زمبورک


دا د هغې توپې تصویر دی چې زمبورک یا شترنال نومیدو او په ۱۸ میلادي پېړۍ کې د افغانستان او چاپېره سیمو جنګ وسله وه.
د برونزو دغه توپې د لرګي چوکاټ لرلو چې د څرمنې په تسمو به د اوښ په شا يې تړلو. دا زمبورک ۱۸۵۰ او ۵۵ م په لاهور کې جوړه شوه. په هند د احمد شاه ابدالي حملو کې دغه سپکې توپې له کندهار په اوښانو بار د بولان درې له لارې وړل کیدی. پخپل هدف د نښې ویشتلو لپاره به يې اوښ هغې خوا ته ګرځوو. د دې لپاره به اوښبه او توپچي دواړو لکه د یو ټیم کار کوو او په ګډه خپله دنده سر ته رسوله. د پاني پت په درېم جنګ کې دغو توپو ډېر انسانان او څاروي ووژل.
زمبور (ډمبره) د ګرمو ملکونوهغه تور زهرژن مچۍ ده چې څوک وچیچي نو د درد نه علاوه انسان وژلې هم شي. د توپې نوم له هم هغې زمبور نه واخیستل شو او بیا په پښتو ژبې کې دا ښېره هم دود شوه چې، ” په زمبورک سوری شې.”
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۵ جولای ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *