سول انجینیرۍ ماسټري مقاله. ۱۹۴۰ م.
۲.ویبپاڼې
د خپریدو نېټه- ۱۹ جون ۲۰۱۸ م