په مردان کې ساول ډېر د کشان وختونو مهم ښار و چې د یوې غونډۍ چاپېره اباد شوې دی.
د جمال ګړۍ نه ۴ کلومیټړ جنوب لویدیځ کې د تنګې درې دواړو غاړو ته وړې غونډۍ او پکې څمڅې له ورایه ښکاري. په ګڼو ځنګلونوکې د وحشي ځناورو له ویرې د تیږې د زمانې انسان ډېره موده هم هلته اړولې وه. اخرچې ونې پرې او ځناور ښکار شول نو خلکو د غونډۍ نه ښکته، په سمه کې کورونه جوړکړل. خو د تاو راتاو درو نه بره، هغه غونډۍ د عبادت او د مراقبې ځای پاتې شو. د یوې غونډۍ د پاسه د خوږو او یخو اوبو چینه هم وه او خلکو به دا ټوله غونډۍ د “چینه” په نوم یادوله. په غونډۍ “ګاګره” تیږه چې د نورو ګټو نه سپکه او ځایی خلک ورته “کنجور” وایی، ډېره وي. دا تیږه زرګونو کاله په اوبو کې پاتې او د مجسمو او د نورو توکو د توږلو لپاره مناسب ګڼل کېږي. ښایی د ګندهاره مجسمه ساز به له دغه ځای تیږه وړله.
شا و خوا دوه زره کاله پخوا د غونډۍ په سر بودایانو خپله خانقاه جوړه کړې وه. دې ته د ورختلو لپاره د چینې ښي لاس ته د تیږې پوڼۍ وې چې څو ترې اوس هم پاتې دي. پوڼیو نه بره د خانقاه کنډوالې دي. په دې کې د تخت بهۍ په شان د راهبانو د مراقبې وړې کوټې او د یو لوی سټوپا نه چاپېره د منښتې وړې سټوپې جوړې وې. د لوی سټوپې جنوب ته ښکته یل بل پوښ غولې دی چې ممکن د ګډ عبادت دالان پرې جوړ و. شمال ته د غونډۍ په لمنه د کورونو کنډوالې دي چې ښایی دلته ممکن یو مدرسه یا پوهنځی موجود و. د یو هال یا سالون نښې هم لري چې پکې جرګه یا ګډ عبادت کیدو. د یو مذهبي جشن یا میلې په وخت د خلکو راټولیدل او اوسیدلو امکان هم شته.
په ۱۹ میلادي پېړۍ کې د ساول ډېر او ورڅېرمه څو کلیو کې خلکو پخواني توکي موندل خو معلومات ورته نه وو چې دا د کومې زمانې دي. انګریزانو دلته په لومړي ځل پلټنې وکړې او د ګندهارا تمدن نښې يې رابرسیره کړې. د کلي پخواني خلک وایی چې د “امازو” ګړۍ” نه به خلک راتلل او دلته له زمکې به يې توکي راټول کړل. د شلمې پېړۍ په نیمایی کې د جاپان لرغون پوهانو دلته پلټنې شروع کړې او دا ځای يې “ترېلي” وبللو. ساول ډېر ته څېرمه یو بل کلی “ګنګو ډېر” او سازالدین کلي دي. دلته اوسیدونکي د خپلو کورونو د ترمیم او کنستون په وخت لرغوني توکي، لکه، د خاورو مرتبان، خم، منګي او د کور لوښي رابرسیره کړي. دا ښایی چې یو وخت دلته ژوند ډېر مصروف او پکې د کاروبار لپاره لوی بازار هم و. د لیرې ځایونو نه راتلونکي زایرین چې بره سټوپا او خانقاه ته ورتلل نو د ساول ډېر له بازار به يې د نذر توکي لکه وړې مجسمې،اګربتۍ او ډیوې اخیستې. په بودایی دین کې راهبانو ته ډوډۍ ورکول ثواب ګڼل کېږي نو ځکه دلته د خواړو هټۍ هم وې.
د لرغون پوهانو د پلټنو سره سره د سیمې کاروباریان هم له ډیرې مودې فعاله دي. یو ځای د بودا یوه لویه مجسمه وموندل شوه چې نیم په یو کور کې او نیم په بل کې وه. دواړو کورونو پرې دعوه کوله او اخر دا شخړه جرګې ته وړاندې شوه. د مجسمې خریدار پیدا شو او په ۷ لکه يې خرڅه کړه. بیا د جرګې په فیصله نیمې پېسې یو کور او نیمې بل کور واخیستې. دا خبره چې ډنډوره شوه نو نور هم پخپلو کورونو کې د بوتانو لپاره زمکه وکنستله. په ” سره ډېرۍ” کې هم دغسې یو کس د بوتانو لپاره زمکه اړوله چې د خپل کور چت پرې راونړیدو.
د ساول ډېر نه موندل شوي د بودا مجسمې پیښور او لاهور میوزیمونو کې ساتل شوي دي. ددې لوی جومات د بودا په عبادت خانې جوړ شو. کله نا کله جاپاني سیلانیان ورته ځي او پکې بودایی عبادت تر سره کوي.
صفیه حلیم
نسکورې ډیرۍ- ګوهر رحمان ګوهر. بي بي سي نړۍ وال خپرونې. ۱۹۹۹م. د ۶۲ نه تر ۷۰ مخ.
د خپریدو نېټه- ۲۷ ستمبر ۲۰۱۸ م