د ۱۹ میلادي پېړۍ په پای کې په یورپ کې د عکاسي سره، خوځنده فلم هم وده وکړه. په هند کې لومړي خاموش فلمونه به د برطانوي پوځیانو لپاره راوړل کیده چې په یو ځانګړي کوټه کې يې ننداره کېده.
په ۱۹۲۰ م کې په پیښورچاوڼۍ کې لومړۍ سینما جوړه شوه چې انګریز او هندي پوځیانو به پکې خاموش فلمونه لیدل. دوېمه سینما ” ډیلکس” د ښار یو کاروباري، هریچند کپور د پوځي بارکونو سره جوړه کړه چې د پوځیانو نه علاوه عامو خلکو هم پکې فلمونه لیدل. درېمه سینما په اوسني طارق روډ “سینما ډي پیرس” نومیده. په دغو ټولو کې د ۱۰۰ شا و خوا نندارچیان کیناستی شول.
په ۱۹۳۵ م کې رای بهادر الشیرداس چې په ټول هند کې يې د ۵۰ نه زیات سینماګانې لرلې، د کابلي دروازې نه بهر “ناولټي” او په صدربازارکې ” کېپیټل” سینما جوړ کړل. کیپيټل سینما د بمبۍ د میټرو په بڼه او د هغه وخت تر ټولو نوې ډیزاین ودانۍ وه. ددې په خپل چاپځای کې تیار شوي، د فلمونو اشتهاري پوسټر ټول هند ته به يې وراستول. د ښار انځورګرانو به دلته د فلمي ستورو د انځورونو نه علاوه، په نوي مشینونو د هغې په زرګونو کاپیانې چاپولې.
په ۱۹۳۷ م کې یو سیک کاروباري د صدر په لوی سړک ” لېنسډاون سینما” جوړه کړه. دا د هندي او اروپایی جوړښت ودانۍ وه چې رنګین کاشی خښتې يې پکې کارولې وې او د هاليوډ انګریزي فلمونه به پکې ښودل کیده. لینسډاون سینما په ۱۹۶۰ م کې خرڅه شوه او نوی نوم يې “فلکسېر” شو.
د هند له وېش وړاندې، په کیپیټل سینما کې د یوې خیراتي ډرامې یا تیاتر “دیوار” تابیا وشوه. یو پیښوري ځوان پرتهوي راج کپور پکې د پښتون رول لوبولې و چې د نندارې نه وروسته په دروازه ودریدو او پخپل څادر کې يې له خلکو پېسې را ټولې کړې. د هند له وېش وروسته ده د بالي وډ د نورو نامتو فنکارانو، انیل کپور او د ونود کهنه ټبرپه شان پیښور پریښودو.
په ښار کې د کیسه خانۍ نه بهر د ناولټي سره دوه نورې سینماګانې هم په یو سړک جوړې شوې وې چې “تصویر محل” او “پکچر هاوس” نومیدل. خو عامو خلکو به ورته لومړۍ، منځنۍ او درېم ویل. د دغه سړک نوم هم “سینما روډ” شو. د بالا حصار مخ ته انګریزانو یو تیاټر جوړ کړو چې وروسته “نازسینما” شوه. دلته به تل د انګریزي فلمونه نندارې ته وړاندې کیدل.
د پیښور ۱۴ سینماګانو کې به هره ورځ په زرګونو خلکو فلمونه لیدل. ټولو کې به ۳ برخې وې. ښکته لوی هال به د سړو لپاره و چې وروسته سیټ ټکټ بیه ۱۲ آنې او وړاندې ۶ آنې وه. ددې د پاسه “ګېلري” وه چې ټکټ يې یوه نیمه روپۍ او هلته کورنۍ، ښځې او سړي دواړه کیناستل. د ګېلري شا ته بره دواړو خواو ته ” بکس” په نوم کوټې وې چې یواځې ښځې به پکې د خپلو ماشومانو سره کیناستې. ټکټ يې ۱۲ آنې و او پکې ۱۵ شا و خوا کرسۍ وې. کله چې د ښځو شمېره به زیاته شوه نو اضافه کرسۍ به يې ورته کیښودې. ماشومان به د میاندو په غیږ او یا د کرسۍ په لاستي کیناستل. کله چې فلم نیمایی کې د تفریح (انټرول) لپاره بند شو نو د ګنډېرو، مومپلو او چای خرڅونکو شور ماشور شو. دا به اکثر لوی هلکان (ماشومان) وو چې په غاړه کې به يې لوی لرګین پتنوس ځوړند و او ژر ژر به يې هر څه خرڅول ځکه د فلم بیا شروع کېدو سره به دوی ووتل. په سینما کې د سیګرټ څکولو ممانعت نه و او په هال کې ځای ځای به د شګو ډک سور رنګ بالټي ځوړند وو خو په سینما کې د اور لګیدو پېښه چرې نه وه شوې. په هر پوړ کې غسل خانې ( تشنابونه) وو او د ګېلري مخ ته د کیناستو لپاره صوفې پرتې وې. د سینما مخې ته هم د خواړو خرڅوونکي ناست وو او سړو به ترینه ګنډېرۍ او کباب اخیستل. ښځو به هم هلته په باکس کې د چای پتنوس یا نور خواړه ځان ته راوغوښتل.
د پیښور په سینماګانو کې به هره ورځ ۳ نندارې (شو) کیدل. د ماځیګر ۳ نه تر ۶- بیا د ۶ نه تر ۹ او د ۹ نه تر ۱۲ بجو. د ۳ بجو نندارې ته به کلیوال ډېر ورتلل. د ۶ بجو ته به ښځې او ماشومان یا نوکر پیشه خلک ورتلل. وروستی ننداره به ۹ بجې وه چې د ښار کاروباریانو به خپلې هټۍ بندې کړې او سینما ته به لاړل.
د ۱۹۷۰ په لسیزه کې پیښور پوهنتون کې د “آغا خان آډیټوریم” په نوم یو هال جوړ شو. په دې کې به هره سه شنبه ۲ بجې یو انګریزي یا اردو فلم ښودل کیدو. د محاصلینو به خپل کارډ په ښودلو مفت فلمونه کتل. د چاوڼۍ سینما کې به هم د ورځې (مېټني) شو کیده او زیات پکې انګریزي فلمونه ښودل کیده.
د ۱۹۸۰ م نه وروسته د پیښور په سینماګانو زوال راغلو. د یوې مافیا په لاس د فلم نه وړاندې وروسته د بربنډو فلمونو ټوټې ښودل کیدې چې د ولس زړه ترې تور شو. په خلکو د تفریح دغه لاره بنده کړې شوه او ورو ورو پرله پسې سینماګانې په شاپنګ سینټرونو بدل شول.
صفیه حلیم
سرچینې
۱. پشاور صدر- تاریخ کے آینے میں- عمران رشید.سید احمد کالوني پیښور. ۲۰۰۲ م. ۳۹۵- ۳۹۸ مخ.
۲. .پشاور کے فنکار- تهیټر اور فلموں میں. محمد ابراهیم ضیاء- تاج الدین پبلیکېشنز پشاور.۲۰۱۴ م.
د خپریدو نېټه- ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۸ م