د هرات شیشه
له ۲۰۰۴ م راهیسې زه د هرات د نیلا شیشې ګیلاسونه، لوی کاسې، ګلدان، فیروزي چیني دان او شیردان، وړې پیالې او دغسې نور توکي اخلم او ملګرو ته يې ډالۍ کووم. دغه لوښی چې پکې بوړبوړکۍ ښکاري، ځانګړې وي.
شیشه د تیږې د زمانې انسان هم پیژندله ځکه دا د اورشیندي غرونو په لمنو کې د “اوبسیډن” په شکل پاتې کېده. خو د شیشې جوړول په ۱۵۰۰ ق م کې په مصر کې پېل شول. هلته د کوارټزمیده شوې تیږه د نباتات په ایره کې یو ځای په خټین لوښي کې په اور به يې ویلي کړو. دا به په یو غونډاري شکل کې یخ شو نو بیا به يې وټکوو، رنګ به يې پکې ورګډ کړل او په لوړحرارت بیا پخوو. له یخیدو وروسته به يې هغه لوښې مات او د شیشې غونډارې به يې ترینه بیل کړو چې کارګرانو به له دغو غونډارو لوښي او زیورات جوړول. د مصر نه خام شیشه میسو پوټیمیا ته د خرڅ لپاره وړل کیده. د شیشې له مریو، امیلونه، والۍ د تعویذ پوښ، د میز او کرسۍ لاستي، وړې مجسمې، د عطر بوتلونه او موزایک یا د مجسمو د سترګو ګاټي جوړول. کله چې شیشه کې به يې لږ “مس” ورګډ کړل نو دا به نیلا شوه. سور رنګ شیشه جوړول تر ټولو ګران وي ځکه د دې د پخولو په وخت ورته آکسیجن پکار نه وي. خو مصریانو، سره شیشه هم جوړوله. په لومړي میلادي پېړۍ کې د روم د سلطنت جوړېدو سره د شیشې صنعت هم وده وکړه. په لبنان کې فونیقیانو په ۵۰ م کې د دې کارخانې جوړې کړې. هلته د شرابو د جامونو، صابون دانۍ، ذینتي توکي او د کړکیو لپاره د شیشې دړې جوړیدې. د لومړی ق م پېړۍ یوه بټۍ د “راین سیند” پرغاړه کولن (جرمني) کې هم وه چې د تیږو قالبونه او د عطرو بوتلونه، په ۲۰ پېړۍ کې وموندل شول. په لرغوني نړۍ کې د شیشې ارزښت د نورو قیمتي کاڼو په شان و. د شیشې او د تورې جوړول خاص مهارت و او د دې جوړونکي لږ وو. یو وخت د روم حکومت د شیشې د هنر مندانو په سفر بندیز ولګوو ځکه دوی به فرانس او بلجیم ته تښتیدل.
د پوکي د لارې شیشې د لوښي جوړولو دوه طریقې دي. یوه دا چې کارګر د وییلي شوې شیشې غونډاری د شپیلې په سر واخلې او پخپله خوښه ورته یو شکل جوړ کړې. دا کار مهارت غواړي. دوېم دا چې شیشه په یو قالب کې واچوي او بیا د هغې یو سره نه په پوکي ورکولو شیشه را وپړسوي.
پخوانیو انسانانو د دې لپاره د خټو شپیلۍ جوړولې. د ۳۰ نه تر ۴۰ سینټي میټر دغو شپیلیو نیول او پوکي ورکول اسانه وو ځکه د ګرمې شیشې تودوخي د هنر مند لاسونه نه سیزل. بله دا چې دغه شپیلۍ به بیا بیا کارولې شوه او شیشه به ورپورې نه نښتله.
په ۶ او ۷ میلادي پېړیو کې بازنطیني تمدن کې دغسې لوښي زیات شول. بیا په اسلامي دوره کې يې نیلا او فیروزي رنګونو وده وکړه او د وینس شیشه په ټولې نړۍ کې مشهوره شوه.
د شیشې د ویلي کولو لپاره د تنور ( بټۍ) درې برخې وي. یوه هغه چې خام شیشه پکې ویلي کېږي. دوېم کې حرارت لږ وي او کارکوونکي پکې کله شیشه د کار په وخت د نرمولو لپاره ګټه اخلي. درېمه برخه کې جوړ شوي لوښي د ورو ورو یخولو لپاره ږدي ځکه شیشه که ناببره یخه شی نو ماتېږي. کارګرو ته دا هم څرګنده شوه چې که خام شیشه کې د چونی سوډه ګډه کړي نو هغه تر ډېره وخته نرمه پاتې کېږي.
هیڅوک خبر نه دي چې د شیشې جوړول، هرات ته کوم وخت او له کومه ځایه راغلل. دا سیمه د تجارت په لاره پروت، د کاروانونو د دمې ځای و. د قالین او وریښم نه علاوه د شیشې غونډاري به هم ورته راتلل. ممکن د عربو د حملو سره د دمشق او لبنان کارګرو دا صنعت راوړو. د تیارې شیشې نه علاوه دوی د هرات په دشتو یا د سیند له تل نه هغه شګې راویستلې چې پخپله به يې پخوو. کارګران به د بټۍ په خله کې پر زمکه ناست وو. د ده په لاس کې نیولې یو میټر اوږد پایپ د نیلا شیشې نه کاسې او ګیلاسونه جوړول. په ۱۹۶۰ م کې افغانستان ته د سیلانیانو تګ ډېر و او دوی به د هرات شیشه سوغات په توګه له ځانه سره وړله.
تر ۱۹۷۰ م هم په هرات کې د ۱۲ نه زیات د شیشې وړې کارخانې وې او په کال کې ۵ نه تر ۱۰ زرو پورې توکي خرڅیدل. پخوا کابل کې هم یوه کارخانه وه چې وروسته بنده شوه. د شلمې پېړۍ تر پای، د هرات جوړ شوي د شیشې لوښي په دلیو دلیو د هټو شا ته به پراته و او چا نه اخیستل.
یو روایت دی چې د هرات ځینو کارګرو به شیشې ته د پوکي ورکولو نه وړاندې یو شعر ویلو. په ۱۹۷۹ م کې په افغانستان د روسانو د حملې نه وروسته دوی به د شهیدانو نومونه اخیستل. د هرات د یوې کارخانې خاوند حمیدی وایی چې ځینې مجاهدیو به رانه هغه لوخي واخیستل او د شهید کورنۍ ته به يې د یادونې په توګه ورډالۍ کړل.
د ۲۰۰۲ م نه وروسته د بهرنیانو د ورتګ سره خلکو دغه لوښي بیرته په دکانونو کې نندارې ته کیښودل چې په کابل کې د سوغات په توګه وړل. د هرات هنرمندانو پخوانۍ ماته شیشه بیا وکاروله او نوي توکي يې ترې جوړکړل.
خو د دغې شیشې د ویلې کولو لپاره هم د اور په بټۍ کې ډېر زیات لرګی کارېږي نو دا يې کاڼۍ کړه چې یواوښ يې ګرځوي. د تیږې هغه لویه کاسه چې یو وخت د شیشې ویلې کولو لپاره يې کاروله، اوس پکې کونځلې میده کوي او د بټۍ په اورغوړ راووځي.
د ۲۰۰۶ م راهیسې اغا خان فاونډېشن د هراتي شیشې د یوې کارخانې ملاتړ کوي. له هغوی جوړ توکي واخلي او خپلو نندارتونونو کې يې خرڅوي. د افغانستان حکومت د شیشې یوه بله بټۍ د هرات کلا کې د سیلانیانو لپاره ساتلې ده. د دې ښار په هوای ډګر یوه هټۍ
اوس په اوونۍ کې ۵ لوښي خرڅوي چې اخیستونکي يې بهرنیان وي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۴ اګست ۲۰۱۸ م