د هنډ بودا


په یو باراني ورځ “هنډ” ته ورغلم چې د لوی لارې (موټروی) نه اباسین په لور ۶ کلومیټر سړک ورته جوړ شوی دی.
په هنډ کلي کې شا وخوا ۶۰ کورنو کې اوس هم خلک میشت دي. د دوی پر زمکو تماکو او شړشم کرلي وو. د غټو تیږو دېوالونه ۲ زره کاله پخواني دي او یو ځای لویه کنده کې څو ودانۍ د نښو سره ساتل شوي دي. د هغه وخت د بدرفت سیسټم دومره پرمخ تللې و چې اوس هغسې څوک نشی جوړولې. دغه د هنډ د خلکو کلچر و او ښایی چې پښتانه ورته وروسته راغلي دي ځکه دوی اوس په ۲۱ پېړۍ کې هم خپلو کورونو کې بدرفت یا ټټۍ جوړول عبث ګڼي. د پټیو او لرغونو کنډوالو تر منځ تېریدو وروسته میوزیم او د اسکندر یادګاري مینار مو په سترګو شو. هو! پښتانه د هغو خلکو لمانځنه هم کوي چې په دوی يې حمله کړې وي.
په هنډ ۲۳۰۰ کالو راهیسې خلک تیرېدل او سبب يې د اباسین ژور والی دی . د سیند په تل کې رنګین کاڼي هم ښکاري او اوبه يې دومره ورو روانې وي چې کله کله ګومان کېږي هیڅ نه خوزي. په ژمي کې خلک په پښو یا په خرو او اسونود سیند نه پورې وتل. د سیند هم دغه ځانګړتیا وه چې هند ته تلونکي به په “هنډ” کې ارو مرو ایساریدل چې یو نوم يې “اوده بانډه پوره” و.
په ۳۲۷ ق م کې د اسکندر نیمایی پوځ د خیبر د لارې دلته ورسیدو او دی پخپله د کونړ او سوات په لاره هنډ ته راغلو. ځینې پښتانه ډېر په ویاړ وایی چې یوناني لښکر په هنډ کې شپه وکړه او بیا د کشتیو په پله اباسین نه پورې غاړه لاړل. په عفت او ناموس سر ورکوونکي دا سوچ نه کوي چې یرغلګرو به ددې ځای خلکو سره څه چلن کړې وي؟ په هنډ کې د ۱۹۹۴ م راهیسې لرغون پوهانو پلټنې کولې او دلته د کشان، ساکایی، هندو شاهي او اسلامي دورې توکي وموندل. هنډ د چارسدې او پیښور نه وروسته د ګندهارا پلازمینه وه. په ۶۴۴ م کې یو چینایی راهب خوان زانګ د هند نه بیرته روان و او په څو اوښانو يې کتابونه، د بوټو تخم او نور سوغاتونه بار کړي وو. د هنډ سره اباسین کې د ده یو اوښ پریوتو او په لاس لیکل شوي کتابونه اوبو یوړل. دلته د هندو شاهی سلطنت پایه وه او له محمود غزنوي ۳ ځلې ماتې خوړلو نه وروسته راجه جېپال پکې ځان سیزلې و.
شهاب الدین غوري، ګوډ تیمور او بیا بابر په هنډ تیر شول. تر ټولو تاریخي پیښه په فروري ۱۲۲۱ م کې هنډ ولیده. چنګیز خان د جلال الدین خوارزم شاه پسې د افغانستان نه ځغستل. جلال الدین خپل اس په اباسین کې ورخوشې کړو نو چنګیز څو شیبې ورته ځیر و، بیا يې خپلو جنګیالو ته وویل، “وګورئ هغه میړني ته.” دوی يې له حملې منع کړل او بیرته لاړو.
په ۱۵۸۰ م کې شیر شاه سوري یو پوخ سړک او د هنډ نه لږ ښکته په اباسین د کشتیو پل جوړ کړو نو د هنډ پخوانۍ لاره خلکو پریښوده. بیا په ۱۵۸۶ م کې اکبر باچا د اباسین په بله غاړه یوه لویه کلا جوړه کړه نو هنډ نوم له خلکو هیر شو. په ۱۸۲۶ م کې سید احمد د سیکانو سره جهاد لپاره راغلو نو د هنډ “ښادي خان” ورته د خپلې کلا دروازې پرانستې. بیا د سیکانو نه يې پېسې واخیستې نو د سید احمد مجاهدینو ووژلو.
نامتو لرغون پوهه احمد حسن داني په حکومت دا خبره ومنله چې په هنډ کې یو میوزیم جوړ شي. ددې ودانۍ خو يې پریښوده، ناپوهه سیاسي مشرانو په ۴ میلینه روپو د “اسکندر مینار” جوړ کړو. په نورو پېسو ۳۳ کنال (۴ ایکړ) زمکه واخیستل شوه. بیا په ۲۰۰۲ م کې ۵۰ میلینه نورې روپۍ د میوزیم لپاره وټاکل شوې. احمد حسن داني د بنسټ تیږه کیښوده او کار شروع شو.
د میوزیم د سرو خښتو په ودانۍ کې د ګندهارا مجسمې، سکې او نور توکي پراته دي. په دې کې د هنډ تاریخ نشته. په دغه میوزیم او د اسکندر په څلي څومره پېسه د سیاست دانانو خیټې ډکې کړې؟ معلومه نه ده. د میوزیم چت ځای ځای څاڅي او د شیشو شا ته نه بودا راته په طنز موسیدو. بې شکه ستاسو اتل “اسکندر دی ځکه تاریخ مو د ملنډو او حرص مو حد نه لري.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- د اپریل شپږمه ۲۰۱۹ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *