عناب


د زکام حکیمي دارو “جوشانده” به چا راوړه نو ماشومان به په انتظار وو چې کله به د جوشاندې پوړۍ خلاصېږي او ترینه یو یا دوه سرې بیرې راووځي. دغه بیرو ته به يې “عناب” ویل چې د خوړلو لپاره به مور رانه لوظ اخیستو چې جوشانده به هم څښو.
عناب په هر ملک کې په بیلا بیل نومونو یادېږي. په یوناني ژبې کې ” خوخوبې” او نورو اروپایی ژبو کې “جوجوبی” نومېږي. د کریبیان په جزیرو کې د عناب جنګلي بوټې د “جوجو” او د بلغاریې په ختیځ کې ورته “حیناپ” یا ” فیناب” وایی. داسې ښایی چې عناب د ترکي او لبنان نه جنوبي یورپ ته وړل شوې وي.
د عناب یو قسم د ایشیا په غرونو کې او ۵ نور يې په معتدل او ګرمو سیمو کې وي چې ازغن بوټې يې د ۵ نه تر ۱۲ میټر لوړ وي. د دې پاڼې شنې او غوړې او وړوکې زیړبخن ګل يې ۵ پاڼې لري. عناب په بوټي کې له پخیدو وړاندې، د مڼې په شان خوند ورکوي. د دې بیرې د اوړي په پای کې پاخه وي او د کجورې په شان ګونځې شي. په منځ کې لکه د زیتون یو ګټکې (هډوکې) وي. د هرې سیمې عناب خپل رنګ او خوند لري. هم دغه سبب و چې ساینس پوهان د دې ځینې بوټي د ” زیزایفس” او نور “خوخوبې” په نوم یادوي. اوس دا دواړه نومونه یو ځای کارېږي او یو ډول يې هغه دي چې غوړ ترې ویستل کېږي.
عناب لکه د نورو بیرو په وچ شکل کې ژمي له ساتي او له دې خواږه او مټایی جوړوي. په ویتنام کې په لوګي کې يې وریت کړي او بیا يې خوري. چین او کوریا کې له دې چای او سرکه، په بنګال کې ترې اچار او چین کې شراب جوړېږي. دا په شرابو کې هم ساتي چې تر ډېره وخته تازه پاتې وي. په هند کې د زیړي د رنځ درملنه هم پرې کیده.
د عناب بوټې ښه خوشبویی ورکوي او په مرکزي ایشیا کې ځوانانو به د دې یوه وړه څانګه پخپل پټکي کې ټومبله. ځینو ملکونو کې دا د ناوې په کوټه کې يې هم ایښودله. په بهوټان کې خلک د عناب وچې پاڼې په کورونو کې د خوشبوی لپاره ساتي چې د چینجو وژلو لپاره هم ښه وي. په جاپان کې د دې لرګي نه به يې مرۍ او تسبیح جوړولې.
یو روایت دی چې په قران کریم کې د “سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى” ( د اسمان د وروستي سر بیره) د عنابو ونه وي.
زمونږ په سیمه کې دا لکه د نورو بیرو په بازار کې خرڅیدل خو اوس يې ځنګلي بوټي ورک شوي دي. یواځې د حکیمانو سره وي چې زکام، ټوخي، د سردرد، قبض او بې خوبي په درملنو کې کاروي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *