پخوانیو کورونو د کوټې په یو دېوال کې طاقچه ارو مرو جوړېده. هغه وخت د میز، کرسۍ یا د الماریو رواج هم نه و. د کور څو لوښی او د شپې رڼا لپاره ډیوه به په دغه طاقچه کې ایښودل کیده.
د چین د خاورې لوښي ” چیني” او په انګریزي کې “چاینا” نومیدل. هلته نه دغه لوښي نورو ملکونو ته وړل کیده چې ګران بیه او یواځې شته منو خلکو به اخیستی شول. د دغو لوښو د ساتنې او ښودنې لپاره د کورونو طاقچې لوی شوې او خلکو به ” چیني خانه” بلل.
دا به په هغه کوټې کې جوړېده چې میلمانه به پکې کیناستل. د پیښور پخواني کورونو د بیرته رغونې په وخت دا چیني خانې هم ورانې شوې. یو څو متمدن کورونو کې اوس هم ښکاره شي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۲۵ جولای ۲۰۱۸ م
ستاسو لوئے څټے ته ے درانۀ سلامونه.
کوم کار چۀ يو لوئے ادارے له پکار وو . هغه تاسو په يوازے کسه په سر اغستے دي کوم چۀ د ستايئنے وړ دے
زۀ د پښتنو په زوړ دود دستور کار کوم. ستاسو به ډير مننه وي که چرے تاسو سره وي او ماته مو د يوے
داسے زړے کوټے انځور راوستو پ کومه کښ چۀ دا تاخونه او پخوانے نخښے نخښانے موجود وي. زما وړوکوالي کښ زمونږ خپله کوټه کښ داسے نخښے موجودے وے. خو اوس د ډير تکل نه پس هم ما دغه رنګ کور يا يوه کوټه اونۀ مونده.
يو ځل بيا ډيره مننه
مننه وروره- داسې کوټې انځور راسره نشته.که د فسبوک پاڼه لرئ نو هلته پوښتنه کولې شئ… که مونږ وموندلو نو خبر به دې کړو.کور ودان