د مردان نه ۴۰ کلومیټر جنوب ته د میاخان سنګاو (سنګهاو) کلي سره څو پخواني غارونه د انسانانو د استوګنې ځایونه وو. ځایی خلک ورته د “پرښو دره” وایی.
په ۱۹۶۲ م کې د پاکستان نامتو لرغون پوهه احمد حسن داني په دغو سمڅو پلټنې وکړې. د زمکې نه ۶۰۰ میټر لوړ دا غارونه ۳۰ زره کاله پخوا د انسانانو میشت ځایونه وو. په دوی کې یوه سمڅه ۸۵ فټ پلن، ۳۵ فټ اوږد او ۱۵ فټه لوړه ده. د دې غارونو زمکه ( فرش) ډبرین حالت کې و چې ښایی یو وخت دغو غرونو نه اور او “لاوه” راوتله چې هم هلته کلکه شوې وه.
په جنوبي اېشیا کې دا تر ټولو پخوانی غار دی چې د انسان ژوند او د هغه وخت د تمدن نښې پکې وموندل شول. دلته د پلټنو په وخت د ۱۷ زمانو اثار پراته وو چې په پینځو برخو وویشل شول.
د تیږې لومړۍ زمانې د ځناورو هډوکي، د تیږې ساده اوزار لکه د ټکولو او پریکولو کاڼي د ۴۰ زره ق م. نه پاتې وو.
دوېم دور کې د هډوکو نه علاوه د “بکرې کاڼي ( کوارټز) جوړ شوي اوزار شا و خو ۲۴۰۰۰ ق م کې جوړ وو.
درېم دور د کاڼي هغه اوزار وو چې پرمخ تللي او پېچلي وو. دا د ۱۰۰۰۰ ق م “مېسو لیتیک” دوره وه.
څلورم او پینځم د برونزو زمانه وه چې پکې د خاورو لوښو کودړې، سکې وې. دا د لومړي پېړۍ نښې وې چې کله انسانانو له دغه ځایه کډه وکړه. ښایی دغه غار کې تر ۲۵۰۰۰ کاله پورې انسانان مېشت وو. د دې یو سبب په سیمه کې ګڼ ځنګلونه وو. په دغو ځنګلونو کې وحشي ځناور ګرځیدل نو ځکه دغه سمڅې انسانانو ته د اوسیدو لپاره خوندي معلومیدل.
د ګندهارا تمدن سانسکرت ژبې ډېر نومونه ساتلي وو چې یو پکې “سنګهاو” هم دی. دا ټکې د پوځي مرکز یا د چاوڼۍ لپاره کارېدو. نو داسې اندازه کیدېشی چې ممکن د مردان پخوانې نوم هم “سنګهاو” و.
صفیه حلیم
سرچینې
۱.د مرکزي اېشیا د تمدن تاریخ- د پخوانیو وختونو نه تر ۷۰۰ ق م . احمد حسن د اني. ۱۹۹۳ م. یونېسکو چاپ.
۲. سنګاو سمست. محمد عثمان مردانوي. پاڅون مجله – –نوري فروري ۲۰۰۷ م – ۲۴ مخ.
د خپریدو نېټه- ۱۳ جولای ۲۰۱۸ م