نهرو او قبایل


دا عکس په ۱۷ اکتوبر ۱۹۴۶ م د رزمک په یوې جرګې کې واخیستل شو. یو سپین ږیری د پنډت نهرو مخې ته په قهر ولاړ دی.
جواهر لال نهرو هغه وخت د هند خارجه وزیر و او صوبه سرحد ته د خپل سفر نه وړاندې يې پښتنو ملکانو او خانانو ته لیکونه وراستولې و. په جواب کې ځینو ورته د هرکلي پیغامونه لېږلي وو. د صوبې په اسمبلۍ (پارلیمان) کې د ملت پالو غړو شمېره زیاته وه او وزیر اعلی ډاکټر خان (د باچاخان ورور) لیواله و چې نهرو د صوبه سرحد خلکو او په تیره د “ایپي فقیر” سره وویني.
نهرو په ۱۷ اکتوبر یوې وړې پوځي الوتکې کې میران شاه ته ورغلو. کله چې الوتکه په میران شاه کې کیناسته نو له غرونو ورباندې ډزې وشوې. هلته ۴۰۰ شا و خوا اتمانزي وزیرملکان جرګې لپاره راټول وو. د باچاخان د پښتو خطاب نه وروسته دوی د نهرو خبرې نه اوریدی. یو چا ناره کړه چې د هند تیر حکومت د مسلمانانو سره ښه سلوک نه و کړې. ډاکټر خان ترې پوښتنه وکړه چې تاسو انګریزانو د لاس لاندې ژوند غواړئ؟ یو ملک ورته وویل چې نا! مونږ د انګریز سره په جنګ کې وینې توی کړي دي او د بهرنیانو حکومت نه منو، مونږ پخپل حال پریږدئ.
بیا نهرو په الوتکه کې رزمک ته ورغلو. هلته ۱۰۰ شا و خوا مسید ملکان د انګریز استاځي په مېشتځي کې راټول او د نهرو خبرو ته يې غوږ ونیولو. تر هغې ده هم خپله لهجه بدله کړې وه چې دی په هغوی حکومت کول نه غواړي بلکه د مینې پیغام سره راغلی دی. ناستو خلکو ورته وویل چې دوی هغه خپل مشر نه ګني او محمد علی جناح ته به خپل حال وایی. هغه وخت خبرې ترخې شوې کله چې یو ملک په ډاکټر خان اعتراض وکړو. نهرو جرګه ختمه کړه چې دی د خپل همکار سپکاوی نشي زغملې. پنډت نهرو د انګریز سیاسي استاځې ” رابرټ هاډسن” ته مخ واړوو چې تاسو د دغو بیچاره پینشن خوارو نه ویرېږئ؟ دغه خبره چا مسیدو ته وژباړله چې یو ډول پېغور و. هم هغه وخت سپین ږیرې ملک مهردل مسید وړاندې شو او نهرو ته يې ښکنځل سره یوې څپیړې ورکولو ته لاس اوچت کړو خو انګریز يې لاس ونیولو.
له دې وروسته نهرو، واڼه ته لاړو خو هلته احمدزو وزیرو ورسره د لیدو نه انکار وکړو. ایپي فقیر (مرزا علیخان) د ملاقات په ځای نهرو ته یو لیکلې پیغام ورواستاو چې زه هغو ټولو خلکو ملاتړی یم چې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي. دوی ټانک او جنډولې ته هم ورغلل چې هلته قبایلو ورته ګډان او د تناره ډوډۍ راوړل. د خیبر آپریدو د نهرو سره لیدو نه انکار وکړو.
په پیښور او نورو ځایونو کې د باچا خان مخالف د مسلم لیګ یو مشر عبد القیوم خان د مظاهرو تابیا کړې وه. ده نه غوښتل چې سرخپوش له دغه موقع سیاسي ګټه واخلي. وروسته ملت پالو، انګریزان په دې تورن کړل چې قبایلو ته يې لمسون کړې و. ددې دعوی تر شا څه نا څه حقیقت و، ځکه ملک مهردل ته انګریزانو زیات مراعات ورکړي وو او خپل قام ورته د شک په سترګه کتل.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۲۳ ستمبر ۲۰۱۸م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *