سمه


د پښتنو په اړه ځینو تاریخونو کې “سمه” او د “سمی پښتانه” د “سامانه” سره تړل شوي دي. دا د پنجاب په پټیاله کې د یوې سیمې نوم دی.
په پښتو کې “سمه” هوارې زمکې ته وایی. پښتنو به د روغبړ په وخت مساپر نه پوښتنه کوله چې، “د سمی يې؟ که د غرونو؟ د سمی تورې د اکوړي، صوابۍ، اشنغر او پیښور خلکو لپاره کارېدو.
دا توری ښایی “یوسفزو” رواج کړو ځکه دوی چې کابل نه ورکډه شول نو د اباسین په لویدیځه غاړه ښیرازه زمکې يې ونیولې. دوی به پخپلو کې فارسی ویله او ځان به يې له نورو پښتنو لوړ ګڼلو. د اشنغر دراني هم په پوزه مچ نه پرېږدي او مومندو، وزیرو، خټکو، آپریدو او داسې نور، ” د غرونو خلک” بلي.
بیا هند ته چې ورتلل نو ځان له نورو لوړ ښودلو لپاره يې ویل چې زه د سمی پښتون یم. د دې وضاحت نه بې خبر، د هند لیکوالانو، په هڅ (اندازه) دا په پښتونخوا کې د یو ځای نوم ګڼلو. یو شاعر وایی،
خلک د سمی که د غره ښکلي دي
ټوله دنیا کې پښتانه ښکلي دي
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۱ دسمبر ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *