ګل او صنوبر

?????????????


د ختیځ د یو ملک باچا ۷ زامن لرل. تر ټولو مشر شهزاده الماس ځنګل کې ښکار په وخت یوه ښکلې هوسۍ ولیده. هغه غوښتل چې هوسۍ ژوندۍ ونیسي نو خپل اس يې ورپسې خوشې کړو. دی د خپلو ملګرو نه بېل شو او یو ځای يې د اوبو چینه ولیده نو هلته ایسار شو. لږ دمه يې وکړه نو د یوې ونې لاندې يې شلیدلو جامو کې یو سړی ولیدو. شهزاده ورنزدې شو او د ده حال يې وپوښتو.
دغه سری د بابل باچا او ۷ زامن يې لرل. یو ځل ده د ترکستان د باچا “قیموس” په اړه خبر شو چې د هغه لور مهر انګیز د واده لپاره یو شرط ایښې دی. هغه د واده خواستګار نه یوه پوښتنه کوي او که څوک جواب ورنکړي نو سر ترې پرېکړي او په کلا يې ځوړند کړي. د بابل باچا زوی هم دغسې وژل شوی و. د ده ملګرو حال راوړې و چې د شهزادګې پوښتنه داسې وه.
” ګل د صنوبر سره څه وکړل او صنوبر د ګل سره څه وکړل؟”
شهزاده الماس له ځنګله بیرته چې شاهي ماڼۍ ته ورسیدو نو په زړه کې يې تلوسه وه. پلار ته يې دا کیسه وکړه او له هغه يې اجازه وغوښته چې د مهرانګیز د سوال جواب لپاره ورشي. خو باچا ورته وویل چې د حکومت کارونه اوس راته ګران دي. ته باید ما سره پاتې شې. نور وروڼه چې يې خبر شول نو هغوی ورته وویل چې مونږ به د شهزادګۍ د پوښتنې جواب لپاره ترکستان ته ورشو.
لنډه دا چې دغه شپږ وروڼه هم قتل شول او پلار يې د هغوی ویر ته کیناستو. شهزاده الماس د مهر انګیز نه د بدل اخیستو هوډ وکړو. پلار ته يې وویل چې زه ټول عمر د بې غیرتو په شان ژوند نشم کولې. اخر باچا ورله اجازه ورکړه او دی هم ترکستان ته لاړو. هلته د کلا په سر د خپلو وروڼو سرونه ولیدل نو سوچ يې وکړو چې د جوش په ځای هوش پکار دی. ښه به دا وي چې اول د ګل او د صنوبر راز معلوم کړي.
ده ملګري بیرته واستول او پخپله په ساده جامو کې د یو کروند ګر کور کې ایسار شو. څو ورځې چې تیرې شوی نو د کروند نه يې د شهزادګۍ مهر انګیز پوښتنه وکړه. هغه ورته وویل چې دا د خپلو څو ملګرو سره ماښام یو بڼ ته د سیل لپاره ورځي. دغه بڼ سره یو سیند بهیدو او شهزاده د ورځې له اوبو پورې غاړه په یوې ونې کې ورته پټ شو. ماځیګر مهرانګیز بن ته ورغله او هلته د تالاو پر غاړه ورو ورو يې قدم وهلو. شهزاده الماس چې دا ولیده نو ښایست ته يې حیران پاتې شو. د مهرانګیز او ملګرو له تلو وروسته شهزاده له ونې ښکته شو او بیرته د سیند په اوبو کې د لامبو وهلو کور ته لاړو. څو ورځو کې هغه ته څرګنده شوه چې د شهزادګۍ خاص مینځه “دل ارام” ورته ډېره نزدې وه. هغه د دل ارام استوګڼه وموندله او بیا يې ورسره ملګرتیا جوړه کړه. دوی به د شهزادګۍ نه په پټه یو بل سره لیدل.
اخر چې د شهزاده زړه ورباندې ډاډه شو نو خپل حقیقت يې ورته بیان کړو. د خپلو ۶ وروڼو د وژنې کیسه يې وکړه او د ګل او صنوبر راز يې ترې وغوښتو. دل ارام ورته وویل چې، “هیڅوک په دغه معمه خبر نه دي خو شهزادګۍ د تخت لاندی یوه کوټه ده او په هغې کې د کوه قاف نه راتښتیدلی یو ذنګي( حبشي) غلام پټ دی. ښایی د پوښتنې سبب په کوه قاف کې وي. شهزاده د دل ارام سره د واده لوظ وکړو او څو ورځې د کوه قاف سفر لپاره يې معلومات کول. اخر چا ورته په بیدیا کې د یو درویش پته ورکړه.
ده څو ورځې د درویش خدمت وکړو او اخر هغه ورته د قاف لاره وښودله. د ډېرو ورځو د مزل نه وروسته دی یو باغ ته ورسیدو چې چاپیره ترې دېوال تاو و. د دې باغ په دروازه یو دېو د خپل غټ ګرز سره دېوال ته ډډه وهلې وه. شهزاده الماس په انتظار کیناستو او کله چې دېو ویده شو نو د ده له مخې ورو ورو تېر شو او باغ ته ورننوتو. څو قدمه وړاندې یوه ودانۍ يې ولیده چې په کړکۍ کې يې یوه ښکلې ښځه ولاړه وه. هغې خپله وینځه ورواستوله چې شهزاده کور ته راولي. دغه ښځه لطیفه بانو نومیده او د شهزاده ډېر درناوی يې وکړو. شهزاده ورته خپله کیسه تېره کړه چۍ دی د خپلو وروڼو بدل اخیستو له کوه قاف ته روان و. په بله ورځ شهزاده رخصت وغوښتو خو لطیفه بانو ورته شراب را وغوښتل او پخپلو لاسونو يې شهزاده ته جام ډک کړو. بیا د رقص محفل يې جوړ کړو. لطیفه بانو ورته وویل چې قاف ډېر لیرې دی، ته راسره واده وکړه او هم دلته اوسه. شهزاده وویل چې “تر څو د وروڼو بدل وانخلم، واده نشم کولې. لطیفه بانو په قهر یوه نرۍ چړه د شهزاده په سینه ورخښه کړه. شهزاده زخمي پر زمکه پریوتو او لکه د مهي شټکڼې وهلې. اخر د انسان نه په هوسۍ بدل شو او بهر ته يې منډې کړې. دی ستومانه یو بل باغ ته ورسیدو چې د یو سوداګر لور جمیله پکې د خپلو ملګرو سره ناسته وه. هغې هوسۍ ولیده نو خپلې ملګرې ته يې وویل، ورشه واښه ورته راوړه. کله چې هغې هوسۍ ته واښه ونیول نو وې لیدل چې د هغې له سترګو اوښکې روانې وې. جمیله پوهه شوه چې هغه انسان و او لطیفه بانو جادوګرې به ورباندې جادو کړې وي. یوې وینځې ته يې د یو معجون د راوړو امر وکړو. جمیلې پخپل لاس هغه معجون د هوسۍ مخ ته ونیول چې په ژبه يې وڅټي. هوسۍ چې معجون وخوړل نو پر زمکه پریوته او لږه شېبه لتې ټکولو نه وروسته بیرته انساني شکل ته واوخته. جمیلې د شهزاده الماس داستان واوریدو نو سخته خفه شوه. ورته يې وویل چې کوه قاف ته مه ځه، هغه د دېوانو پیریانو ملک دی او څوک چې یو ځل هلته لاړ شي نو بیا بیرته ژوندی ترې نشي راتلی.
خو شهزاده ورته وویل چې تر څو مې د وروڼو د قتل بدل نه وي اخستې، په ارام خوب نشم کولې. جمیلې ورته وویل، ” ښه ده …زه به درله درې تحفې درکړم چې د سخت خطر په وخت به دې پکار شي. یوغشې او لینده، دوېم توره ده چې که غر هم ورسره دوه ټوټې کولې شي. درېم دی چړه ده. که ډېر پیټې هم درباندې څوک واچوي نو په دغه چړه به سپک شي.” شهزاده الماس جمیلې سره د واده لوظ وکړو او په اس سپور شو. د ډېر مزل نه وروسته دی یو کلا ته ورسیدو. هلته طریق باچا اوسېدو چې د انساني غوښو د خوړلو شوقین و. شهزاده په لویه دروازه د تیږې په یوه دکانچه کیناستو چې د حبشیانو یوه ډله له کلا راووتله. هغوی د خپلو لویو تورو سره دده مخې ته ودریدل نو شهزاده الماس ورته خپله توره راوویسته او په لږه شیبه کې يې نیم نه زیات حبشیان ووژل. نور په منډه کلا ته ورننوتل او طریق باچا ته يې حال تیر کړو. باچا سخت په قهر خپل ۳۰ منه ګرز را واخیستو او د کلا نه بهر شو. په شهزاده يې یو ګوزار وکړو خو هغه له وړاندې ورته تیار و او یوې خوا ته يې ټوپ کړل. ګرز په زمکه ولګیدو نو شهزاده د تورې په یو ګوزار باچا دوه ټوټې کړو.
په دغه وخت کې ټول حبشیان تښتیدل او شهزاده کلا ته لاړو. هلته د طریق باچا لور “زنګیار” د ظالم پلار د مړینې په خبر خوشاله او د شهزاده هر کلي لپاره د خپل محل نه بهر راووتله او هغه ته يې سمدلاسه د واده وویل. شهزاده ورسره لوظ وکړو چې د وروڼو بدل واخلي نو بیا به ورسره واده کوي. په بله ورځ هغه کوه قاف ته روان شو او د دریو ورځو د سفر نه وروسته یو جنګل کې ایسار شو. هلته د شپې تیرولو په موخه د اس نه کوز شو او د یوې ونې سره يې ډډه ولګوله. د ماښام په خړه کې بادونه راوالوتل او اسمان تک تور شو. ناڅاپه یو لوی مارغه د ونې په سرکیناستو. شهزاده پوهه شو چې هغه سیمرغ و نو په ونه وختلو، د سر نه يې پټکې لیرې کړو او د مارغه یوې وزرې سره يې ځان کلک وتړلو. سهار سیمرغ والوتو او لوړو غرونو ته يې مخه کړه. یو ځای چې مارغه ښکته شو نو شهزاده ترې ځان خلاص کړو.
په کوه قاف د شهزاده الماس یو داسې ځوان سره ملګری شو چې پلار يې د صنوبر باچا نوکر و. کله چې په هغه يې باور پیدا شو نو یوه ورځ خپله ټوله کیسه يې تیره کړه. ځوان ورسره لوظ وکړو چې صنوبر باچا سره به د ده د ملاقات انتظام وکړي. لنډه دا چې شهزاده د ډېرو ورځو د انتظار نه وروسته د دې جوګه شو چې صنوبر باچا دربار ته حاضر شي. ورو ورو هغه د باچا په دربار کې هم کیناستو او هغه ته به يې په جام کې شراب اچول. یوه شپه د موسیقۍ او د نڅا محفل تود و او باچا د شرابو په نشه کې ډېر مست و. ټولو ته يې وویل چې نن زما د باچاهۍ نه علاوه هر څه چې غواړۍ درکولې شم. چا ترې ښکلی اس غوښتو او چا خزانې. د شهزاده وار چې راغلو نو هغه خپله پوښته وکړه. ” باچا سلامت زه د دې پوښتنې جواب غواړم. ګل د صنوبر سره څه وکړل او صنوبر د ګل سره څه وکړل؟ صنوبر باچا ورته سخت په قهر شو خو ژمنه يې کړې وه نو ورته يې وویل چې، ” زما هم یو شرط دی او هغه دا چې جواب نه وروسته به زه تا وژنم.”
شهزاده الماس ورسره وومنل نو هغه ورته وویل، ” په دغه راز د نړۍ ۳ کسان واقف دي. یو زه، بله ګل او دریم یو حبشي غلام چې له قاف نه تښتیدلې دی.” بیا صنوبر باچا محفل نه پاسیدو او دننه د ماڼۍ یو لوی تالار ته ورغلو. کله چې باچا خپل ملازم ته اشاره وکړه نو یو سپی يې راوستلو او د سرو زرو پر تخت يې کینولو. بیا یو یو نوکر نقریی تشت د سپي مخې ته کیښودو چې رنګا رنګ خواړو نه ډک وو. سپی په خوراک اخته شو نو باچا بل کس ته اشاره وکړه. دوو کسانو په زنځیرونو تړلې یوه ښایسته ښځه راوستله چې شلیدلې جامې يې په غاړه وې. باچا شهزاده ته وویل، دا “ګل” ده. بیا د ده په امر د سپي پاتې خواړه د “ګل” مخې ته پر زمکه يې وغورځوو چې وې خوري.
شهزاده الماس چې دا ولیدل نو سوچ يې کوو چې صنوبر باچا څومره ظالم دی. خو باچا بلې کوټې ته بوتلو او خپله کیسه يې وکړه. ” یوه ورځ زه یواځې ښکار له تللې وم چې یو ځای مې بوډۍ ښځه ولیده. هغه د ولوږې د لاسه مړ ژواندې وه. ما ورته ډوډۍ ورکړه او ډېر وخت مې ورسره خبرې کولې. راته يې دعا وکړه چې خدای دې باچا کړي. ما وخاندل چې زه خو باچا یم نو نور به څه وشي. راته يې وویل چې خدای دې د “ګل” په شان شهزادګۍ مېړه کړي. تپوس مې وکړو چې دا څوک وه نو وې ویل، “چې هغه خاندي نو له خلې يې ګلونه غورځي او چې ژاړي نو اوښکې يې ملغلري شي.” ما چې دا واوریدل نو د ګل د تر لاسه کولو شوق راسره پیدا شو. هغې ښځې راته وویل چې که څوک ګل ته د نزدې ورتلو کوشش کوي نو باچا هغه سمدلاسه په اور کې اچوي. خو زه به داسې غوړ درکړم چې که په بدن يې ومښې نو اور ورباندې هیڅ اثر نه کا. ما د ښځې نه هغه غوړ واخیستل او د ګل ماڼۍ ته ورننوتم.
د باچا سپایانو زه ونیولم او هغه زما د سیزلو امر وکړو. په یو لوی میدان کې يې اور بل کړو نو ما یو عسکر ته زارۍ وکړې چې که خپل بدن غوړ کړم نو د سوځیدو تکلیف نه به خلاص شم. هغه راته اجازه راکړه او ما غوړ په ځان ومښل او پخپله مې اور ته ورودانګل. د خدای قدرت چې زه په لمبو کې پټ شوم خو نه سوځیدم او نه مې ګرمي کیده. ډېر وخت وروسته اور مړ شو نو ټولو خلکو ولیدل چې پکې ژوندې ناست وم. باچا پوهه شو چې په ما کې څه کرامت شته نو د ګل واده يې راسره وکړو او هغه مې خپل وطن ته راوستله. د دې د استوګنې لپاره مې دغه عالیشان محل جوړ کړو. د ګل هر ارمان پوره کول زما د ژوند هدف و. یوه شپه مې سترګې له خوبه وغړیدی نو ګل په کټ کې نه وه. ډېر وخت مې انتظار وکړو او چې راغله نو راته يې وویل چې د حاجت لپاره تللې وه. خو بله شپه هم دغسې وشول نو زه شکمن شوم. ما د هغې څارنه پېل کړه ځکه دا به ډېر وخت ورکه وه. یوه شپه چې دا له کوټې ووتله نو زه هم ورپسې ورغلم. هغه ځنګل ته روانه وه چې پکې یو وړوکې کور و او زما څو غلامان پکې اوسیدل. ګل چې هغه کور ته ورسیده نو څلور کسان په منډه راغلل او د دې په وهلو يې شروع کړه. زه هک حیران پاتې شوم چې دا څه طلسم و. زه کور ته نزدې ورغلم نو د ګل غږ مې واوریدو. هغوی ته يې عذر کوو چې خاوند مې ناوخته ویده شو نو ځکه په راتلو کې وځنډیدم. زه نورهم هیښ شوم. دوی دننه ورغلل نو ما د دروازې د ویتکي نه ولیدل. یو یو کس به د ګل لاسونه او پښې ښکلولې. بیا پرې ټول اړم شول نو زما زغم تمام شو. توره په لاس دننه ورغلم او په کس یو مې ګوزار وکړو نو زخمي شو. هغو نورو زه راوپرزولم، یو راته په سینه کیناستو او بل په پښو. هغه وخت ګل څلورم کس ته یو خنجر ورکړو چې شابه ژر يې مړ کړئ چې راز مو څرګند شو. زما د ژوند هیڅ هیله نه وه پاتې او د ګل په دغه خبره مرګ راته غوره ښکاریدو. خو هغه دم زما دغه وفادار سپی کور ته را دننه شو او په هغه کس يې ټوپ کړو چې زما په سینه ناست و. بیا يې بل کس وداړلو نو دواړه رانه لیرې شول. ما ژر توره واخیسته او درې کسان مې هم هلته ووژل. څلورم چې زخمي و، له هغه ځایه وتښتیدو. ګل هم د تیښتې هڅه وکړه خو سپي نه پریښوده. دا مې بیرته ماڼۍ ته راوستله او کوتوال مې خبر کړو. د غلام لټون وشو خو دی د کوه قاف نه وتښتیدو او د قیموس باچا د لورسره يې پناه واخیسته.”
شهزاده الماس چې دا واوریدل نو له سترګو يې اوښکې روانې شوې. صنوبر باچا ته يې وویل چې زه اوس د مهر انګیز په سوال پوهه شوم. هغه دا معلومول غواړي چې ته د ګل سره څه چلند کوې؟ صنوبر ورته وویل چې اوس خو دې جواب تر لاسه کړو نو مرګ ته تیار شه. شهزاده الماس ورته جواب ورکړو چې ټول حال اوس هم نه دی څرګند. پوښتنه دا ده چې مهر انګیز هغه غلام ولې د خپل تخت لاندې پټ ساتلې دی؟ نو که ته ما ژوندی پریږدې نو لوظ دی چې ستا غلام ته به سزا ورکووم. باچا صنوبر د هغه په جواب خوشاله شو او دی يې پریښودو.
شهزاده هم هغسې د سیمرغ په پنجو کې والوتو او د ترکستان د باچا کلا مخې ته ښکته شو. هلته په نغاره يې ډنګ ورکړو او سمدلاسه يې شهزادګۍ مهر انګیز ته یوړو. شهزاده د مهر انګیز د پوښتنې اوریدو نه وروسته وویل چې زه به د دې جواب د باچا او د ټولو امیرانو په وړاندې ورکوم. د هغه شرط يې وومنلو او یو لوی دربار کې په سوونو سرداران، وزیران او درباریان راټول شول. شهزاده باچا ته وویل چې که زما جواب مو سم وومنلو نو بیا د شهزادګۍ اختیار به راته راکوئ. دا شرط يې وومنل شو نو شهزاده الماس مهر انګیز ته مخ واړوو چې دغه پوښتنه تا له چا ښودلې وه؟ شهزادګۍ ورته وویل چې د یو مسافر له خلې مې اوریدلي وو. شهزاده ورته وویل، “دا دروغ دي. د ګل او د صنوبر کیسه تا ته هغه حبشي غلام کړې ده چې د خپل تخت لاندې دې پټ ساتلې دی.” د دې خبرې په اوریدو باچا د شهزادګۍ د تخت اړولو امر وکړو. هلته یوه پټه لاره ښکته تهه خانې ته تللې وه او پوځیان چې هلته ورننوتل نو غلام يې ترې راوویستلو.
باچا قیموس چې هغه غلام ولیدو نو د شرم نه يې سر ښکته کړو. شهزاده ټولو ته د صنوبر باچا او د ګل کیسه وکړه او وې ویل چې دغه غلام به زه پخپله وژنم چې د صنوبر ناموس يې غلا کړو. شهزادګي مهر انګیز په ژړا شوه او هغه ته يې وویل چې زه ستا د وروڼو قاتله یم، ته مې وبخښه. شهزاده ورته وویل چې که زما پلار په دې راضي شو نو زه به دې وبخښم. څو ورځې وروسته شهزاده د مهرانګیز او د هغې وینځې دل ارام سره واده وکړو او دوی خپل وطن ته روان شو. په لاره شهزاده د “زنګیار” او جمیلې سره هم ودونه وکړل او د څلورو ښځو سره د پلار خدمت کې حاضر شو. باچا چې شهزاده الماس ژوندی ولیدو نو د خدای شکر يې وویستو او مهر انګیز ته يې د خپلو ۶ زامنو قتل وبخښلو. لوی رب دې ټول وبخښي. آمین.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۴ فروری ۲۰۱۹ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *