په ۱۹۲۴ م کې یو ځوان اروپایی په کابل کې د امیرامان الله خان دربار ته ورغلو. ده د خپلې پیژندګلوۍ لپاره، د ناروی د باچا له خوا یو لیک وړې و چې امیر ته يې وړاندې کړو.
دغه ځوان، جورج وېلنټین وونمنت مورګنسټین په ۲ جنوری ۱۸۹۲ م د ناروی په پلازمینې اوسلو کې زیږېدلې و. ده په انګریزي، فرانسوي او جرمني روانې خبرې کولې او ورسره فارسی او پښتو هم زده کول.
د ۱۹۰۹ – ۱۹۱۸ م کلونو کې مورګنسټین په بون او برلین پوهنتون نه په هندي اروپایی ژبو تخصص واخیستو. له ۱۹۱۷ م دی لومری په اوسلو او بیا ګوټبرګ پوهنتون کې استاد و. ده د سانسکرت ژبې په ډرامو خپل لومری کتاب ولیکلو. په ۱۹۲۴ م کې د تبتی ژبې د ډرامې “ناګاننده” په اړه یوه مقاله خپره کړه.
د ۱۹۲۳ م نه تر ۱۹۷۱ م ده په هند، ایران او افغانستان کې په ژبو څېړنې وکړې. هغه د پښتونخوا پخوانۍ ژبې “درد” او د دې بیلا بیلو وړو ژبو لکه پشۍ، کهوار، بروشسکي او کوهستاني چې هغه وخت نه وې لیکل شوې، څېړنه وکړه. بیا په دوو ټوکو کې يې ورباندې کتاب چاپ کړو چې ” هندی ایرانی سرحدي ژبې” په ۱۹۲۹ او بل په ۱۹۳۸ م کې چاپ شو.
مورګنسټین د ایشیا د ولسي دودونو په اړه ځای ځای مرکې ثبتولې. د ودونو، ښادۍ او د نورو غږونو ریکارډنګ يې اخیستو. د دې نه علاوه فلم يې هم جوړاو او عکسونه يې اخیستل. دا ټول مواد او د مورګنسټین په لاس لیکل شوي راپورونه او مقالې د ناروی په ملي کتابتون کې د خلکو د ګټې لپاره پراته دي.
دی ۱۹۳۷ م نه تر ۱۹۶۳ م پوری يې اوسلو کې استاد او د خپلو علمي کارونو لپاره يې ډېر انعامونه وګټل. مورګنسټین درې ځلې د “ویډینسک اکاډمي” مشر وټاکل شو او د ناروی، دنمارک، فرانس او د افغانستان د علومو د اکاډمیو غړی و. دی د برطانیی د رایل ایشیاټک سوسایټي غری هم و او د هغوی له خوا به يې د افغانستان د ژبو په اړه لیکچر ورکوو. ده د افغانستان د ژبو یو اټلس هم جوړ کړی و. د اویستا په اړه هغه د دې ژبې صوتي سیسټم معلوم کړو. له هغې نه تر خوشال خان خټک پوری څېړنې يې کولې.
په ۱۹۶۴ م کې هغه د ژبو په اړه یو بل کتاب خپور کړو. په دې کې د ده ځینې پخواني مضمونونه چاپ شول.
وروستو د دې ژبو څېړونکو سره يې ډېره مرسته کوله. هغوی ته يې خپل مواد ورکول. هغه د چین په لرغونو ژبو هم لیکنې وکړې.
مورګنسټین په ۳ مارچ ۱۹۷۸ م کې وفات شو. د ده له مړینې وروسته د پښتو ژبې په اړه د ده یوه څېړنه خپره شوه.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۹ نومبر ۲۰۱۸ م