د بلوچستان صوبه جوړوونکي سنډېمن د پښتنو “جرګه” په بلوڅو کې هم رواج او د لیکلې قانون په توګه نورو افسرانو ته لار ښود په توګه پریښوده چې” سنډېمن سیسټم” نومېږي.
د سکاتلینډ پوځي رابرټ ګروز سنډیمن، په ۱۸۶۱ م کې د پښتنو په سیمه کې په مختلفوعهدو کار په وخت د قبایلو جرګې سیسټم ولیدو چې پکې د وړو شخړو نه واخلې تر قتل پورې لانجې هواریدی. په ۱۸۶۶ م کې دی د ډېره غازی خان ضلعي افسر وټاکل شو نوهلته په لومړي ځل د بلوچ قام سره مخامخ شو. شپږ کاله ده د بلوڅو سره کار نه وروسته، اخر په کلکتې کې خپلو مشرانو ته ولیکل چې بلوڅان د یو ریاست غړې نشي کیدای. دوی چې څنګه ژوند کوي، هم هغه سم دی.
په بلوڅانو کې سرداري د هغه چا به وه چې استعداد به يې لرلو. سنډېمن دا سیسټم بدل کړو او “موروثي” سرداري نظام يې راوستو. هر سردار ته به يې ډاډ ورکوو چې د ده نه وروسته به يې زامن سرداران شي. نتیجه يې دا وه چې هر بلوڅ سردار د سندېمن چاپلوسي شروع کړه.
بلوڅ لیکوالان سنډېمن ته د ” سازشونو استاد” نوم ورکړې دی. ده سردار امام بخش مزاري ونازوو، د پېسو او نورو امتیازاتو په ورکولو يې د هغه اغیز زیات کړو. هغه وخت بلوڅ قامونو به د “قلات” د خان خبره منله چې د احمد شاهي دوره کې د دې سیمې یو مهم ځواک و. خو سنډیمن د مهمو سردارانو نه ژمنه واخیسته چې د انګریز مخالف ځواک سره به ملاتړ نه کوي او ددې په بدل کې انګریز به د دوی په دودیزه ژوند او رواج کې مداخله نه کوي. په هند کې د انګریز مستمرې پلویان وایی چې دوی خلک “متمدن” کړل. خو په بلوچستان کې يې داسې فیوډالي سیسټم جوړ کړو چې تر اوسه بلوڅانو ترې ځان نه دی خلاص کړې.
په ۱۸۷۷ م کې د برطانوي اغیز ساتلو لپاره په بلوچستان کې ” د “سنډېمن سیسټم” یا “سنډېمایزېشن” رواج کړو.
په دې کې ۸ مادې وې.
۱. د انګریز مخالف قبیلې په اړه دا مه ګڼه چې هغه به غلط وي. په ارام او په باور خپل معلومات راټول کړه او وګوره چې د دوی کومه خبره سمه ده او په هغه ورسره موافقه وکړه.
۲.قبایل بې له معاوضه ستا خدمت نه کوي. د ده سردارانو ته د پېسو ورکولو لپاره لاس خلاص وساته.
۳.د قبایلو د سردارانو درناوی وکړه او د دوی معاملې په جرګه کې حل کړه.
۴.تر څو امکان وي، خپل اغیز وکاروه، دوی قانع کړه او د مداخلې هڅه مه کوه.
۵. کومې سیمې چې خان (قلات) ته باج ورکوي، هلته مداخله مه کوه.
۶.هر سردار ته ازادي ورکړه چې د خپل قامي فیصلې پخپله وکړي. خو د وګړو د غلطو کارونو پړه هم دده په غاړه واچوه.
۷.د خان (قلات) باج ورکونکو او قبایلو او یا د خان د ملازمانو او نورو وګړو تر منځ د جګړو فیصله په جرګو وکړه.
۸.سردار رئیساني د “سراوان” او سردار ذرکزې د “جهالوان” د ټولو سردارانو مشر په توګه په ځای وساته. انګریز لیکوالان د سنډیمن په ستاینه کې دلیل ورکوي چې په بلوچستان کې هغسې جنګونه ونشول لکه چې صوبه سرحد او د قبایلو په نورو سیمو کې وو. خود سنډیمن خلاف د بلوڅو له خوا څو ځلې وسله وال پاڅون وشو.
په افغانستان کې سردار ایوب د انګریزانو او د خپل تره خلاف په جنګ اخته و. هغه د قلات خان ته د ملاتړ وویل چې کندهار پرې وساتي خو د سنډیمن په هڅو، قلات خان او نور قامی مشران انګریز ته پتمن پاتې شول. هغه د سردار ایوب سره جنګ د تیاري په توګه ښه ډېره وسله، غله او د څاروو لپاره خواړه په کلا کې زیرمه کړل. په ۱۸۷۸ م کې د دوېم افغان جنګ په وخت سنډېمن په بلوڅو کې دومره اغیز لرلو چې له کوټې د اکمالاتو په وراستولو خنډ جوړ نکړي. ده ۲۰ زره اوښان په کرایه کړل چې کندهار ته يې سامانونه وړل راوړل.
په ۱۸۸۹ م کې هغه د ژوب دره ونیوله او د ګومل د لارې وزیرو سیمې سره يې ونښلوله.
بیا د “برټش بلوچستان” صوبه يې جوړه کړه چې د روسانو د مخ نیوي لپاره پکې خپل پوځ وساتي. د سنډیمن سترګې اوس کندهار ته وې.
په ۱۸۸۰ مارچ کې په برطانیې کې انتخاباتو د لارې حکومت بدل شو. نوې وزیراعظم “ګلیدسټون” د افغانستان د جنګ خلاف و. هغه کندهار د نور افغانستان نه د پریکولو پلان شنډ کړو.
په اپریل ۱۸۸۱ م کې سنډېمن له کندهار خپل پوځ وویستلو. دی پخپلو یادښتونو کې وایی چې د افغانستان امیر که هر څوک وي، د انګریز ملګرې نشي کیدای. خو که د دوی د سلطنت قیمتي برخه زمونږ په لاس کې وي نو بیا امکان شته. په دغه کال سنډیمن د ۲۵ کاله وروسته خپل وطن ته ورغلو.
په انګلستان کې يې خپل حکومت ته مشوره ورکړه چې سبی او پشین دې هم د برطانیې برخه شي. حکومت زره نازړه و خو سنډیمن په خارجه وزارت کې په چارواکو زور راوړو او اخر کابینې ورسره دا وومنل.
د برطانوي استعمار پای ټینګونکې رابرټ سنډېمن د خپلو خدمتونو له کبله د “سر” په خطاب ولمانځل شو. دی په ۱۸۹۲ م کې په لسبېله کې ومړ او مقبره يې هم هلته جوړه ده.
صفیه حلیم
سرچینې
۱.بلوچ قوم.(اردو) ډاکټر شاه محمد مری.تخلیقات، لاهور.۲۰۰۷ م. ۱۸۱ نه ۱۸۵ مخ
۲.سر رابرټ سنډیمن- د بلوچستان فاتح. ایل-پي ټکر. میکمیلن کمپنۍ. نیویارک.۱۹۲۱ م.
۳.فارورډ پالیسي او د دې نتیجې. آر- آیی بروس. لانګمېن ۱۹۰۰م.
۴.تزک عبدالرحمانی. د نوي افغانستان جوړونکې. (اردو) پروفیسر عزیز محمد بګټی.۲۰۰۶ م. قلات پریس کوټه.
۵.د پرمختیا مخکښان. د سلطنت جوړونکي. اې- پي نیوټن او ډبلیو-بي ورسفولډ.۱۹۲۱.
د خپریدو نېټه- ۷ ستمبر ۲۰۱۸ م