جهیل سیف الملوک


د کوڼرسیند سرچینه سیف الملوک له سمندر ۳۲۲۴ میټر لوړ د پاکستان ترټولو لوړجهیل دی.
خیبر پښتونخوا په مانسهره ضلع کې د کاغان درې په شمالي څنډو دغه جهیل د ناران نه ۸ کلومیټر شمال کې دی. دې ته نزدې د “ملکه پربت” غرونه دي. د ناران د ویالې سره په یوه کچه لار زرګونو سیلانیان هر کال په اوړی کې د سیف الملوک جهیل لیدو ته ورځي. په ژمي کې دغه لاره په واورو بنده وي.
د سیف الملوک جهیل شا و خوا ۳۰۰ زره کاله پخوا په کنګلي زمانه (آیس اېج) کې جوړ شو. هغه وخت د جهیل په ځای غرونه ولاړ وو چې د واورې د خویدو(برفکوچ) له امله پکې ژوره کنده پیدا شوه. بیا له چاپېره غرونو ویلي کیدونکې اوبه په دغه کنده ورماتې شوې. اوس د جهیل اوبه لکه د یوې کاسې د چاپېره غرونو په منځ کې راټولې دي. په سیف الملوک کې ۲۶ قسمه واښه موندل کېږي چې ځینې يې د نایاب دي. د جهیل په اوبو کې “ټراوټ” مهی وي چې سیلانیان يې نیولو ته ناست وي. د دې ځای مهي لوی او وزن يې تر ۷ کلوګرام کیدایشي.
تر ۱۹۸۰ م پورې هم سیلانیان به د ناران نه تر سیف الملوک ۸ میله په پښو ورتلل. وروسته دغه لار د جیپ د تلو لپاره سمه کړې شوه. هم هغه راهیسې د سیف الملوک جهیل سکوت او ښکلا په زوال شو. خلک د ځانه سره پلاسټیکي بوتلو او کسوړو کې ځان سره څښاک او خواړه وړی او خځله هم هلته پرېږدي. د جهیل چاپېره دغه ډېران په زیاتېدو شو. بیا د سیلګرۍ شعبې د سیمې رضاکارانو ته دغو ډېرانو د پاکولو کار وسپارلو. اوس په سختۍ هر سیلاني ته ویل کېږي چې د جهیل سیف الملوک سره د پلاسټک پریښودل جرم دي او ۱۰ زره روپۍ يې کوي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *