دا عکس جان برک په ۱۸۷۹ او ۸۰ م تر منځ په افغانستان کې اخستې و.
په دې کې د قبایلي سیمې یو پښتون په سپینو جامو کې ښکاري. د ده په سر پټکی او په واسکټ يې یو میډل(بادرۍ) ځوړند دی. څنګ ته يې توره ده.
دا عکس د یو داسې البم برخه و چې پکې د دویم افغان جنګ کلکشن و. څرګنده نه ده چې دغه افغان د کومې سیمې او نوم يې څه و. په میز پراته کتابونه او قلم د برک د سټوډیو څو توکي دي چې هغه به د عکس اخیستو په وخت کارول. د عکس سره ” یو پتمن افغان” تورې ښایی چې دی د انګریز ملګری او هغوی ته د خدمت په انعام کې ورته دغه بادرۍ (میډل) ورکړې شو.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۳ دسمبر ۲۰۱۸ م
عکس دانټرنیټ څخه