د سرو یا سپینو زرو هغه ګول کړۍ (حلقه) چې د دواړو سپیږمو په منځ کې يې اچوو، پیزوان” نومېږي.
پېزوان د هند او افریقه په قبایلي ټولنو کې هم رواج دی. پښتنو ښځو د پوزې لپاره څلور ډوله ګاڼه لرله. میخکی، د سرو زرو وړوکې او نازک مېخ چې د سپیږمو یو یا بل اړخ ته په یو سوری کې يې ږدي. دا زیات وخت ساده یا وړوکي غمي پکې خښ وي. واده شویو ښځو لپاره دا یوه عامه ګاڼه وه.
د میخکي یو بل شکل لږ غټ و چې ورباندې څلورو پاڼو یو ګل شکل جوړ و او په هغه ګل کې به يې څلور سور رنګ واړه غمي خښ وو. دغه ته به يې “چارګل” یا “ګل میخ” ویل. شته منو ښځو به ځان ته جوړاو ځکه سره زر به پکې زیات وو.
نتکۍ د سپینو یا د سرو زرو هغه حلقه ده چې د یو اړخ سپیږمې کې ځوړند وي. کله چې یوې پیغلې به پوزه سورۍ کړه نو ډېر وخت به يې پکې تور تار تړلې و. بیا هر چا به پخپل وس د سپینو یا سرو زرو وړه نتکۍ جوړوله. د واده په وخت کله کله شته منو کورنیو ناوې ته د سرو زروغټه نتکۍ هم ورکوله چې په یو زنځیر به د غوږ کالي سره نښلیده.
په پښتو ولسی شاعرۍ کې د “پېزوان” یادونه ډېره شوې ده. دا د پیغلو جینکو لپاره مخصوص ګاڼه وه چې د سپینو زرو به جوړېده.
د پېزوان شکل د درېمې د سپوږمۍ (هلال) په شکل وي نو ځکه د شونډو د پاسه ځوړنده وي.
یوه سندره داسې ده چې
سورکی پېزوان دې په کنډاو ختلې نمر دی…
چا ویل چې ماځیګر دی…
چا ویل چې ماځیګر دی…
د ځینو خلکو دا خیال دی چې دا ګاڼه د غوا یا د مېخې په پوزه کې پروت حلقې سره ورته دی. نورو بیا ورسره دا ورزیاته کړه چې دا د ښځو سپکاوی دی ځکه لکه د څاروو به يې پوزه کې ورته پېزوان واچوو او خرڅه به يې کړه. خو دا خبرې سمې نه دي. پیزوان لکه د غوږ والۍ د ښایست لپاره کاریدونکې ګاڼه ده. اوس په لویدیځه نړۍ کې ځوان هلکان او جینکې پوزې او غوږونه سوري کوي او پېزوان یا نتکۍ پکې تومبي. دا د غوا یا څاروو فیشن نه ګڼي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۲۸ مارچ ۲۰۱۹م
عکس د کیسه خانۍ له فیسبوک په مننه