په ۱۹ پېړۍ کې انګریزانو د هند نه لوی شمیر کتابونه برطانیې ته یوړل. په تیرو ۲۰۰ کالو کې دغه په لاس لیکل شوي اسناد، انځورونه او لیکونه د ګوتو په شمېرڅو څېړونکو لیدلي او ګټه يې ترې اخستې وه. اوس په برټش لایبرېري کې پروت “ډېلي پرشین کلکشن” د ډیجیټل کیدو نه وروسته د دې موادو په اړه زیات خلک خبر شول.
په دغه کلکشن کې د آنند رام مخلص لیکنې ځانګړې ځای لري. چې د ۱۸ پېړۍ د تاریخ، ادب، تعلیم، تنقید او د هنر بیلګې پکې پراته دي.
آنند رام په ۱۶۹۷ یا ۹۹ م کې د پنجاب د سیالکوټ په “سودهره” کې وزیږېدو.
د ده نیکه ګجپت رای په مغل دربار کې لوړ چار واکي وو. او پلار هیردی رام د محمد شاه باچا د وزیراعظم امین خان او د هغه له مړینې وروسته قمرالدین خپل وکیل وټاکلو. د خپل پلار او د نیکه په شان، آنند رام هم د شعر او هنر په چاپیریال کې رالوی شو. د هندی، فارسي او عربی زدکړه هغه وخت د اشرافو په کورونو کې عام و. په فارسي شعر کې دی د عبد القادر بیدل شاګرد و. د مخلص غزل په لنډ بحر کې او چې زمزمه کیدېشو.
آنند رام د شاعرنه علاوه، ماهرخطاط او انځور ګر و. د خپل وخت تکړه نثر لیکونکې و او مغل باچا محمد شاه سرکاري لیکونه به يې ورته لیکل. یوه بیلګه يې د پارس (ایران) صفوي باچا ته د محمد شاه لیک دی. د دې ژبه د اکبرباچا د ابوالفضل علامي د ژبې طرز لري. خو مخلص پخپل نثر کې ساده ژبه کاروله. په فارسي کې ځای ځای هندي توري، د ده لیکنو ته ښکلا ورکوله. ده هندي اسم به د فارسی اضافت سره لیکلو. دا هم هغه وخت و چې اردو ژبې ته وده ورکړې شوه. حقیقت دا دی چې د اردو په جوړولو او رواجولو کې دده په شان هندو لیکوالانو ډېر لوی رول ولوبوو.
ده به سفر نامې هم لیکلې چې “احوال سیزده روزه سفر ګرهه مختصر”- ځینې برخې يې په ۱۹۹۶ م کې خپرې شوې ګرهه په اتر پردیش کې دی.
د فارسي معیار سمولو لپاره هغه یو کتاب “مراته الاصطلاح” ولیکلو. په دې کې د ایران نه کډه شوي خلکو د معلوماتو په بنسټ د هند په سرکاري اسنادو کې د اصطلاحاتو، رتبو او د چارواکو د القابو نه علاوه د معاش درجې يې واضح کړې. ورسره نور معلومات هم ورزیات کړل، لکه په هند کې د شیشې د کارخانې حال، د نامتو خطاطانو نومونه او د شاهجهان د تخت طاوس لګښت ولیکل شول. د دې کتاب په سر کې د فهرست ۱۶ پاڼې پخپله د مخلص په لاس لیکل شوي دي.
آنند رام د مغلو سرکاري وکیل هم و او د “راجای راجګان” خطاب يې لرلو.
په ډېلي کې د مخلص کور د ادبی غونډو لپاره مشهور و. دده په حلقه کې هغه هندوان شامل و چې په فارسی او عربی کې يې لیکنې او څېړنې کولې.
د ده یو ملګرې تیک چند بهار نومیدو. دی هم درباري افسر او یو قاموس ” بهارعجم” يې ولیکلو. دوی دواړه د سراج الدین علی خان شاګردان وو چې “آرزو” تخلص يې کوو. خو په ډېلي کې هغه نامعلوم و او کله چې راغلو نو د مخلص له کبله خلکو وپیژندلو.
په ۱۷۳۷ م کې د پارس نادر قلی خان (طهماسپ قلی خان) د صفوی سلطنت تخت نسکور او پخپله د نادر شاه په نوم ورباندې کیناستو. د هغه سترګې د هند خزانو ته وې او د کابل صوبه دار ته يې لیکونو کې ګواښونه ورکول.
مخلص دغه ټول لیکونه په سرکاري فایل ” ګلدسته اسرار” کې وساتل. دی د لاهور او د ملتان د ناظم ( والي) وکیل و. په ۱۷۳۹ م کې نادر شاه د غزنی او کابل د لارې یو لوی لښکر سره ډېلي ته روان شو. د جمنا پر غاړه د مغلو پوځ ورته په انتظار و او هم هلته ۲۰ زره هندی پوځ يې ووژلو. یوه لویه خزانه يې تر لاسه کړه او مغل محمد شاه ورته سلامی شو. هغه وخت چا اوازه ګډه کړه چې نادر شاه مړ شو او په ډېلي کې د ده څو پوځیان خلکو ووژل.
نادر شاه د روشن الدوله په جومات کې کیناستو او خپله توره يۍ له تیکي وویستله چې تر څو دا بهر وي هندیان به وژل کېږي. شا و خوا ۹ ساعتو د ده پوځ د ډېلي خلک وژل. تر څو محمد شاه ورته راغلو او خواست يې وکړو چې هر څه غواړي دغه قتل عام دې بند کړي. ورپسې نادر شاه د مغلو ټوله خزانه چې د شاه جهان تخت طاوس هم پکې و، ځان سره ایران ته یوړل. هغه افغانستان او د اباسین په لویدیځه غاړه ټول ملک د پارس برخه کړه. د تیمور نه وروسته په هند چا دومره لوی حمله نه وه کړې.
د هغه وخت د پیښو تاریخي جزیات د مخلص له قلم مونږ ته رارسیدلی دي.
دغه تاریخ “بدایع الواقعې” په دریو برخو وېشلې دی. تذکره- په هند د نادر شاه د حملې حال دی چې ځینې برخې يې ورکې دي. په دې کې د ډېلي د ویجاړولو سترګو لیدلي واقعات دي. دوېم په بنګړهه کې د علی محمد روهیله په ضد د مغل باچا محمد شاه د حملې لومړی لاس رپورټ دی. درېم په هند د احمد شاه ابدالي د لومړۍ حملې بیان دی. د مخلص په تاریخ کې د دواړو غاړو حال ورکوي چې هغه وخت لیکوالانو دا کار نه کوو.
د مخلص ځینې کتابونه دا دي.
مرقع- د دستخط شوي لیکونو، اسنادو او شاعرۍ.
بعد وقایع- د ۱۷۴۶ م نه تر ۱۷۴۸ م د هند د تاریخي پیښو بیان.
دستور العمل- د بیوروکراسي په اړه معلومات.
کارنامه عشق- د مخلص د لاس انځورونو او شعرغونډ.
انتخاب تحفه سامی- د ۱۶ پېړۍ د صفوي شهزاده سام مرزا تذکره.
دیوان مخلص- ۱۷۴۴ م
آنند رام په ۱۷۵۰ م کې و مړ او ګومان کېږي چې د ده یو کاتب ” کرپا رام” د ده زوی و.
د افغانستان د تاریخ لیکونکو لپاره د آنند رام مخلص کتابونه او نورې مسودې د هغه وخت د پیښو یوه نایابه سرچینه ده.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۳ ستمبر ۲۰۱۸ م