شین


په پښتو کې “اسمان شین دی” هغه محاوره ده چې نور خلک پرې ملنډې وهي. شین واښه، شنې سترګې، شنه پاڼه او هغه میوه چې “شنې” نومېږي، ټول د خپل رنګ له کبله پیژندلې شي. خو د اسمان او سمندر رنګونو ته شین ولې ویل کېږي؟
دا ستونزه په ډېرو پرمخ تللو ټولنو کې هم وه او اوس هم ده. انساني سترګې کله چې د خپل چاپیریال سره بلد شوې نو لومړې يې “تور او سپین” یا شپه او ورځ ولیدل. د نړۍ په هرې ژبې کې دغه دوه توري موجود دي. د ژبو د تاریخ پلټونکې، د جرمني فلسفي، لزاریاس ګایګر وایی، په هرې ژبې کې د تور او سپین نه وروسته “سور رنګ” لپاره تورې جوړ شو. ورپسې زیړ(ژیړ) او بیا شین وو.
د نیلا رنګ لپاره یوناني، چینایی، جاپاني او عبراني ژبو کې هیڅ تورې نه و. د یونان په لرغونو متنونو کې د سمندر اوبو ته “تور شراب” ویل کیده. دا ښایی چې انسانانو نیلا رنګ نه لیدو. که لیدو يې نو هم ورته دومره مهم نه وو چې یو تورې ورته جوړ کړي.
د مصر خلکو په لومړي ځل نه یواځې په مصنوعي توګه نیلا رنګ، بلکه تورې هم ورته جوړ کړو. په هند کې خلکو “اسماني رنګ” پیژندلو او د اباسین په تمدن کې د نیل بوټي نه رنګ وزبیښل شو چې ممکن یو نوم يې لرلو. دغه نوم نه مونږ ځکه خبر نه یو چې د هغه وخت ژبه تر اوسه نه ده لوستل شوې. د نیل تجارت د نورو ملکونو نه علاوه، مصر سره هم کېدو نو د هغه ځای د سیند “نیل” په نوم يې یاد کړو. هم دغه په پښتو کې کاروي خو پخواني خلک نیلا ته اوس هم شین وایی، چې غلطه نه ده.
د افریقه ځینې ټولنې داسې دي چې هلته خلک نیلا او شین رنګ کې توپیر نشي کولې. هغه خلک چې د پښتو ژبې محدودیت ته ګوته نیسی، ممکن په دغه وضاحت قانع شي.
صفیه حلیم
د “ګېوین ایونز د مضمون، ” د رنګ کیسه”. ۲۵ ستمبر ۲۰۱۷ م.
د خپریدو نېټه- ۵ اکتوبر ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *