په ۲۰۰۲ م کې د ناوه ګۍ سره نزدې “ټانګه ناو” کې یو غار د صوبه سرحد د لرغون پوهنې شعبې له خوا وسپردل شو.
د پښتونخوا په غرونو کې د انګریز د راتګ سره د پخواني ژوند لټون کیدو. د مردان “کشمیر سمڅه، د ۲۰ پېړۍ په سر کې وپلټل شوه چې د څو لرغونو تمدنونو نښې يې لرلې. په ۱۹۶۲ م کې د پیښور لرغون پوهنې شعبې د پروفیسر احمد حسن داني په مشرۍ، په “سنګاو” پلټنې وکړې او پکې د “پالیولیتک” دورې اوزار يې وموندل چې د کاڼي منځنۍ زمانه ده.
په باجوړ کې تر اوسه ۳۰۴ غارونه موندل شوي دي چې انسانانو پکې ژوند کوو. په ۱۰۹ سروې ګانې شوي دي او د ۳۵ نه زیات داسې ځایونه په نښه شول چې پکې انسانانو ژوند کوو. ډېر يې په غرونو کې لکه د دالان په شان جوړ او د “ناوګۍ علینګار” سیمه کې زیات لیدل کېږي.
د “ټانګه ناو” څمڅې نه وروسته ” انګو ګټکۍ” هم وسپړدل شو نو پکې ۴۰ زره کاله پخواني د ژوند نښې پرتې وې. ځایی خلک دغه غار ته “ګلتقارکمر” نوم اخلي. دلته تر ۱۸ پېړۍ هم انسانان اوسیدل. دا څمڅه ۲۱ میټر اوږده، ۱۴ میټر پلنه او ۳ میټر لوړه ده. د دې زمکه يې وکیندله نو ۲ میټر لاندې د پخوانو زمانو توکي قات په قات ترې رابرسیره شول. د کنستون لپاره یوه اندازه ټاکل شوی ده چې د ۷ مرحلو نه وروسته نور ژور نه ځي. په انګو ګټکی کې څلور د پخواني ډبرې د زمانې او د دوی د پاڅه ۳ برخو کې د نوي زمانې اثار وو.
په دغو سمڅو کې د ۵۰۰ نه زیات د ډبرې اوزار وموندل شول. په لاس کې د نیولو لپاره ګول ډبره چې ځناور به يې پرې ویشتل، د ټکولو، پریکولو او هوارولو لپاره تیږې، د زمکې کنستلو او د خاورې اړولو اوزار، د ډبرې تبر چې په ګول شکل کې و او د هډوکي نه جوړ اوزار لکه ستنې او چاقوان پکې وو. د غار په یو سر کې د کوارټز(بکره) د اور لګیت په توګه پروت و چې هلته د انغري او د پخلي ځای يې په ګوته کوو.
دغو توکو نه اندازه وشوه چې په سمڅو کې ۴۵ او ۲۲ زره کاله پخوا انسانانو ژوند کوو. یوې سمڅې کې د ۴۰ زره کاله پخواني نښې هم پاتې وې. شا و خوا ۸۰۰۰ کاله پخوا انسانانو له دې غارونو کډه وکړه چې ممکن هغه وخت د سیمې ځنګلي ځناورختم یا لوړو غرونو ته تښتیدلي وو. کله چې انسان په هواره زمکه کورونو کې ژوند پېل کړو نو غارونه يې پریښودل.
صفیه حلیم
سرچینه
د پیښور د لرغونو اثارو د شعبې معلوماتي پاڼې.
د خپریدو نېټه -۱۲ مارچ ۲۰۱۹ م