په هند کې د امرنات غار نه وروسته د سوات د ایلم غر تر ټولو لوړه څوکه رام تخت د برهمني دین یو سپېڅلې ځای ګڼلې شي.
د زمکې نه ۹۲۰۰ فټ لوړ دغه غر د “جوګیانو سر” په نوم هم مشهور دی.
هندوان باور لري چې د دوی سپیڅلې مشر رام چندر جي ۳ کاله د دغه غر په ځنګل کې میشت و. په هند کې د ځینو نورو ادعیانو منونکي هم د مراقبې او عبادت لپاره خوشې ځای کې میشت شي چې ګوتم بودها د یاد وړ دی. دغه حالت ته “بن باس” وایی یاني په ځنګل کې ژوند کول.
د ۲۰ پېړۍ تر پای هم لږ شمېر هندو زایرین د ساوڼ (پشکال) د میاشتې په لومړۍ ورځ په ایلم غرختل. دوی به د رام تخت په چینې ځان وینځلو نه وروسته هلته عبادت کوو. عام خلک به لاړل خو جوګیانو به دلته څو ورځې د رام په شان جونګړو کې ژوند تیروو.
د اسکندر پوځ هم په ایلم غر، ختلې او د خپلو اسطورو په ویاړ يې دلته قرباني کړې وه. په سوات کې د لومړی مسلمانانو د ورتلو نه وروسته، دغه ځای ته د خلک تګ کم شو. بیا د وخت په اوږدو کې د خزانو په لټون غلو دلته ځای ځای کندې وکنستلې. یو جوګي چې هلته عبادت له ورغلې و، د یو غل د لاسه ووژل شو ځکه دا يې باور و چې دوی سره زر لري.
رام تخت ته په څو لارو تګ ممکن دی. د کړاکړ د غره نه. چار دوکړه، بیزو سر، املوک دره، او مرغزار. د مرغزار نه په ۵ ساعتو کې دلته رسیدی شي.
رام تخت ته د ختلو په ټوله لار شنه ګڼ ځنګلونه او چینې وې چې بره ختونکو به پکې دمه کوله. اوس د ځنګلونو په پریکولو، دغه لارې شاړ او دشتو کې بدل شوي دي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۸ اګست ۲۰۱۸ م