پنځوس کاله پخوا د پیښور د میوې په دکانونو کې به کله نا کله د شنو په شان یوه میوه ښکاره شوه چې کابل نه به يې راوړې وه. د چڼو په شان دغه ترخه او بې خونده میوه “کوورې” نومیده.
کوورې د یورپ په بازار کې په مالګینو اوبو کې په بوتلو کې د ” کېپرز” په نوم خرڅېږي. د تک شین رنګ دا میوه د اچار په شکل د شړشمو خوند ورکوي. د دې لاطیني نوم ممکن د ” قبرص” (کپریس یا سایپرس) نه راوتلې وي ځکه هلته دا ډېر شنه کیدل. د میډیټرینیا د سیمو، ختیځ افریقه، مرکزي اېشیا او د همالیه په غرونو کې هم کېږي.
د کوورې بوټې ځنګلي وي چې خلک يې اوړي کې میوه راټولوي. د دې پاڼۍ ګول او پلنې وي او هرکال ورباندې غټ سپین بخن ګلابي ګلونه راټوکېږي. د دې غوټۍ او میوه دواړه خوړل کېږی. په اوړی کې د کوورې ازغن بوټې ۴۰ درجې حرارت هم زغملې شي. خو د شنه کېدو په وخت باید د پرښې نه پټ وسي. د دې بوټې په یخ ژمي او په لوړو غرونو هم شنه کیدایشي. ځینې قسمونه يې په سختې سیلۍ او ګرمۍ کې هم پایی ځکه پاڼې يې پریړې وي. د اسټریلیا د دشتو نه واخلې تر فلسطین دغه بوټې وده کولې شي. هم دغسې د چترال، بدخشان او د هندوکش په لوړو غرونو کې پخپله راشنه وي. په لرغونې یونان کې کوورې د هضم لپاره به خوړل کیده. خو په تورات کې دا بوټې د جنسي شهوت لپاره یاد شوی دی نو ځکه مسیحي پادریانو د دې خوراک ناروا وګڼل او بندیز يې پرې ولګوو.
د کووري جرړه ډيره قیمتی او حکیمان یی په داروګانو کې کاروي. د افغانستان په ځینو کلیو کې به سپین سرو ښځو د کووري د جرړې نه تلی (کپه یا پکۍ) جوړوله چې د خیټې یا د غاښ د درد لپاره او ځینو به په پرهرهم ودوړلو. یو متل دی چې “کوورې شلیدلي پرهرونه راټولوي.” مشرانو به ویل چې کله یوه مرغۍ ټپي شي نو د کوورې بوټي ته ځان رسوي.
د ۲۰ میلادي پېړۍ په نیمایی کې کوورې یورپ ته هم راغلې چې د اطالوي خواړو برخه شول. د ۱۹۸۰ م راهیسې د یورپ ځینې کروندګر د دې بوټي کري او میوه خرڅوي. دا په داروګانو اود میک اپ توکو کې کاروي. د مراکش، ترکي او اطالیې ځینې جزیرې د دې بوټی په لویه زمکه کري چې هلته د دې لپاره د ورځې رڼا کافي وي.
اوس د کوورې میوه او غوټۍ دواړه د یونان، ترکي قبرص او مالټا په خواړو کې کارېږي. اطالویان دا په پیزا، پاسټه، سلاد، غوښې او چرګ د غوښې سره ګډوي. کوورې په بازار کې د خپل حجم په حساب بیه لری. ترټولو وړوکي ګران او غټ يې ارزان وي. د افغانستان د غرونو دا قیمتي میوه اوس څوک په سترګو نه ویني او نوې نسل خو يې نوم هم نه دی اوریدلې.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۷ جولای ۲۰۱۸ م