د پټنه په خدا بخش کتابتون کې د پښتو د څو کتابونو سره د “دیوان آفریدی” هم پروت دی. د دیوان په سر کې د تصوف د “قادریه” سلسلې شجره لیکلی ده.
مومنان خبر اوری په رښتیا
ز سنی یم ما قسم دی په خدا
ز احوال دی شجره پخپل بیان کړم
تاسی مکوی شبهه پکښ پیدا
قاسم علی خان اپریدی د برهان خان زوی او د کوهاټ د “اخور” کلي ادم خیلو اپریدو نه و. د نورو پښتنو قامونو په شان د ده ټبر هم ډېلي ته کډه وکړه. څه موده راجپوتانه کې وو او ورپسې بنګښ نواب له خوا نوی جوړ شوی ښار “فرخ اباد” ته ورغلل.
قاسم علی خان په ۱۱۸۲ ه (۱۷۶۸م)کې فرخ اباد کې وزیږېدو. دی د ۹ کالو و چې پلار يې په ۱۱۹۲ هجری کې ومړ. د ده د ژوند لومړیو کلونو په اړه ډېر معلومات نشته خو په شمالي هند کې د مرهټو زور مات شوی او په جنوب کې د مېسور او حیدراباد نوابیو د انګریز سیاست سره لاس و ګریوان وو. په ۱۷۸۰ م کې فرخ اباد کې انګریز استاځي (ریزیدنټ) میشت شو او تر ۱۸۰۲ م د بنګښ نواب نه ټول اختیارات واخیستل شول. قاسم علی خان له دغو پیښو اغیزمن شو. یو شعر کې وایی
د انګریز طنبور او طروم دلته غږېږي
نصارا سو حاکمان فرخ اباد
حکومت د پښتانه له سره ولاړئ
وارخطا سول نوابان فرخ اباد
دی د پښتو لومړی شاعر و چې د شعر ټولګه يې چاپ شوه. په پټنه کې د ده د دیوان په تمهید کې کاتب وایی چې هغه څو شعري ټولګې په فارسی او هندی کې هم لیکلي دي او دی د انګریزي، کشمیري او ترکی ژبو سره هم لږ لږ بلد و. د دیوان په پای کې شاعر وایی چې دا شعرونه د حافظ غلام محمد په مرسته راټول شول. او په ۱۲۰۶ هجری ( ۱۷۹۲ م) کې ترتیب شول. هغه وخت د ډېلي پر تخت مغل شاه عالم (نابینا) باچا ناست و.
د قاسم علی د نورو شعرونو نه ښایی چې ده په اردو کې هم زیاته شاعري کړې ده او شا و خوا ۸ شعري ټولګې ترې پاتې وې.
جو غوطه کها گیا افریدی اپنے دل کے دریا میں
وهاں پر ناخدا کی کیا چلے تدبیر پانی میں
په اردو کې د قاسم علی اپریدي زیات شعرونه عشقي دی خو د هند د پوځ او د مغلو په حالاتو پښتو کې لیکل کوي.
یوه بیلګه يې داسې ده
بقالان وه اوس سپایان په هندوستان شول
دروېزه کاندي اشراف چونګي چونګي
حیف درحیف دی چې حرمت د اشراف نشته
په اسلام هسې راغلې ده تنګي
احمد شاه دراني نشته دی یارانو
چې پر سر کاندي افسر جیشي زنګي
“شاه عالم” د قناعت پر حجره کیناست
که پیدا کا نور اولاد “تیمور لنګي”
قاسم اپریدی په ۱۸۳۲ م کې وفات شو.
صفیه حلیم
سرچینی
۱.غالب جنګ غازی نواب احمد خان بنګښ او د هغه کورنۍ. پوهاند عبد الشکور رشاد. علامه رشاد اکاډمي. ۲۰۰۷ م. ۱۶۴-۱۶۵ مخ
۲. اردو کے قدیم پشتون شعراء. پروفیسر محمد افضل رضا- پشتو اکیډمي پشاور یونیورسټی. ۱۹۹۸ م.
د قاسم اپریدي شعر- د سعود الحسن روهیله نه په مننې
د خپریدو نېټه- ۱۶ مارچ ۲۰۱۹ م