بید-ولی


اسپرین اوس په نړۍ کې تر ټولو زیات کاریدونکې دارو دي چې د “بید” له ونې جوړېږي.
بید ته په انګرېزي کې “ویلو” واي چې ۴۰۰ قسمونه لري. د دنګو ونو نه علاوه، لویو وړو بوټو په شکل کې د نړۍ هر ګوټ کې شنه کیدای شي. د مختلف قسم بید پخپل منځ کې د اختلاط له کبله د دې ونې په قدرتي یا مصنوعي ډول نوي بید په اسانه جوړولې شي. په شمالي قطب او لوړو غرونو کې داسې بید هم شته چې په زمکې خواره واره پروت وي.
په عامه توګه د بید ونه ۱۲ نه تر ۲۰ میټر پورې لوړه وي. دغه بید مجنون یا لیونی بید په انګریزي کې “ویپنګ ویلو” نومېږي او د چین شمال نه نورې نړۍ ته خپور شوی دی. دوېم ډول بید مشک “مصري بید” (مسک ویلو) دی چې زیړ ګل يې خوشبوی لري او عطر ترې جوړوي. د دې ونه ټیټه، سوربخن کاسني رنګ کې او په ژمي کې د ډول لپاره کورونو کې ساتل کېږي. د دې بید زرغون پرېړ پاڼې، ۱۵ سینتي میټر اوږد، د اګۍ په شکل وي.
درېم ډول بید “پده” نومېږی چې پاڼې يې پلنې اوذیږه وي. شا وخوا ۳۵۰۰ کاله پخوا یونان کې د بید پوټکي نه د پیو په شان شیره د درد کمولو لپاره دارو په توګه کاریده. په ۱۸ میلادي پېړۍ کې د نورو څېړنو نه وروسته د دې شیرې ساینسي نوم “سالیکس” وټاکل شو او بیا په جرمني کې له ” سالیکلایک” شیرې د اسپرین ګولۍ جوړه شوه.
زمونږ په سیمه کې بید په “سپین” او “تور” وېشلي دي. د سپین بید لرګی کلک وي نو د کرکټ د لوبې بېټ، میز کرسۍ او بکسونه ترې جوړوي. په ناروی او شمالي شمالي یورپ کې د بید نه به يې شپېلۍ او د موسیقۍ الات جوړول. د توربید لرګی نرم وي نو د کرسیو د بوڼلو او پردې جوړولو لپاره ترې کار اخلي. د مهیانو د نیولو جال او ټوکرۍ به يې له دغه بید جوړول. د څرمنې رنګولو لپاره يې هم د دغه بید د لرګي پوټکی کاروو. د بید لویه ونه ښه سیوری لري او پکار ده چې د سړکونو په دواړو غاړو وکرل شي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۱۲ جنوری ۲۰۱۹ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *